1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا امریکایانو د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې عمل کړی؟

۱۳۹۴ مهر ۱۵, چهارشنبه

امریکايي ځواکونو د کندز پر یوه روغتون باندې برید یوه «اشتباه» بللې ده. د برید په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې ښيي چې کیدای شي دغه برید په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو له عملیاتي صلاحیت څخه لوړ وي.

https://p.dw.com/p/1Gjiu
Afghanistan Angriff Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/MSF

امریکایي چارواکو په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې د برید د عواقبو په اړه له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده ځکه اوس هم د پیښې په اړه د افغان حکومت او امريکايي ځواکونو څیړنې روانې دي. په دغه بريد کې ۲۲ ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوړپوړي قوماند جنرال جان کمپیل، د سه شنبې په ورځ د سنا یوې کمیټې ته وویل چې هغه غواړي په افغانستان کې ټولو میشتو امریکایي سرتیرو ته هغه نوي شرایط زده کړي چې له مخې یې امریکایي ځواکونه کوالی شي له وسلو څخه کار واخلي.

هغه ویلي دي: «د دې په خاطر چې په راتلونکې کې له دغه شان پیښو څخه مخنیوی وشي، ما هدایت ورکړی دی چې [په افغانستان کې میشت] ټول ځواک زموږ د عملیاتي صلاحیتونو او په جګړه کې د ښکیلیدو شرایط په ژوره توګه له سره زده کړي.»

ه افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوړپوړي قوماند جنرال جان کمپیل
ه افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوړپوړي قوماند جنرال جان کمپیلانځور: Getty Images

که څه هم کمپیل د پیښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل، خو د هغه څرګندونو دا خبره رسوله چې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې برید د یوې سهوې په پایله کې ترسره شوی دی. د هغه خبرې دا موضوع رسوي چې که د برید هدف یو روغتون او تلفات یې هم ټول ملکيان نه وای، نو بیا هم دغه برید د یوې سهوې په پایله کې ترسره شوی دی.

کمپل ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندز د بیا نیونې عملیاتو پر مهال له امریکایي ځواکونو څخه د هوایي ملاتړ غوښتنه کړې وه. د هغه په خبره په سیمه کې نږدې د امریکایي ځانګړو ځواکونو یو واحد له AC – 130 ډوله امریکايي الوتکې سره په تماس کې وو او تر هغه وروسته پر روغتون باندې برید شوی دی.

امریکایي ځواکو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او خپل نوی ماموریت یې چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته د تجهیزاتو ورکول دي، پیل کړ. پر دې سربیره امریکایي ځواکونه اوس هم په افغانستان کې د ترهګري ضد عملیات ترسره کوي. تر ۲۰۱۴ کال وروسته امریکایي ځواکونه په درو مواردو کې له پوځي ځواک څخه استفاده کوي: له امریکایي او یا هم د ایتلافي ځواکونو څخه د محافظت په موخه، د القاعدې د بقایاو د له منځه وړلو په عملیاتو کې د همکاري په موخه، او له افغان امنیتي ځواکونو سره په خاصو شرایطو کې د مرسته کولو په موخه.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دغو درو شرایطو څخه د کوم له مخې یې په کندز کې هوایي برید ترسره شوی دی. کمپیل ویلي دي چې د کندز د برید پر مهال په مستقیمه توګه امریکایي ځواکونو ته کوم ګواښ نه وو متوجه او په سیمه کې هم د القاعدې پاتې شونې موجودې نه وې.

تر دې مخکې د روان کال په جون میاشت کې امریکایي ځواکونو د امریکا کانګرس ته یو رپوټ واستوه چې په کې راغلي وو چې دغه ځواکونه نور نه شي کولای پر هغو کسانو باندې بریدونه وکړي چې یوازې له طالبانو سره اړیکې لري. خو رپوټ زیاته کړې وه چې یو وګړی امریکایي او ایتلافي ځواکونو ته ګواښ رامنځ ته کړي نو ورباندې برید ترسره کیدای شي. رپوټ ویلي وو: «د بیلګې په توګه امریکایي ځواکونه نور پر یوه کس باندې یوازې له دې کبله چې هغه له طالبانو سره اړیکه لري، برید نه کوي. خو که د طالبانو یو غړی امریکایي او ایتلافي ځواکونو ته ګواښ رامنځ ته کړي او یا دا چې له القاعدې څخه مستیقم ملاتړ وکړي، نو امریکایي ځواکونه به یې پر وړاندې مناسب اقدامات وکړي.»

کمپیل منلي ده چې که څه هم په کندز کې د وروستي برید غوښتنه افغان امنیتي ځواکونو کړې وه، خو بیا هم مسوولیت د امریکایي ځواکونو پر غاړه ده: «غواړم واضیح ووایم چې له هوايي ځواک څخه د استفادې پریکړه د امریکایي ځواکونو وه، او د امریکايي ځواکونو له خوا هم نیول شوې وه. موږ د اشتباه له مخې روغتون په نښه کړ. موږ به هیڅ وخت هم په قصدي توګه پر روغتیایي ودانیو باندې برید و نه کړو.»

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د دغه هیواد د دفاع وزیر هم د پیښې په اړه د ژورو څیړنو ژمنه کړې ده. خو یو شمیر نړیوال سازمانونه بیا د مستقلو څیړنو غوښتنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب