1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی

۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د المان د کورنیو چارو وزارت افغانستان ته په نږدې وخت کې د مجرمانو او افرطي اسلامپالو اخراج نا ممکن بولي. د المان د کورنیو چارو وزیرې څو ورځې وړاندې ویلي ول چې افغانستان ته د یادو کسانو د اخراج پرېکړه باندې له سره غور کوي

https://p.dw.com/p/4P8zP
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د المان د کورنیو چارو وزارت د پارلماني چارو سکرتر محمود اوزدمیر د مسیحي دموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو د ليک په ځواب کې ويلي: «یوه داسې هېواد ته چې د قانون حاکمیت ولري، اخراج ممکن دی. خو اوسمهال په افغانستان کې داسې څه نه وینو.»


نوموړي په یو لیک کې چې د المان خبري آژانس ته رسېدلی، زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال را وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک ونیو، د هغو افغانانو د هويت د تأييد لپاره کومې اسانتياوې نشته چې له هېواده وتلو ته اړ دي او د پاسپورټونو پر ځای کوم بل اسناد صادرول هم د لاسرسی وړ نه دي. پر دې سربېره اوسمهال د الوتکو د کارکوونکو او همداراز د اخراج کیدونکو کسانو د بدرګه کوونکو د ساتنې له پاره هم کومه کړنلاره نشته.

په دې اړه اړوند مطلب: ښايي آلمان افغانستان ته د کډوالو اخراج ودروي
محمود اوزدمیر دې مسألې ته اشاره وکړه چې د المان د بهرنیو چارو ادارو دنده ده چې اقامت مودې ختمولو لپاره اقدام وکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې پر دې سربیره هم د المان د کورنیو چارو وزارت د ایالتونو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د هغو مجرمانو لپاره چې په اصطلاح خطرناک دي، د هېواد له کورنیو چارو وزارت سره په اړېکه کې دی. 


د مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو د پارلماني جناح يا ډلګۍ د کورني تګلارې ویاند الکساندر تروم د کورنیو چارو وزارت له دې غبرګون څخه ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «د کورنیو چارو وزارت په پرلپسې توګه بهانې لټوي چې کابل ته اخراج ممکن نه دی، خو په ورته وخت کې نور هېوادونه لکه ترکیه له ډېرې مودې راهیسې غیرقانوني کډوال کابل ته اخراجوي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
هغه ټینګار وکړ چې ګواښ پېښونکي افغانان او هغه نور یې چې درانه جرمونه یې ترسره کړي، باید ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي. 
د المان د فدرالي پولیسو مرستیال هایکو تګاتس هم د چارتر الوتکو له لارې افغانستان ته د دغو کسانو لېږل د عمل وړ بولي. 

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د آلمان فدرالي حکومت د افغانانو د منلو د پروګرام د اوسني وضعیت په اړه د المان د کیڼ اړخي ګوند د غړې کلارا بنګر د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د اکتوبر میاشت له پای څخه راهیسې شاوخوا ۳۱۰۰ افغانان چې تر ګواښ لاندې وو، المان ته یې سفر کړی.» حکومت ویلي چې سږ کال تمه ده د هغو افغانانو لپاره پروسه پیل کړي چې پاکستان ته تللي دي.

میرمن بونګر وویل: «زیاتره کډوال په پاکستان او ایران کې نیول کېږي او افغانستان ته اخراج کېږي. په مبهم ډول په پاکستان کې د افغانانو لپاره د بیا میشتیدو پروګرام اعلانول کافي نه دی.»