1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمترکیه

ترکیې د داعش سره په تړاو ۱۱۵ کسان نيولي دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۴, پنجشنبه

ترکیې د پنجشنبې په ورځ د «اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش د شاوخوا ۱۱۵ مشکوکو غړو د نیولو خبر ورکړ. ترکیه ویلي پر دغو افرادو شک دی چې د کریسمس او نوي کال په رخصتیو کې یې د حملو پلان درلود.

https://p.dw.com/p/55yJ2
په استانبول کې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر په ۲۵مه د ترکیې پولیس د دندې پر مهال
ترکیې د پنجشنبې په ورځ د «اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش د ۱۱۵ مشکوکو غړو د نیولو خبر ورکړانځور: ANKA

د استانبول د لوی څارنوال دفتر وویل چې «استخباراتي معلومات ښيي چې داعش تروریستي سازمان د کریسمس او نوي کال په مراسمو کې د حملو پلان درولود.»

ترکیه له سوريې سره چې اوس هم پکې داعش ډله فعاله ده، ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري.

د سوریې په پالمیرا ښار کې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۳مه یوه حمله کې دوه امریکايي عسکر او یو ملکي امریکایي وګړی ووژل. واشنګټن د دغې حملې پړه چې د یوه وسله وال کس له خوا ترسره شوه، پر داعش واچوله.

نور ولولۍ: کریسمس؛ د آلمان ولسمشر پر ټولنیز پیوستون ټینګار وکړ

د ترکیې استخباراتي ادارې ويلي چې روانه اوونۍ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقه کې هم یو عملیات ترسره کړ چې په کې ېې یو ترکی وګړی ونیول شو، چې پر وینا ېې په داعش کې ېې مهم رول درولود.

پر محمد ګورن چې تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته انتقال شو، تور دی چې له دې مخکې ېې په افغانستان، پاکستان، ترکیې او اروپا کې پر ملکیانو ځانووژنکي بریدونه پلانول.

 نور ولولۍ: آلمان وايي د کریسمس پر یو بازار د «اسلامي انګیزې» پر اساس د حملې مشکوک پلانونکي ېې نيولي

له آرشیف څخه د کریسمس پر موضوع یو انځوریز (15.12.2021) البوم: