1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له روهینگيا سره زورزیاتی «نسل وژنه» بولي

۱۴۰۱ فروردین ۲, سه‌شنبه

امریکا په میانمار کي د روهینگا مسلمان اقلیت په وړاندي د پوځ له خوا زورزیاتی، په رسمي ډول «نسل وژنه» او د «بشریت په وړاندي جنایت» بللی دی. په میانمار کي پوځ په ۲۰۱۷ م کال کي د روهینگیا په وړاندي سخت جنایتونه ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/48pOb
Bangladesch Rohingya fliehen aus Myanmar
انځور: KM Asad/ZUMAPRESS/picture alliance

په واشنگټن کي د هولوکاوست له موزیم څخه د لیدني کتني پر مهال د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه چي «هغه دې خبري ته متوجه سوی چي په میانمار کي د پوځ غړو د روهینگيا په وړاندي  نسل وژنه او د بشریت په وړاندي جنایت ترسره کړی دی. د پوځ هدف داوو چي د اتنیکي نسل وژني له لاري، په حقیقت کي د روهینگیا اقلیت له منځه یوسي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي: «د روهینگا په وړاندي تشدد ډیر پراخ او په سیستماتیک ډول وو چي دا کار د بشریت په وړاندي جنایت ښیي.»

بلینکن د تیر کال په پای کي، په میانمار کي د پنځه کاله مخکي دغه ډول جنایتونو د څیړنو اعلان وکړ. د ملگرو ملتو استازو یو کال مخکي لا څرگنده کړې وه چي د دغه اقلیت په وړاندي زورزیاتی د «نسل وژنی عناصر» ښيي او د یوې نړیوالي پلټني غوښتنه یې کړې وه.

د روهینګیا غړو او استازو د دغه ډول یوه ګام هرکلی کړی دی. د روهینګیا د بشري حقونو یوې فعالي، تینګ تینګ هاینګ ویلی: «زه داسي احساس لرم، لکه چي د برېښنا قطع کیدل مو لیدلي وي، او اوس بیرته یو څراغ وینو، دا ځکه چي هغوی زموږ په درد پوه سوي دي.»

په میانمار کي، سیتوي ته نیژدې یوه لاگر څخه یو روهینگیايی بیا وايي: «دا کار باید پخوا لا سوی وای، خو بیا هم زه باور لرم چي د امریکا متحده ایالاتو دغه ډول پریکړه به د دنهاگ په نړیواله محکمه کي د روهینگیا د پروسې ملاتړ وکړي.»

Bangladesch Umsiedlungsaktion Rohingya Insel Bhasan Char
بنگله دیش ته د روهینگیایی مسلمان اقلیت انتقالانځور: Rehman ASAD/AFP/Getty Images

په میانمار کي پوځ په ۲۰۱۷م کال کي د روهینگیا په وړاندي سخت جنایتونه ترسره کړل. له هغه وخت راهیسي تقریباً ۸۵۰ زره مسلمان اقلیت په بنگله دیش کي د مهاجرو په ډکو کمپونو کي شپې او ورځي تیروي. شاوخوا ۶۰۰ زره بیا په میانمار کي د راخین په ایالت کي پاته دي.

د میانمار پر وړاندي د دنهاگ په نړیواله محکمه کي هغه پروسه چي د روهینگیا د نسل وژني په وړاندي په ۲۰۱۹م کال کي پیل سوې وه، تیر کال د یوې نظامي کودتا له امله پیچلې سوه. ددغي کودتا په نتیجه کي د دي فکتو حکومتي مشره، اونگ سان سو چي، له واکه ایسته سوه. هغه د ډیرو دغه ډول احتمالي پیښو له امله د بند په سزا محکومه سوه. د سولې د نوبل د جایزې دغه گټونکې په خپله تر انتقاد لاندي راغله، دا ځکه چي هغې د روهینگیا په وړاندي د پوځ له دغه ډول چلند څخه دفاع کوله.

امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني په میانمار کي د دوامداره زورزیاتي له امله د پوځي واکمنانو په وړاندي خپل تعزیرات لا پسي شدید کړي. د نسل وژني په توگه قانوني طبقه بندي به د نورو تعزیراتو د رامنځته کیدو سبب هم سي.

په واشنگټن کي د هولو کاوست موزیم د ۲۰۱۷م کال په پای کي لا د بشري حقونو له ډلي Fortify Rights سره په گډه خپل یو رپوټ خپور کړی وو او دا نتیجه گیري یې کړې وه چي په میانمار کي د بشریت په وړاندي د جنایتونو دقیق شواهد موجود دي.

  GP/NZ/AG