1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

اسلامي دولت د فرانسې د نوي برید پړه پر غاړه اخیستې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یو بریدګر په پولیسو ډزې کړي چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور پولیس بیا ټپیان شوي. د پیښې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی او ویلي یې دي چې بریدګر د دوی یو جنګیالی وو.

https://p.dw.com/p/2bepm
Frankreich Schüsse auf Polizisten in Paris
انځور: Getty Images/A. Meunier

یو پیژندل شوي تورن ترهګر کس د فرانسې په پلازمینه د چمپس ایلیسیز په سیمه کې د پنجشنبې په ورځ یو پولیس په ډزو وواژه او دوه تنه نور پولیس سرتیري يې ټپیان کړل.

تر ټاکنو څو ورځې مخکې ترسره شوي، د دغه برید مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

بریدګر په ځايي وخت د شپې په نهه بجو د پولیسو پر یوه موټر د اتوماتې وسلې ډزې پیل کړې. د پولیسو سرچینو د فرانسې خبرې آژانس ته په دې هکله وویل چې د یو پولیس سرتیرې تر وژلو او د هغه د ملګرو تر ټپي کولو وروسته بریدګر غوښتل چې له سیمې وتښتي خو د پولیسو په ځوابې ډزو کې بریدګر هم ووژل شو.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپلې پروپاګندې رسنۍ اعماق له لارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې «بریدګر د اسلامي دولت د ډلې یو تن جنګیالی وو.»

سرچینو د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دی چې دغه ۳۹ کلن فرانسوي بریدګر، د ترهګرۍ ضد پولیسو تر څار لاندې وو او د پاریس په ختیځه سیمه کې د هغه د استوګنې پر ځای باندې چاپې هم وهل شوي دي.

دغه بریدګر تر دې مخکې په فبروري میاشت کې د پولیسو د وژنې د پلان په تور نیول شوی وو خو د شواهدو د نه شتون له امله بیرته خوشې شوی وو. سرچینو همدا راز ویلي دي چې په ۲۰۰۵م کال کې نوموړي کس د وژنې په دریو پیښو تورن وو چې له دې ډلې څخه یې دوه د وژنې پیښې د پولیسو سرتیرو دي.

تر اوسه پورې د فرانسې پر ټاکنو د دې پیښې اغیز معلوم نه دی. ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ به د ټاکنو د لومړي پړاو تر سره شي.

د ښي اړخو د ګوند مشر مارینې لي پین او د هغې سیال ایمانویل مارکون او د محافظه کارو نوماند فرانکویس فیلن د جمعې د ورځې له پاره پلان شوې خپلې کمپایني غونډې لغو کړي دي.

تر اوسه پورې د ترسره شویو سروې پایلې ښيي چې رایه ورکوونکي تر ډیره د ترهګرۍ او امنیت په پرتله د بې کارۍ او د پیرودلو له قوت څخه اندیښمن دي.

بل لوري ته بیا د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې هغه متیقن دی چې دا یو ترهګریز برید دی او د برید له امله یې پریټاګنې ته خپل سفر وځنډوو او د جمعې په ورځ به د کابینې امنیتې غوڼده راوبلي.

د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت ویاند د پیښې په صحنه کې د پولیس سرتیري چټک غبرګون ستایلی دی چې له امله یې بریدګر ووژل شو او د نورې مرګ ژوبلې مخنیوی یې وکړ. د ډزو له امله یو سیلاني هم په سطحي ډول د ګونډې په برخه کې ټپي شوی دی.

فرانسه اوس مهال په بیړني حالت کې ده او د ترهګرۍ په تر ټولو لوړه کچه کې احضارات عملي کوي. د فرانسې د توریستي ځاینونو، د ترهګرو د ممکنه هدف ځایونو او د دولتي ودانیو د امنیت له پاره زرګونه سرتیري او پولیس په دنده ګمارل شوي دي.