روسيه :په افغانستان کي دنشه يي توکوپرضد د مبارزې غوښتنه
۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبهدروسيې هيله داده چي په افغانستان کي دنشه يي توکو دتوليد اوسوداګرې پرضد دي په کله سره مبارزه وشي .
دغه خبره پرون په کابل کي دروسيې دفدراسيون دنشه يي توکو دکنترول او دڅارنۍ دچاروسروال Viktor Ivanov کړې اووايي چي بايد دنړيوالو په مرسته دنشه يي توکودکرني او سوداګرۍ په ضد اغيزمنه مبارزه وشي . طبعا بايد دغه مبارزه زياته اغيزمنه مبارزه وي، تر هغه حده پوري چي بايد په ټول افغانستان ، په تيره بيا ددغه هيواد په جنوبي سيمو کي ددغه زيامن بوټي ريښې ورکي شي .
ويکتورايوانوف دغه خبره په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي کړيده .
دنشه يي تو کو سوداګري له هغه ځايه پيل کيږي ، چيري چي دغه مواد کرل کيږي . اوبيا دی وايي چي په افغانستان کي دتوليد شوو کوکناروارزښت په کال کي د 65 ملياردو ډالرو په شاو خوا کي اټکل کيدای شي .
خو بياهم دافغانستان حکومت بهرنيو مرستو ته اړ بريښي او دغه هيواد هم مالي نيګړتياوي لري او هم دمنابعو او قواوو .
دخبري کنفرانس څخه مخکي، ويکتورايوانوف پردغه موضوع باندي پههغه غونډه کي خبري کړيدي چي د 15 هيوادونوڅخه د 30 استازوپه ګډون په کابل کي جوړه شوې وه، اوپه هغه کي دناټو ،ملګروملتونو اودکابل دحکومت نمايندګانوهم ګډون درلود . په دغه غونډه کي دهغه کسانو يو لست ترتيب شوی چي دوی دنشه يي توکو دلانجې په تجارت کي لاس لري . ايوانوف وايي چي مونږ به پخپل منځ کي ددغه کسانو په هکله معلومات سره تبادله کو .
ايوانوف وايي چي بايد دنشه يي توکو سره اغيزمنه مبارزه وشي ، که څه هم زما په عقيده ،ددغي پديدې پر ضد به پوځي عمليات اغيزمن اقدام نه وي .
څنګه چي دروسيې استازي وايي دافغانستان دنشه يي توکو دسوداګري کلنی ارزښت 65 ملياردو ډالرو ته رسيږي ،چي په دغه پيسو کي دبزګرانو برخه 500 مليونه ډالره اټکل کيږي ، دطالبانو برخه به له 150 مليونو ډالرو څخه تر 300 مليونو ډالرو پوري وي . نوري پاته پيسې يې ټول دنړيوال مافياو جيب ته ورځي او دوی دي چي دنشه يي توکو دتوليد اوسوداګرۍ پلانونه تنظيموي . نو له همدې امله زمونږ عقيده او نظر دادی چي دغه موضوع دپوځي لاري څخه نشي حل کيدلای .
AFPE / فضلي
کتونکی : محمد قاسم نوري