1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي آلمان افغانستان ته د کډوالو اخراج ودروي

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د کرونا ويروس پر وبا سربيره هم آلمان د مارچ پر ۱۲ نيټه رد شوي افغان کډوال کابل ته وليږدول. په نړيواله کچه د ويروس خپريدو او د نړيوال هوايي ترافيک تړل کيدو ته په کتو سره ښايي دا د اوس له پاره د خپل ډول وورستۍ پرواز وي.

https://p.dw.com/p/3Zf1L
Afghanistan Migranten aus Deutschland abgeschoben
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini

د آلمان د کورنيو چارو وزارت څخه د دويچه ویله پوښتنې ډيرې روښانه ترتيب شوې وې:

۱ـ آیا د کورنيو چارو وزارت به د کرونا ويروس له کبله افغانستان ته ډله ايز اخراج وځنډوي؟

۲ـ که هو، نو په کوم دليل او د څومره مودې له پاره؟

۳ـ که نه، نو ولې؟

د کورنيو چارو وزارت له خوا په ليکلي بڼه ورکړل شويو ځوابونو کې د روښانه وضاحت څخه ډډه شوې ده خو يو څه روښانه تمايل یې لاره.

په ډېر احتمال سره به د کرونا ويروس له کبله افغانستان ته د مهاجر د اخراج لړۍ وځنډيږي، آن که اوس څوک په رسمي توګه د اخراج د درولو د قانوني مودې په اړه څه نه وايي.

د آلمان د کورنيو چارو له خوا دويچه ويله ته ويل شوي: «د کرونا ويروس په تړاو نړيوال وضعيت ډېر ناڅرګند دی. يو شمیر هيوادونه بهرني اتباعو ته د داخليدو اجازه نه ورکوي يا یې په ځينو استثناو سره دغه اجازه محدوده کړې ده. طبعاً اخراجونه به هم د مسافرو د دغه نړيوالو ترافيکي اصولو تر اغيز لاندې وي.»

د اروپا د پولو ساتنې اداره د ډله ایز اخراج مصارف مني

په آلمان کې د مهاجرو د اخراج موضوع په سياسي توګه يوه ډېره حساسه موضوع ده. ښی اړخه افراطي سياستوال د مهاجرو د ژر تر ژره اخراجولو په غوښتنې سره دا مسئله د مهاجرو پر ضد د کرکې د پيدا کولو له پاره کاروي. دمګړۍ په آلمان کې ۲۴۳۰۰ داسې افغانان ژوند کوي چې بايد اخراج شي، ځکه د پناه غوښتنې یې رد شوي دي.

کابل ته وروستۍ ډله ايز اخراج د مارچ مياشتي پر دولسمه نيټه ترسره شو. په يوه چارتر الوتکه کې ۳۹ افغانان چې ۲۲ یې په جرمونو کې لاس درلود، سپاره ول. ۹۴ افسران چې لږ تر لږه دوه یې پوليس ول، دغه کسان یې د پرواز پر وخت بدرګه کول.

د فرونتکس په نوم د اروپا د بهرنيو پولو د ساتنې اداره په چارتر الوتکه کې د دغه ډول ډله ایزو اخراجونو لکښت پر غاړه اخلي. د دغه آژانس په حواله پر دغه ډول هر پرواز ۳۴۲ زره يورو مصرف راځي.

د افغانستان د حکومت غوښتنه

دمګړۍ د آلمان حکومت خپلو اتباعو او دلته ميشتو کسانو ته خبرداری ورکوي چې هیڅ داخلي او بهرني سفرونه دی نه کوي او د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو سفرونو څخه هم خبرداری جاري کړی دی.

د آلمان فدرالي او ايالتي پوليسو ته د نورو دندو ترڅنګ د سرحدونو د کنترول دنده هم سپارل شوې ده. آلمان د اروپايي ټولنې له نورو مشرانو سره په شریکه د اتحادیې غړيو هيوادونو ته د بهرنيو اتباعو پر داخليدو بندیز لګولی دی او د هغو آلمانانو د راوستلو هڅه کوي چې په نورو هيوادونو کې د پروازونو د لغوه کیدو له وجې بند پاته دي.

د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت هم له آلمان او نورو اروپايي هيوادونو څخه تیره اوونۍ د اخراجونو د ځنډولو غوښتنه وکړه. د افغانستان د مهاجرو چارو وزيرې ډاکتر عالمې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «په داسې حال کې چې د کرونا ويروس له کبله هره ورځ له ايران څخه تر لسو زرو زيات افغانان بيرته افغانستان ته راګرځي، وزارت یې د هغوی له پاره د امکاناتو په برابرولو بوخت دی او له دې کبله د اروپايي هيوادونو څخه د اخراج شويو مهاجرو له پاره د امکاناتو د برابرولو وړتيا نه لري.»  نوموړې وويل چې ځينو هيوادونو لکه بريتانيا، ډنمارک او فنلند اخراجونه درولي دي.

زموږ له آرشیف څخه: