1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یو آلماني ګوند مشر: افغانستان ته اخراجونه دې له سره پيل شي

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

د آلمان د آزاد ديموکراتانو د ګوند مشر چې د اولاف شولتڅ د ائتلافي حکومت له درو شریکانو څخه یو دی، ويلي دي چې د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج دې ډېر شي او د افغانستان په څېر هېوادونو ته دې هم اخراجونه پيل شي.

https://p.dw.com/p/4VoKl
د آلمان حکومت په حاضر وخت کې نه یوازې دا چې هېڅ مهاجر افغانستان ته نه اخراجوي، بلکې له خطر سره مخ افغانانو له پاره د منلو پروګرامونه هم لري
د آلمان حکومت په حاضر وخت کې نه یوازې دا چې هېڅ مهاجر افغانستان ته نه اخراجوي، بلکې له خطر سره مخ افغانانو له پاره د منلو پروګرامونه هم لريانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دآلماند آزاد ديموکراتانو (اف ډي پې) د ګوند مشر، بېژن جير سرايي، د «امن هېوادونو» په نوملړ کې د لاډېرو هيوادونو د درجه بندۍ غوښتونکی شوی ترڅو د دغو هېوادونو ردشوي مهاجر له آلمان څخه اخراج کړل شي.

هغه د «بایرن» رسنيو ډلې د پنجشنبې ورځې ګڼې ته وويل: «موږ بايد د ګرجستان او مولداوی هېوادونو تر څنګ د الجزاير، مراکش او تونس په څېر ډېر نور ملکونه هم د امن هېوادونو په توګه درجه بندي کړو.»

د آزاد ديموکراتانو ګوند دغه مقام زیاته کړه: «له دې نه علاوه موږ باېد د [رد شوو مهاجرو] په بېرته استولو کې په لا بهتره توګه عمل وکړو او هغوی دافغانستان په څېر هېواد ته هم په دوامداره توګه اخراج کړو. موږ فعلاً دغه هېواد ته هېڅ څوک نه اخراجوو.» د هغه په خبره د آلمان فدرالي حکومت باید دغه کار له پاره لارې چارې پېدا کړي.

خو لا معلومه نه ده چې د جير سرايي دغه غوښتنه به د آلمان په ائتلافي حکومت کې څومره پلویان پیدا کړي. د آلمان حکومت په حاضر وخت کې نه یوازې دا چې هېڅ مهاجر افغانستان ته نه اخراجوي، بلکې په افغانستان کې له خطر سره مخ افرادو له پاره د منلو پروګرامونه هم لري.

آلمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو څخه مخکې هم افغانان افغانستان ته اخراجول چې په هغو کې عمداً هغه افغانان چې د جرم مرتکب او يا خطرناک بلل کېدل شاملېدل.

آلمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو څخه مخکې هم افغانان افغانستان ته اخراجول چې په هغو کې عمداً هغه افغانان چې د جرم مرتکب او يا خطرناک بلل کېدل شاملېدل
آلمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو څخه مخکې هم افغانان افغانستان ته اخراجول چې په هغو کې عمداً هغه افغانان چې د جرم مرتکب او يا خطرناک بلل کېدل شاملېدلانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان د حکومت کابېنې د چهارشنبې په ورځ د قانون د ېوې مسودې په تائيدولو، ګرجستان او مولداوې هېوادونه د «مبدا امن هېوادونو» په توګه درجه بندي کړل. دغه ډول درجه بندي د دغو هېوادونو د پناه غوښتونکو دوسيو ته د چټکۍ رسیدګي او اخراج شرایط مساعدوي. خو د قانون د دغې مسودې تصویب باید د آلمان عمومي پارلمان (بوندیستاګ) ته هم ورسيږي. 

د «مبدا امن هېوادونه» هغو هېوادونو ته وېل کيږي چې هلته په عادي حالت کې تعقیب، آزار و اذیت او نور غیرانساني چلندونه نه وي او له آلمان څخه د اخراج په صورت کې د دغو هېوادونو اتباعو ته د جدي صدماتو ګواښ موجود نه وي.

په حاضر وخت کې د اروپايي اتحادېې د غړو هېوادونو سربېره، غنا، سينګال، بوسنیا او هرزګوينا، صربستان، شمالي مقدونیه، آلبانیا، کوزوو او مونته نګرو د «د مبدا امن هېوادونو» په نوملړ کې شامل دي.

بېژن جير سرايي ويلي دي چې د اروپايي اتحادېې دمهاجرت مشترک سیستم، «په سم مسير کې لومړنی مهم ګام» دی او باید ادامه پېدا کړي.

هغه زياته کړه: «دغه توافق وښوده چې اراده او درک موجود دی تر څو د اروپايي اتحاديې د پولو او د فزيکي سرحدونو د حفاظت پر قابلیتونو او دېوالونو په اړه خبرې وشي...»

د آلمان د آزادو دموکراتانو د ګوند د مشر په خبره، باید یو «روښانه پيغام» ولېږدول شي چې غېرقانوني مهاجرت نشي کېدی بریالی واقع شي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځورېز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب