1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن پوتين په اوکراين کي په «نسل وژني» تورن کړی دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن د ولادیمیرپوتین په دیکتاتور بللو سره ویلي چې روسیه په اوکراین کې «نسل وژنه» کوي. بل لور ته پوتین د مسکو په جنګي اهدافو کې د بریالیتوب ترلاسه کولو له پاره پر خپلې ارادې ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/49sUY
US-Präsident Joe Biden
انځور: Carolyn Kaster/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د لومړي ځل له پاره پر اوکراین د روسیې برید نسل وژنه بللې او ویلي یي دي چې مسکو په دې شکل سره د اوکراین د ویجاړولو په هڅه کې دی چې حتی د «اوکراینيتوب مفکوره ختمه شي.»

کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشر څخه پوښتنه کړه چې بالاخره په کوم اساس هغه د نسل وژنې لفظ وکاروه؟ بایدن په ځواب کې وویل: «ما دې ته نسل وژنه وویل، ځکه دا اوس لا زیاته روښانه شوې ده، چې پوتین حتی د اوکراینیتوب د مفکورې ختمولو کوښښ کوي او په دې اړه د دې پر ضد ثبوتونه هم مخ پر ډیریدو دي.»

بایدن زیاته کړه: «موږ د دې خبرې فیصله په نړیوالو کچه وکیلانو ته پریږدو چې دوی پریکړه وکړي چې دا په دې کټه ګورۍ کې راځي او که نه، خو ماته په باوري ډول همداسې معلومیږي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د بایدن د دې وینا ستاېنه کړې او په خپل یوه تويت کې یي ویلي: «د یوه ريښتني رهبر حقیقي الفاظ- له بدۍ سره د مقابلې له پاره اړینه ده چې شیان پخپلو حقیقي نومونو وبلل شي.»

د نړیوالو قوانینو پر اساس د نسل وژنې تعریف دا دی چې د کوم ملیت، نسل یا مذهبي ډلې په بشپړ ډول یا جزوي توګه د لمنځه وړلو په ارادې سره عملیات وشي.

د سړې جګړې تر پای وروسته تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۷ ځله د «نسل وژنې» اصطلاح کارولې ده.

د روسیې د ولسمشر اراده

بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د اوکراین په ارتباط له ده سره بل کوم بدیل نه و. هغه وویل چې په اوکراین کې د روسيې له پوځي عملیاتو پرته بله چاره نه وه، او ژمنه یي وکړه چې په دې شخړه کې به خپل اهداف ترلاسه کړي.

Ukraine | Zerörtes Theater in Mariupol
د اوکراین د ماریوپول ښار انځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ هغه د روسیې په ختیځ کې له لیري پرتو سیمو څخه ليدنه وکړه، چیرې چې هغه د سپينې روسیې له ولسمشر الیکساندر لوکاښینکو سره تر لیدنې کتنې وروسته دغه څرګندونې وکړې.

د روسیې ولسمشر تور ولګاوه چې اوکراین «د روسیې پر ضد یو پُل» بدل کړای شوی دی، چیرې چې د «نیشنلیستۍ او نازي یزم فصلونه کرل کیږي». هغه وویل «په ځانګړي توګه د اوکرایني نیشنلستانو دغه نوی نسل له روسیې سره د جګړې اور ته لمن وهي. تاسې لیدلی شئ چې په اوکراین کې د نازيانو مفکوره څنګه د ورځني ژوند په یوه واقعیت بدله شوې ده.»

مخکې تر دې هغه دا هم ویلي ول چې لوېدیځه نړۍ د روسیې د منزوي کولو هڅه کوي، خو روسیه دومره ستره ده چې دوی به هیڅکله هم په دې کار کې بریالي نه شي او مسکو به د دې پر ضد مبارزه وکړي.

روسیه په هره بیه تیل خرڅولی شي

په روسيه کې د انرژۍ وزیر نيکولای شولګينوف ویلي دي چې مسکو خپلو دوست هیوادونو ته په هر ډول قیمت یا بیې تیل پلورلو ته تیار دی. د هغه په وینا اوس «چې د لوېدیځو هیوادونو د سیاست طرز دی، په هغې کې د تیلو د بیو په هکله څه ویل ډیر مشکل دی.»

هغه وویل چې د تیلو بیې له ۸۰ ډالره في بیلر څخه تر ۱۵۰ ډالرو پورې د لوړیدو امکان شته. خو هغه وویل چې د مسکو کار د تیلو د بیو په اړه قیاس کول نه، بلکې د دې صنعت د فعالیتونو جاري ساتل دي.

اژانسونه: ش.ن/ ن.ز