1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستانکزی: په بمبار شوي روغتون کې طالبان ول

۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د بې سرحده ډاکترانو روغتون چې امریکایي ځواکونو په کندز کې بمبارد کړ، د یاغیانو له خوا کارول کیده.

https://p.dw.com/p/1GqUg
انځور: picture-alliance/dpa/MSF

محمد معصوم ستانکزي له اسوشېتد پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې په کندز ولایت کې دا روغتون د طالبانو او د هغوی د پاکستاني استخباراتي ملګرو له خوا د یو امن ځاې په توګه کارول کیدی.

دا روغتون د اکتوبر میاشتې پر دریمه نېټه د امریکايي ځواکونو د AC-130 ډوله پوځي الوتکې له خوا بمبارد شو، چې په دې پیښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. د دې روغتون اصلي ودانۍ وجاړه شوه او روغتون اوس بند دی.

د بې سرحده ډاکترانو خیریه سازمان (MSF) په وار وار سره د يرغل پر مهال په روغتون کې د طالبانو شتون رد کړ.

په افغانستان کې د دې سازمان د اړيکو مسئوله کیت ستیګمان، د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ په تکرار سره ویلي دي چې د کندز ښار په دې روغتون کې زموږ همکارانو په وار وار سره ویلي دي چې د بمبارد په وخت کې په روغتون کې وسله وال طالبان نه ول.»

ستانکزي ویلي دي چې د دې روغتون پر دیوالونو د طالبانو بیرغونه پورته شوي وو. ستانکزي زیاته کړې ده: «هغوی غوښتل چې له دې ځاې څخه د امن خوني په توګه ګټه واخلي ځکه په دې هر څوک پوهیږي چې زموږ امنیتې ځواکوونه او نړیوال ځواکونه د روغتونونو په نښه کولو کې ډیر احتیاط کوي، خو که چیري د روغتون د یوه دیوال پر سر د طالبانو بیرغ وي تاسو څه فکر کولای شئ؟»

هغه د پاکستان استخباراتي سازمان ISI ته په اشارې سره ویلي دي: «زه وایم چې دا روغتون د هغو کسانو له خوا کاریدی چې د حکومت پر ضد جنګیدل، کیدای شي طالبان یا هم د پاکستان د استخباراتي سازمان ISI غړي وي.»

د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه طالبانو د یو ناڅاپي حملې په ترڅ کې د کندز ښار اداره په لاس کې ونیوله او دري ورځې یي په دې ښار کې چور او قتلونه وکړل، څو د اکتوبر مياشتي پر اوله نېټه دولتي ځواک بيرته دغه ښار ته ننوت او طالبان وتښتېدل.

دغه روغتون د اکتوبر مياشتي پر دریمه نېټه د سهار تر دوو بجو وروسته څو ځلي بمبارد شو. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، د دې پیښې له کبله بخښنه غوښتې او د امریکایي او ناتو ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل هم ویلي دي چې دا یوه تېروتنه وه او افغان ځواکونو د دې برید غوښتنه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب