طالبان: په امریکا کې فېرونه له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه
په دغه پیښه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي گارډ دوه سرتیري سخت ټپیان سول چې یوې سرتیرې د خپلو ټپیانو له امله ساه ورکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په افغانستان کې د یوې ناستې په ترڅ کې ویلي دي: »هغه کس چې دا کار یې ترسره کړی دی د امریکایانو له خوا یې روزنه ترلاسه کړې وه.« دا نوموړې پیښې ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا لومړنی رسمي غبرگون دی.
اړونده موضوع: په واشنگټن کې د فېرونو پېښه د افغانانو د پراخې اندیښنې سبب سوې ده
متقي په دغه وینا کې چې د هغه د دفتر له خوا د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره سوه، ویلي دي:«له همدې کبله دغه پیښه د افغانستان له حکومت سره تړاو نه لري.»
د امریکايي چارواکو په حواله، رحمن الله د امریکا د مرکزي استخباراتو د سازمان (سي آی اې) همکار ځواک و چې په افغانستان کې له طالبانو سره جنگیده. هغه په ۲۰۲۱ م کال کې له نوموړي هیواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سو.
امیرخان متقي ویلی دي:«هغوی دغه سړي ته روزنه ورکړې وه، هغه یې گومارلی و او د یوې غیرقانوني پروسې له لارې چې له نړیوالو اصولو سره یې مطابقت نه درلود، افغانستان یې پریښود.»
له نوموړې پیښې وروسته، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د افغانستان د ټولو اتباعو له پاره د ویزو صادرول وځنډول او له دغه هیواد څخه یې د پناه غوښتنې د ټولو دوسیو په هکله پریکړه په ټپه ودروله.