1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د طالبانو د بلخ پر والي د برید مسئولیت منلی

۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

داعش ډلي په بلخ ولایت کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت چې د طالبانو والي پکې ووژل سو منلی دی. په دغه برید کې د دوو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/4OUKr
افغانستان/ مزارشریف ښار
افغانستان/ مزارشریف ښارانځور: DW / Safi

د طالبانو حکومت د بلخ والي محمد داود مزمل، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۹) د ولایت په مقام کې ووژل شو.

داعش وسله والې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.

دا اعلامیه د «اعماق نیوز» په نوم د دې ډلې یوې تبلیغاتې پاڼې خپور کړی او ادعا یې کړې چې، «یوه جنګیالي یې د طالبانو د والي په دفتر کې خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړې ده.»

اړوند مطالب:د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي

محمد داود مزمل د طالبانو حکومت په لومړیو کې د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی ؤ او په هغه ولایت کې یې د داعش پرضد د عملیاتو مشري کوله او تېر کال د بلخ د والي په توګه وګومارل شو.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې محمد داود مزمل له یوه ولسي وګړي سره په یوه چاودنه کې وژل شوي.

هغه دغه برید د «اسلام د دښمنانو» کار بللی.