1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د کارنيوال پر ګډونوالو موټر ورځغلول سوی

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د آلمان د هيسن ايالت په والداېک فرانکنبېرګ په سيمه کي يو تېز رفتار موټر د کارنيوال په هجوم ورننوتلی او انسانان يې ژوبل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3YKJl
Symbolbild Blaulicht Polizei
انځور: Friso Gentsch/dpa/picture alliance

د هېسن ايالت په شمال کي د »روزن مونټاګ« يا کارنيوال په لمانځنو کي پر ګډون کوونکو موټر ورځغلول سوی او لږ تر لږه ۱۵ کسان يې ژوبل کړي دي. په ژوبل سوو کسانو کي ماشومان هم شامل دي. پوليسو د موټر چلونکی نيولی دی.

د عيني شاهدانو د وينا له مخي دغه موټر تر ديرش مترو پوري د انسانانو په هجوم کي تر هغه وخته روان وو، تر څو چي ودريدی. ويل سوي چي موټر چلوونکی کس لا موټر ته اکسلېټر ورکاوه چي موټر لا تېز کړي.

دا چي ايا دغه يوه حادثه او که بريد وو لا تر اوسه (د فبروۍ ۲۴مه نېټه، د مازيګر څلور بجې) نه ده څرګنده. د پيښي ځای ته مرستندويان رسېدلي او په زيات شمېر پوليس هم حضور لري.

dpa/AWA/SR