1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د داخلي مسایلو ویاند، الکساندر تروم د دغه هیواد له داخله وزیري، نېنسي فایزر څخه غوښتي چي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو اسلام پالو استول بیرته ممکنه کړي.

https://p.dw.com/p/4NSQz
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
د مخکنیو حکومتونو پر وخت د جرمني څخه د افغانانو د اخراج یو عکسانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په هغه یوه لیک کي چي یې وزیري ته لېږلی او د جرمني د خبري آژانس سره پروت دی، راغلي دي چي ترکیه په طیارو کي افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي، د کابل هوايي میدان خلاص او فعاله دی. حکومت همدارنګه د پخوانیو محلي همکارانو او تر ډیر خطرلاندي افغانانو د راایستلو او قبولی عملي حل لاري پیدا کړي دي.

د بادن ویرتنبیرګ د مسیحي دیموکراټانو دغه وکیل پرون دوشنبه ماپښین داخله وزیري ته ليکلي دي، په همدې دلیل د جرمني ولس ته څوک قناعت نسي ورکولای چي ولي حتی «په سختو او خطرناکو قضیو کي هم څوک نسي اخراجیدلای».

دا هم په داسي حال کي ده چي په بادن ویرتنبیرګ ایالت کي د الکساندر تروم د ګوند څخه د ادغام وزیري، ماریون ګینټګیس او فایزر له ډېر وخت راهیسي د دغسو قضیو په هکله اختلاف سره لري.

Abschiebung von Flüchtlingen nach Afghanistan | Protest
د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاجونهانځور: Alexander Pohl/NurPhoto/picture alliance

ګینټګیس کوښښ کوي چي په الیرکیرشبیرګ ناحیه کي د جنسي تجاوز په دلیل محکوم سوي افغانان اخراج کړي. خو مرکزي حکومت د هغوی اخراج ردوي او دې ته اشاره کوي، چي افغانستان ته د ۲۰۲۱م کال په اګست کي اخراج بند سوی دی. د هغه دلیل په افغانستان کي امنیتي حالت راوړل کیږي.

الکساندر تروم فایزر ته پخپل خط کي پرهغې باندي سخت انتقاد هم کړی دی. دی لیکي: «تاسي په خپلي عدم توانايي سره عام ولس د نور لا ډیر خطر سره مخامخ کوی او په خلګو کي د کومکونو د سرته رسولو تمایل راکموی».

د اخراج په هکله یو بل مطلب ولولی:  په روان کال کې نږدې ۱۲۰۰۰ مهاجر له المانه اخراج شوي

هغه دا ومنل چي اوسنی افغان حکومت د خبرو «مشکل اړخ» دی. مګر سربیره پردې د طالبانو سره په مختلفو برخو کي خبري جریان لري. 

مخکي تر دې چي تقریباً یونیم کال دمخه طالبان بیرته کابل ترخپل کنټرول لاندي راولي، ایالتونو د جرمني د فدرالي پولیسو په همکارۍ په منظم ډول سره مجرمین او خطرناکه اسلام پالان او همدارنګه نور رد سوي افغانان، ترټولو دمخه نارینه افغانستان ته استول.

پدې ارتباط یو بل مطلب: رپوټ: ترکي او ايراني چارواکو ۱۴ افغان مهاجر وژلي

د جرمني د حکومت په حواله د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتي تر اخره پوري په دغه هیواد کي مجموعاً ۲۶۶۸۲ داسي افغانان اوسیدل چي باید افغانستان ته استول سوي وای. خو د هغوی اکثریت بیا مؤقتي «ډولدونګ» ویزې لري.

دا داسي کسان دي چي اخراج یې په مختلفو دلایلو سره ممکن نه دی. مثلاً هغوی د هویت اسناد نه لري او یا مریضان دي چي په خپل هیواد کي یې علاج ممکن نه دی. 

زموږ د  آرشیف څخه یو انځوریز البوم: