فرانسه: یو افغان له داعش سره د احتمالي اړیکو په تور نیول شوی
۱۴۰۴ آبان ۱۰, شنبه
په فرانسه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې دفتر د شنبې (د نومبر میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ وویل چې دغه کس په یوه ترهګریز جنایتکاره سازمان کې د غړیتوب او د یوه ترهګریز سازمان په مالي ملاتړ تورن دی.
شکمن کس چې تیره اونۍ د فرانسې په لیون ښار کې نیول شوی دی، اوسمهال له محاکمه کیدو مخکې په توقیف کې دی.
د فرانسې د ترهګرۍ ضد واحد ویلي دي: «نوموړی چې په څرګند ډول جهادي ایډیالوژۍ ته ژمن دی، د داعش له خراسان څانګې سره په اړیکې درلودلو تورن دی.»
د فرانسې د ترهګرۍ ضد دغه دفتر زیاته کړه چې دغه کس د «د بسپنې په استولو» او د دغه ترهګریز سازمان د «تبلیغاتو په ژباړې او خپرولو» کې په مرستې کولو تورن دی.
داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې د دغې ډلې جهادي څانګه ده چې په مرکزي اسیا کې، د هغو له جملې څخه د پخواني شوروي اتحاد په ازبکستان جمهوریت کې فعالیت کوي.
دغه ډله د ۲۰۲۴م کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې پر یوه کنسرت د خونړي برید په ګډون، په افغانستان او روسیه کې د خونړیو بریدونومسئوله ده.
د Le Parisien فرانسوي ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ دغه افغان چې څو کاله مخکې فرانسې ته راغلی و، د فرانسې د داخلي استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی و او په لیون کې په اداري توقیف کې و.
یادې فرانسوۍ ورځپاڼې زیاته کړې ده چې دغه کس چې لادمخه د ترهګرۍ په تور تر تعقیب لاندې و په ټیټ ټاک او سنیپ چټ ټولنیزو شبکو کې به یې د جهادي تبلیغاتو د ایډیټ او خپرولولو کار کولو.
په تیره لسیزه کې فرانسه څو ځله د افراطي اسلامپالو د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځیدلې ده، اکثره وخت د هغو کسانو له خوا چې د القاعده یا «اسلامي دولت» ترهګرو ډلو له خوا یې الهام اخیستی و.