1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

نسل وژنه په اصل کې څه ته وايي؟

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې د تعريف له مخې، هر هغه اقدام چې «په مکمله یا جزوي توګه د یو قوم، توکم او یا مذهبي ډلې د لمنځه وړلو په مقصد ترسره کيږي،» نسل وژنه ده.

https://p.dw.com/p/4OGlL
Bilderchronik des Krieges in der Ukraine
انځور: Carol Guzy/Zumapress/picture alliance

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا د حالیه غونډې د پرانیستې په ورځ، د اوکراین د بهرنیو چارو وزير، ديميترو کولیبا، په یو ويډیويي پيغام کې وويل چې د روسېې له خوا د زرونو اوکرایني ماشومانو د انتقال خبر، د «نسل وژنې جرم» دی.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزيرې، انالینا بېربوک په ګډون غربي چارواکو په منظمه توګه روسېې ته د ماشومانو د انتقال خبرونو وغندل. دغو تورونو، دغه بحثونه، چې آیا روسي چارواکي دې تر تعقیب لاندې ونيول شي او که نه، یو ځل بیا راتاوده کړل.

خو په اصل کې نسل وژنه څه ده او دغه اصطلاح په کومو حالاتو کې کارول کېدای شي؟

د نسل وژنې اصطلاح په لومړي ځل د دوهمې نړېوالې جګړې پر وخت د هولوکاست وحشتونو په جریان کې رامنځ ته شوه. هغه اقدام چې د انسانانو د يوې ځانګړې ډلې د لمنځه وړلو په موخه وي، نسل وژنه وښودل شوه.

ورته نور ولولئ: بايدن پوتين په اوکراين کي په «نسل وژني» تورن کړی دی

 د آرشیف انځور، برلی - د پولنډ یو یهودي وکيل، رافیل لیمکن، په ۱۹۴۳ کې د هتلر په امر د یهودیانو منظمو وژنو ته د نسل وژنې اصطلاح وکاروله
د آرشیف انځور، برلی - د پولنډ یو یهودي وکيل، رافیل لیمکن، په ۱۹۴۳ کې د هتلر په امر د یهودیانو منظمو وژنو ته د نسل وژنې اصطلاح وکاروله انځور: picture-alliance/Schoening

د پولنډ یو یهودي وکیل، رافیل لیمکن، په ۱۹۴۳ کې د نسل وژنې اصطلاح په نازي آلمان کې د هټلر له خوا د یهودانو د منظمې وژنې په ځواب کې وړاندې کړه. لیمکن د خپل ورور په ګډون د خپلې کورنۍ ټول غړي په هولوکاستونو کې له لاسه ورکړي ول. لیکمن مبارزه وکړه تر څو نسل وژنه د نړیوالو قوانینو پر اساس، د یو جرم په توګه په رسميت وپيژندل شي. د هغه هڅو په ۱۹۴۸ کې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړه چې بیا په ۱۹۵۱ کې لازم الاجر شو.

د دغه کنوانسیون دوهمه ماده د نسل وژنې تعریف داسې کوي، هر هغه اقدام چې «په مکمله یا جزوي توګه د یو قوم، توکم او یا مذهبي ډلې د لمنځه وړلو په مقصد ترسره کيږي،» نسل وژنه ده. د ملګرو ملتونو د تعریف مطابق، قتل، د درنو جسمی یا رواني صدمو واردول، د زيږونونو مخنیوی او په زور د ماشومانو انتقال کیدای شي په دغو اقداماتو کې راشي.

د جزا نړېواله محکمه صلاحیت لري چې د جنګي جرایمو او د بشر خلاف جرمونو په هکله تحقیقات وکړي او عاملینو ته ېې سزا ورکړي.

ورته نور ولولئ: امریکا له روهینگيا سره زورزیاتی «نسل وژنه» بولي

دغه محکمه د خپلو قوانینو پر اساس، د هر هغه شخص پر وړاندې دعوا کولی شي، کوم چې د نسل وژنې مرتکب وي، حکم ېې کړی وي، په نسل وژنه کې ېې مرسته او حتی هڅه کړي وي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې کنوانسیون ويلي دي چې د نسل وژنې له پاره د منتخبو رهبرانو په ګډون د هر چا خلاف اقدامات ترسره کېدی او سزا ورکول کېدی شي.

نړېواله محکمه چې د هالنډ په هاګ کې په جلا توګه تاسیس شوې، د حکومتونو تر منځ مخالفتونو او شخړو ته رسیدګي کوي او همدارنګه د حکومتونو د نسل وژنې د مسئولیت په اړه د تصمیم نیولو واک لري.

د نسل وژنې اثبات اسانه نه دی

په دنهاګ کې د جزا نړېواله محکمه
په دنهاګ کې د جزا نړېواله محکمهانځور: Peter Dejong/AP Photo/picture alliance

په هاګ کې د نړېوالو قوانینو کارپوه، ویلیری ګیبارډ وايي: «خلک په عام ډول، د نسل وژنې اصطلاح تر ډېره تر ټولو درونو جرمونو له پاره کاروي، ځکه چې دا په یو ډول نه يو ډول له جنګي او بشري جرایمو څخه هم بد موارد دي.» هغه دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «اما که د قانون له مخې وکتل شي، د نسل وژنې تعریف ډير محدود دی.»

ورته نور ولولئ:د هولوکاست د يادون نړيواله ورځ څه ده؟

دغه کارپوه زیاته کړه: «دلته د تعداد خبره نه ده، چې ورباندې پریکړه وشي چې نسل وژنه ده او که نه. په جسمي توګه د ېوې ډلې د لمنځه وړو اراده د دغه جرم اساسي معیار دی.»

شنونکي وايي چې د «شخصي ارادو» ثابتول اسانه کار نه دی، ځکه چې اکثراً د هغو له پاره هيڅ مستقیم ثبوت موجود نه وي.

په لندن کې د نړېوالو قوانینو پروفیسور، ویلیم شاباس دویچه ویله ته وويل چې «د نسل وژنې د ارادې په ثابتولو کې ستونزه دا ده چې ښايي تاسو مجرم په مسقتیمه توګه محکمې ته رانه ولئ.» هغه زیاته کړه: «په همدې دلیل محکمې باید د خپلو طرزالعملونو پر اساس د مجرمینو ارادې د هغوی د چلند له مخې وټاکي. د همدې له پاره تاسو باید حالاتو پورې اړوند شواهدو باندې تکیه وکړئ او اصول دا دي چې دا له معقول شک څخه ورهاخوا وي. همدلته ده چې دغه کار سختيږي.»

ورته نور ولولئ:د آلمان پارلمان پر یزيديانو جنايتونه «نسل وژنه» وبلل

دویچه ویله ا/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب