«د کابل په هوايي ډګر کې په بريد تورن کس ناسم اعتراف کړی وو»
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱, سهشنبه
دغه کس هغه وخت ونيول شو چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له ګډوډۍ سره مل تخلیې پر وخت د کابل په هوايي ډګر کې د يوه ځانمرګي بريد په تړاو «اسلامي دولت» ډلې پر يوه شکمن غړي تورونه لګول شوي ول.
د محمد ش. په نامه پر دغه کس باندې تور دی چې ځانمرګی بريدګر یې تر هغه بريد دمخه چې د ۱۳ امريکايي سرتیرو په ګډون یې شا او خوا ۲۰۰ کسان وژلي ول، تر هوايي ډګره بدرګه کړی وو.
اړونده موضوع: امریکا: طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید اصلي طراح وواژه
د امريکا فدرالي پوليسو (FBI) له دغه کس تر نيول کيدو وروسته له هغه څخه د څو ورځو په اوږدو څو ساعته پوښتنې ګرويږنې کړې وې.
خو د تورن کس وکیلانو ويلي دي چې هغه د بريد په پلان کې هیڅ نقش نه درلود او زیاته کړې یې ده چې دغه افغان ناسم اعتراف کړی وو.
مدافع وکيل جیريمي کامينس، د محاکمې د پيليدو پر وخت وويل: «د متحده ایالاتو حکومت په اشتباه سره دغه سړی نیولی دی. همدا علت دی چې موږ وياړو چې په دې محاکمه کې له محمد. ش استازيتوب کوو.»
د عدلیې وزارت څارنوال جان ګېبس، وويل چې محمد ش. له يوه خبريال سره په خبرو کې د امريکايي «صليبي جنګيالو يا اورپکو» د وژلو خبره کړې وه چې «په امريکا کې د سبتمپر د ۱۱مې نيټې تر ترهګریزو بريدونو وروسته یې د هغه ټاټوبي اشغال کړی وو.»
اړونده موضوع: پنټاګون: د کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید په بم کې د بالبيرينګ ساچمې کارول شوې وې
د ګيبس، په حواله محمد ش. خبريال ته ویلي ول: «احساس مې يوازې همدا وو چې صليبي اورپکي ونيسم او ویې وژنم.»
ګيبس، وويل چې تورن کس د اف بي آې چارواکو ته ويلي ول چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې د اسلامي دولت ډلې له سيمه ایزې څانګې «داعش خراسان» سره يوځای شوی وو. نوموړي د کابل د هوايي ډګر په بريد کې لاس لرل رد کړي ول او خو هغه چارواکو ته ويلي ول چې د داعش خراسان له پاره یې «ډېر نور څه» کړي دي.
ولسمشر دونالد ترمپ، د ۲۰۲۵م کال په مارچ مياشت کې د امريکا د وضعيت په اړه په خپله وينا کې د محمد ش. د نيول کيدو اعلان وکړ. تر دې يوه ورځ وروسته بيا تورن کس امريکا ته ورسیده چېرې چې هغه د مجرم پيژندل کيدو په صورت کې د عمر بند د سزا له خطر سره مخامخ دی.
د ورجينيا ايالت په الکساندريا کې د دوشنبې په ورځ د محاکمې پر وخت د منصفه پلاوي دولس غړي او درې بديل غړي ټاکل شوي ول. انتظار کيږي چې دا محاکمه به يوه اونۍ دوام وکړي.
په کابل کې د ۲۰۲۱م کال ځانمرګی بريد
د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۶مه نيټه کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه د تخلیې پر عملياتو بوخت ول، يوه ځانمرګي بريد ګر د کابل هوايي ډګر ته داخليدو پر يوه نقطه چې آبي ګيټ بلل کیږي، چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. په دې بريد د ۱۳ امريکايي عسکرو په ګډون تقريباً ۱۶۰ افغانان ووژل شول.
د امريکا د مرکزي قوماندې د يوې پلټنې په ترڅ کې وموندل شوه چې د آبي ګيت بريدګر عبدالرحمان ل. نوميده او د اسلامي دولت ډلې يو غړی وو چې طالبانو د افغانستان له يوه زندان څخه آزاد کړی وو.
اړونده موضوع:
د اف بي آې څرګندونو په حواله محمد ش. شکمن بريدګر د يوه فعال غړي په توګه پيژندلی چې دی ورسره په زندان کې اشنا شوی وو.
محمد ش. د داعش – خراسان سره په تړاو لرونکو نورو بريدونو کې په لاس لرلو هم تورن دی. اف بي آې ویلي دي چې هغه د ۲۰۲۴م کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې د کنسرت پر سالون د بريد تر مخه د وسلو په سمه توګه د کارولو په اړه لارښوونې هم کړې وې. د مسکو په دې بريد کې د ۱۴۰ په شا او خوا کې کسان وژل شوي ول.
ناسم اعتراف
کیمنس، وویل چې له محمد ش. څخه په پاکستان کې د توقيف پر مهال په زور اعتراف اخیستل شوی دی. مدافع وکیل منصفه پلاوي ته وويل چې د هوايي ډګر بريد ښايي «داخلي کار» وي چې د هغو خواخوږي لرونکو تندلارو طالبانو له لوري پکې مرسته شوي وي چې په واک کې ول او په دغه ورځ یې د هوایي ډګر د امنيت په ساتنه کې مرسته کوله.
کیمنس، زياته کړه: «پاکستانيانو غوښتل چې هغه اعتراف وکړي او د هغوی استخباراتي خدمات خلک شکنجه کوي.»