1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

مادورو د نیویارک په زندان کې؛ ترمپ ېې پر ځای ناستي فکر کوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۱۴, یکشنبه

مادورو د شنبې په ورځ د امریکا ځانګړو ځواکونو له خوا تر نېول کېدو څو ساعته وروسته د نیویارک یوه زندان ته انتقال شو. د ونزوېلا یوې امریکايي پلوه سیاستوالې تمه ښودلې چې راتلونکې ولسمشره شي، خو ترمپ ويلي هغه ملاتړ نلري.

https://p.dw.com/p/56ITc
USA New York 2026 | Venezuelas Präsident Nicolas Maduro wird von DEA-Agenten in New York abgeführt
انځور: X account of Rapid Response 47/AFP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د جنوري ۳مه) اعلان وکړ چې د ونزوېلا ولسشمر نیکولاس مادورو سره د مېرمن ېې د امریکا پوځ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول. 

د امریکا حکومت یوه الوتکه چې مادورو ېې لېږداوه، د هوا تر تېاره کېدو لږ وروسته په یوه پوځي اډه کې کېناسته او هغه ېې په یوه چورلکه کې نیویارک ته انتقال کړ چېرته چې په پام کې د هغه او د مېرمنې د وسلو او مخدره موادو د قاچاق محکمه ېې ترسره شي. امریکا مخکې مادورو د مخدره موادو پر تروریزم تورن کړی دی. 

سپینې ماڼۍ د مادورو یوه ويډيو ويډیو خپره کړې چې ښيي د هغه «لاسونه ولچک او څپلۍ ېې په پښو» دي. په دغه ويډيو کې مادورو د فدرالي مامورینو له خوا په نیویارک کې د امریکا له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې ساختمان پر لور بیول کيږي. 

کين اړخی ۶۳ کلن مادورو په انګلیسي ژبه وايي: «شپه په خیر، نوی کار مبارک!»

که څه هم امریکا د مادورو د نیولو ماموریت په بریا سره ترسره کړه، خو دا چې وروسته له دې به د ونزوېلا د سیاسي برخلیک په هکله څه کیږي تر ډېره برېده روښانه نه ده. 

د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو ده
د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو ده. هغه امریکايي پلوه سیاست لري چې تېرکال ېې د نوبل د سولې جایزه وګټلهانځور: Ole Berg-Rusten/NTB/REUTERS

ترمپ ويلي چې د ونزویلا د راتلونکې سیاسي مسئولیت ټاکلو له پاره په خپله کابینه کې د «افرادو د ګمارنې» په حال کې دی، خو نور جزئیات ېې ورنه کړل.   

ترمپ په یو بل بیان کې د امریکايي ځواکونو د ګمارنې خبره هم وکړه او زیاته ېې کړه چې واشنګټن په «سیمه کې له کښتیو وېره نه لري.»

د ونزوېلا په هکله یوه انګېرنه چې روښانه شوه هغه دا ده چې ترمپ د دغه هېواد د نفتو له پریمانه زېرمو سره علاقه لري. دا خبره د هغه په خبرو کې مشخصه شوه. ترمپ وویل: «موږ به خپل د تېلو ډېر لوی امریکايي شرکتونه ولرو... په وارد کېدو او د ملیارډونو ډالر په لګولو سره به په بد حالت خرابې شوې زېربناوې سمې شي.» ترمپ زیاته کړه: «موږ به په لویه پیمانه تیل خرڅ کړو.»

د ونزوېلا د اپوزیسیون د رهبرې ردول

خو ترمپ دا امکان رد کړ چې د ونزویلا واک به د دغه هېواد اپوزیسیون ترلاسه کړي، بلکې وې ویل چې د اپوزېسیون پر ځای د مادورو له مرستیالې ولسمشرې ديلسي رودریګز سره کار کوي. 

د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو ده. هغه امریکايي پلوه سیاست لري چې تېرکال ېې د نوبل د سولې جایزه وګټله. ماریا پر ټولنزې رسنۍ ولیکل: «د خپلواکۍ وخت راورسېد.»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له خپل خارجه وزیر مارکو روبیو (کيڼ لور) او دفاع وزیر پیت هیګست سره د جنوري په ۳مه خبري کنفرانس کې
ترمپ ویلي انتظار به کوي تر څو په ونزویلا کې د واک انتقال په یو مناسب وخت کې ترسره شيانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

ماریا غوښتي چې د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د اپوزیسیون کاندید، ادموندو ګونزالس اروتیا، دې په «سملاسي توګه» د ولسمشرۍ چارو مسئولیت په غاړه واخلي.

خو ترمپ د ماریا دغو څرګندونو په هکله او دا چې هغه دې د ونزوېلا نوې رهبره شي، په حیرانوونکې توګه بې تفاوتي ښودلې او ويلي دي چې ماریا په ونزوېلا کې «ملاتړ یا هم درناوی» نه لري.

ترمپ د هغې پر ځای مرستیالې ولسمشرې ديلسي رودریګز په هکله غږېدلی دی. ترمپ وویل چې رودریګز «اساسا له هغه څه سره تمایل لري کوم چې موږ فکر کوو د بېرته یوې عظیمې ونزوېلا جوړولو له پاره ضروروي دي.»

د ونزوېلا سوپریم کورټ هم د شنبې په ورځ ناوخته امر وکړ چې رودریګز دې د «سرپرستې په توګه» د ولسمشرۍ اختیارات په لاس کې واخلي. رودریګز بیا د مادورو د آزدولو غوښتنه کړې او ژمنه ېې کړې چې له خپل هېواده به «دفاع» کوي.

ترمپ د واک د انتقال په تړاو ناڅرګند وضعیت ته په کتو وویل چې په احتمال سره د امریکا ښکېلتیا به د اوږدې مودې له پاره موجوده وي. هغه وویل: «موږ به تر هغې چې د یو مناسب انتقال ترسره کولو وخت رارسیږي، انتظار وکړو.»

د امریکا اقدام ته غبرګونونه

چین چې د ونزوېلا نژدې متحد دی، د امریکا اقدام ېې «په کلکه غندلی» او د مادورو د «ژر تر ژره آزادولو» غوښتنه ېې کړې ده.

د ونزویلا مرستیاله ولسمشره ديلسي رودریګز چې سوپرېم کورټ ويلي د ولسمشرۍ سرپرستي دې په غاړه واخلي.»
د ونزوېلا سوپریم کورټ هم د شنبې په ورځ ناوخته امر وکړ چې رودریګز دې د «سرپرستې په توګه» د ولسمشرۍ اختیارات په لاس کې واخليانځور: Alexander Kryazhev/ITAR-TASS/IMAGO

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې «د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام له نړېوالو قوانینو، نړېوالو اړیکو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو ښکاره سرغړونه ده.»

 فرانسې

په ورته وخت کې فرانسې ویلي چې حللارې نباید «له بهر څخه تحمیل شي.» ایران هم تېره ورځ پر ونزويلا د امریکا «یرغل» وغانده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې هغه «په ژوره توګه اندېښمن شوی چې نړېوالو قوانینو ته درناوي نه دی شوی.»

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان د ېوې سرچینې له قوله ویلي چې پام کې ده سبا دوشنبه د جنوري ۵مه د امنيت په شورا کې د ونزوېلا پر مسئله بحثونه وشي. 

امریکا متحده ایالاتو او ډېر شمېر اروپايي حکومتونو مادورا په رسمیت نه دی پېژندلی او وايي چې هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ انتخاباتو کې درغلۍ کړې وې.

مادورو په ۲۰۱۳ کې له کيڼ اړخي هوګو چاویز څخه د واک ترلاسه کولو راهیسې په قدرت کې و. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوت کې ليکي چې په ونزویلا کې د رژیم له بدلون څخه د ترمپ اصلي موخه د دغه هېواد پر نفتي زېرو کنټرول ترلاسه کول دی.