1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

طالبان: بلخ کې عملیاتو کې مو داعش وسله‌وال وژلي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې تېره شپه یې شمالي بلخ ولایت کې پر داعش وسله‌والي ډلې عملیات کړي او ګڼ داعشیان یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4OsMs
افغانستان کې د طالبانو ادارې عسکر
افغانستان کې د طالبانو ادارې عسکرانځور: Stringer/AA/picture alliance

طالب ویاند ذبېح الله مجاهد د شنبې پر سهار پر خپل ټویټر د دغو عملیاتو خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي چې دغه عملیات د مزار شریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د داعش ډلې پر درېو پټنځایونو شوي دي، چې پکې «ګڼ شمېر» داعش وسله وال وژل شوي؛ خو د وژل شویو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

نوموړي لیکلي: «تیره شپه ناوخته د الله ج په نصرت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو له خوا د بلخ مرکز مزار ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د خوارجو په دریو پټنځایونو ځپونکي عمليات شوي. ګڼ شمير داعشي خوارج وژل شوي، وسلې اومهمات یې نیول شوي، يو مجاهد هم زخمي شوی دی.»

 

ذبېح الله مجاهد ویلي، چې د دغو عملیاتو بشپړ جزئیات به وروسته رسنیز کړي.

هاخوا د بلخ د امنیې قومندانۍ له لوري رسنیو ته استول شوې خبرپاڼې کې د تېرې شپې عملیات په پنځه، اتمه او لسمه ناحیه کې ښودل شوي او زیاته شوې، چې دغو عملیاتو کې پنځه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

امریکايي جنرال: داعش ښايي پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي

د بلخ د امنیې قومندانۍ خبرپاڼې کې راغلي، چې یاد عملیات د طالبانو د استخباراتو ځواکونو کړي، چې د وسله والو او طالبانو تر منځ پکې جګړه هم شوې ده.

طالبان وايي، بېګانیو عملیاتو کې یې یو عسکر ټپي شوی دی.

له بلې خوا، له سیمې عیني  شاهدانو او ځايي خبریالانو لیکلي، چې تېره شپه د بلخ مرکز کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېدل او د شپې تر ناوخته جګړې دوام درلود.

افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، د ارشیف انځور
افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د تېرې شنبې پر ورځ بلخ کې د خبریالانو یوې غونډې کې چاودنه شوې وه، چې د دوو کسانو د وژل کېدو تر څنګ پکې شپاړس خبریالان او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي وو. د دغې پېښې مسئولیت بیا وروسته داعش ډلې ومانه. 

تر دغې پېښې وړاندې بیا یوه ځانمرګي برید کې د بلخ له پاره د طالبانو والي داود مزمل له خپلو دوو ساتونکیو سره ووژل شو، چې د هغې پېښې مسئولیت هم داعش ډلې منلی دی.

داعش د طالبانو د بلخ پر والي د برید مسئولیت منلی

افغانستان کې د طالبانو اداره داسې حال کې د دوی په ټکو، د داعش ډلې پر دریو پټنځایونو کې د عملیاتو او دغې ډلې ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي، چې همدا دوه ورځې مخکې د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سینټکام عمومي قومندان جنرال مایکل کوریلا خبر داری ورکړی، چې ښايي تر راتلونکیو شپږو میاشتو د داعش ډلې خراسان څانګه د دې وړتیا پیدا کړي، چې له افغانستانه بهر پر امریکا او د هغې پر لویدیځو متحدینو بریدونه وکړي.

طالب ویاند ذبېح الله مجاهد بیا دویچه ویلې سره خبرو کې د جنرال کوریلا خبرې رد کړې.

افغانستان: هغه داعشيان چې له حکومت سره يوځای شوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب