1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې پنځه افغان مېرمنې له پاکستانه راېستلي دي

۱۴۰۲ شهریور ۱۳, دوشنبه

فرانسوي چارواکي وايي چې هغه پنځه میرمنې یې رایستلي دي چې د «طالبانو له خوا ګواښل شوې» وې. دغه ښځې له پاکستانه رايستل شوي چې د چارواکو په خبره نن د دوشنبه (د سپتمبر ۴مه) به پاریس ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/4VuVo
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د افغانانو د تخليې پروسه
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د افغانانو د تخليې پروسهانځور: Eric Lalmand/BELGA/dpa/picture alliance

د فرانس پريس خبري آژانس د رپوټ له مخې د فرانسې د مهاجرت ادارې مشر، ديديه ليسکي ویلي چې د ولسمشر په سپارښتنه «هغو میرمنو ته ځانګړې پاملرنه کيږي چې په افغان ټولنه کې د مهم رول درلودلو له کبله د طالبانو له لوري په لومړي درجه ګواښ کې قرار لري... او يا ېې له لوېديځ سره نژدې اړېکې درلودلې وي.»

ليسکي زياته کړه: «دغه قضیه د پنځو افغان مېرمنو ده چې نن به راورسيږي.»

په رپوټ کې د دغو مېرمنو نومونه نه دي ‌ذکر شوي، خو زياته شوې چې د هغو په ډله کې د پوهنتون یوه پخوانۍ مديره، د يوې پخوانۍ غيردولتي موسسې سلاکاره، د تلويزيون يوه پخوانۍ ويندويه او په کابل کې د يو مخفي ښوونځي ښوونکې شاملې دي. د دوی په ډله کې يوه مېرمن له ځانه سره درې ماشومان هم لري.

دوی د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول او ډېر افغانان له کابله په پروازونو کې تخلیه شول، بريالۍ شوې نه وې چې لويديځو هېوادونو ته وتلې وای.

د فرانسې دمهاجرتادارې مشر په خبره، دغه افغان مېرمنې د موقتې مهاجرت په موخه پاکستان ته تللې وې چې فرانسوي چارواکو ېې له هغه ځایه د تخليې چارې تنظیم کړې.

ديديه ليسکي وويل کله چې دغه مېرمنې فرانسې ته ورسيږي د پناه غوښتونکو په توګه به راجستر او هستوګنځایونه به ورکړل شي او ورسره جوخت به ېې د پناه غوښتنې له پاره د درخواستونو وضعیت هم ارزول کيږي.

هغه زیاته کړه چې دغه ډول تخليه به نورو دې ورته مشخصاتو لرونکو افغان مېرمنو له پاره هم «ممکن تکرار شي.»

mks/sr (AFP)