1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د کارنيوال پر ګډونوالو د مرچو سپری؛ يو شمیر کسان اغیزمن شوي

بريښنا صابر | آژانسونه، دويچه ویله اردو
۱۴۰۴ بهمن ۲۷, دوشنبه

په آلمان کې د کارنيوال د لمانځني په ترڅ کې نامعلومو بريد کوونکي پر ګډونوالو د مرچو سپری کارولی چې په پايله کې یې ۵۹ کسانو عاجلې مرستې ترلاسه کړي. د پوليسو په حواله پېښه د آلمان لويديځ ښار کوبلنز ته څيرمه رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/58rJh
آرشیف انځور: په ۲۰۲۵م کال کې په هامبورګ ښار کې د مرچو سپری تر بريد وروسته امنيتي ځواکونه ليدل کیږي
چارواکو کوبلنز ته څيرمه د مرچو سپری تر بريد وروسته پلټنې پيل کړي او د بريد کوونکو او د هغوی د انګیزې د روښانه کولو په موخه څيړنې رواني دي.انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د عين شاهدانو په حواله د يکشنبې په ماښام د لمانځني د ګډونوالو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه. تر دې پېښې وروسته د کوبلنز ښار په سويل کې د شپی په نوم پرتې سيمې يو سالون تخليه کړل شوی وو چېرې چې يو محفل جوړ کړل شوی وو.

پوليسو ويلي دي چې له اغیزمنو شويو کسانو څخه یې ۵۹ روغتون ته انتقال کړل شوي خو د دغو کسانو د وضعيت په اړه یې جزیات په ډاګه نه کړل.

اړونده موضوع: آلمان ـ د کارنيوال پر ګډونوالو موټر ورځغلول سوی

چارواکو پلټنې پيل کړي او د بريد کوونکو او د هغوی د انګیزې د روښانه کولو په موخه څيړنې رواني دي.

بل لوري ته آلمان په کولن ښار کې د کارنيوال کلنی رسم ګذشت نن، دوشنبه سهار پیل شوی دی. تېره شپه واوره ورېدله خو نن لمر ځليږي او خلک له کارنيوال څخه خوند اخلي.

د آلمان په دوسلدورف او ماينز ښارونو کې هم د کارنيوال رسم ګذشت ترسره سو.

کارنيوال څرنګه مېله ده؟

کارنیوال نیږدې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي او تاریخي ریښې یې ان د روم دور ته رسیږي، خو په ګڼ شمیر هیوادونو کې دغه مراسم په مختلفو شکلونو لمانځل کیږي.

په آلمان کې خلک د کارنوال جشن د منځنۍ پیړې راهیسې لمانځي خو تر دې وړاندې هم د ژمې موسم د پای ته رسیدو د لمانځنې په خاطر یو ډول جشنونه موجود وو.

 ډیر خلک په دغه ورځ له خپلو دفترونو څخه رخصتي اخلي او په اصطلاح د کال د پنځم موسم پیل لمانځي. په آلمان کې ښځې د نارینه و نیکټایي ګانې قیچي کوي او په سمبولیک ډول د خپلو ښارونو کنترول په خپل لاس کي نیسي. همدا ډول د بن په ښار کې هم ښځې په سمبولیک ډول د ښاروالۍ کنترول په لاس کې اخلي.

د آلمان د کولن، کوبلنز او دوسلدوف ښارونو په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د رسم ګذشت مراسم ترسره کيږي چې پکې په رنګا رنګ جامو سمبال خلک په لارو کوڅو کې پر ولاړو خلکو خواږه او داسې نور شيان شيندي. دغه فیستیوال به په آلمان کې د یوې اونۍ له پاره دوام کوي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber