1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: هرات کې شپږ داعش وسله‌وال وژل شوي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

په هرات کې د طالبانو ادارې چارواکي وايي، تېره شپه د دغې ولایت مرکز هرات ښار کې د دوی د ځواکونو له لوري د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4OFWi
Afghanistan Vormarsch der Taliban
انځور: AFP

د هرات امنیې قومندانۍ ویاند عبدالله انصاف دویچه ویله ته وویل، دغه عملیات د شنبې پر شپه لس بجې د هرات ښار په څلورمې امنیتي حوزه کې پر یوه کور شوي دي.

دی وايي، وژل شویو داعش وسله والو کې یوه شاوخوا ۲۸ کلنه مېرمن او یو بهرنی وګړی هم شامل دي.

طالبان وايي په کابل کې يې د داعش غړي وژلي دي

عبدالله انصاف وايي، د عملیاتو پر مهال له دغو کسانو پنځه میله وسله، او لس ګرځنده ټلیفونونه تر لاسه شوي. هغه وايي، دغو عملیاتو کې یو طالب هم ټپي شوی دی.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، په وژل شویو کې د داعش ډلې د یوه مشر قاري فاتح چې موده مخکې کابل کې وژل شوی و، ورور هم شامل دی. 

تر اوسه داعش وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستانانځور: Hamed Sarfarazi/AP Photo/picture alliance

طالبانو د داعش د يوه لوړپوړي قومندان د وژلو ادعا کړې

که څه هم پر افغانستان واکمن طالبان داعش ډله د خپل حکومت په وړاندې لوی خطر نه بولي او ډېر کله خو یې آن د داعش شتون رد کړی؛ خو وخت ناوخت پر داعش د عملیاتو او د دغې ډلې د غړو وژلو، ټپي کېدلو او نیولو خبرونه خپروي. داعش ډلې د طالبانو په حکومت باندې د یو شمېر لویو او کوچنیو بریدونو مسئولیت هم منلی دی.

داعش په کابل کې د بريد پړه منلې ده

د چارو شنونکي ګڼي، چې د نورو داخلي مخالفتونو او وسله والو ډلو سربېره داعش وسله واله ډله افغانستان کې د طالبانو ادارې ته په یوه لوی سرخوږي او ګواښ بدلېدای شي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.