1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون: کابل هوايي ډګر مخې ځانمرګی بريد د «مخنيوي وړ نه وو»

۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبه

د امریکا د يو پوځي تحقیق پایلې ښودلې ده چې د کابل هوايي ډګر مخې ته تیرکال د تخليې پر مهال د ځانمرګي بریدګر په بم کې نژدې ۹ کيلوګرامه چاوديدونکي مواد او د بالبیرینګ ساچمې کارول شوې وې. برید يو کس کړی او د مخنيوي وړ نه وو.

https://p.dw.com/p/46ZGv
Afghanistan Kabul |  Evakuierung am Hamid Karzai International Airport
انځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS

دغه ځانمرګی برید د اګست مياشتې په ۲۶ مه د کابل هوايي ډګر یوې ورودي دروازې مخې ته وشو چې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر په کې ووژل شول. په وژل شوو امریکايانو کې ۱۱ تنه يې د سمندري ځواکونو، یو عسکر او یو کښتۍ چلوونکی وو. دغه چاودنه داسې وخت وشوه چې له پنجشیر ولایت پرته، ټول افغانستان طالبانو تصرف کړی وو، د غني په مشرۍ پخوانی حکومت سقوط شوی وو، په افغانستان کې میشت وروستي بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې وو او د کابل هوايي ډګر مخې ته په زرونو افغانان بهر ته د تلو په تمه راټول شوي وو. چاودنه د خلکو په منځ کې وشوه او مسئوليت يې داعش ډلې ومانه.

پوځي چارواکو د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۴مه) په پنټاګون یا د امریکا په دفاع وزارت کې د يادې چاودنې په اړه توضيحات او د چاودنې د دقيقه په دقیقه تصویرونه خپاره کړل. ویل شوي چې په دې اړه نژدې شل صفحې مختصر شوي اسناد چې انځورنه هم په کې دي، برابر شوي دي. دغو انځورونو کې افغانان ښودل کيږي چې هڅه کوي هوايي ډګر ته داخل شي او ځينې اسناد ټکان ورکونکي دي.

اسوشتيد پریس په دې اړه لیکلي دي چې دغه پوځي تحقیق ښودلې ده چې دغه چاودنه د یوه کس له خوا شوې، او ډیری کسانو د شدیدو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Afghanistan Kabul | Flüchtlinge warten vor dem Flughafen
د تیرکال اګست مياشتې ۲۲مې يو انځور؛ د کابل هوايي ډګر شاوخوا ته راټول شوي افغانان او امریکايي ځواکونهانځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture alliance

په ابتدا کې داسې ویل شوي وو چې دا یوه پيچلې حمله وه او د ځان مرګي بریدګر تر څنګ د داعش ډلې نورو جنګياليو په کې ډزې هم کړي دي، خو نوي تحقيقات ښيي چې برید د یوه کس له خوا شوی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې رئيس، جنرال فرانک مک کينزي په دې اړه وويل: «حمله کونکي په چاوديدنکو موادو کې د بالبیرینګ له ساچمو څخه استفاده کړې چې د کابل هوايي ډګر د آبي دروازې مخې ته د لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانانو او ۱۳ امریکايانو د وژل کیدو سبب وګرځيده.»

هغه زیاته کړه چې په دغې چاودنه کې ټول ټال ۵۸ امریکايي سرتيري وژل شوي او ټپيان شوي دي. پر وينا يې سربيره پر دې چې دغو سرتيرو، زرې خولۍ او واسکټونه هم درلودل خو د بدن هغه برخې يې چې زرې پوښښ يې نه درلود، ټپونه اخیستي ول.

تحقیق کونکي وايي چې داسې ښکاري چې ځانمرګی بریدګر د طالبانو او نورو امنيتي دروازو څخه په راتاويدو، ځان ورودي دروازې ته رسولی وو.

دوی زیاتوي، داسې معلوميږي چې طالبانو د دا ډول يوې حملې په اړه معلومات نه درلودل، که څه هم لازم امنيتي تدابیر نيول شوي ول خو د هغې ورځې په استخباراتي معلوماتو کې د یوې احتمالي چاودنې خبره مشخصه شوې نه وه.

Afghanistan Kabul Satellitenbild Hamid Karzai International Airport
د کابل هوايي ډګر له سټلایټ څخه اخیستل شوی انځور چې د ابې ګيټ هم په کې ښکاريانځور: Maxar Technologies/AP/dpa/picture alliance

امریکايي جنرال لنس کورتيس چې د دغه تحقیق مشري يې کړې وايي: «زموږ د تحقیقاتو پر اساس، د تکتيکي سطوحو له مخې دغه برید د مخنيوي وړ نه وو.»

پوځي چارواکو ويلي دي، موندل شوې چې هغه وخت تر چاودنې وروسته امريکايي او بريتانيايي ځواکونو د خبرداري ډزې کړي، خو په دغو ډزو کې څوک وژل شوي يا ټپيان شوي نه دي.

جنرال مک کینزې وويل چې په بم کې د بالبيرنګ ۵ ميلي متره ساچمې کارول شوي دي، چې ټپونه يې د ټوپګ په ګولۍ رامنځ ته شوي ټپونو ته ورته والی لري. هغه زياته کړه په سيمه کې میشتو سرتيرو يو څه د خبرداري ډزې وکړې چې د نورو له خوا داسې باور وشو چې حمله له ډزو سره مله وه.

په رپوټ کې زیاته شوې که څه هم د برید تلفات او زخميان ډير ول خو د شلو دقیقو په منځ کې ټول مړي او ټپیان له سیمې ولیږدول شول. په تحقیق کې دا هم ويل شوي چې هغه مهال د کابل هوايي ډګر ته نژدې په څو سیمو کې طبي پرسونل، له هغې ډلې د جراحانو يوه ډله، يو روغتون او په کافي اندازه وينه موجوده وه.

ا.پ/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم هم کتلی شئ!