1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه له چين او بېلاروس سره جلا جلا پوځي تمرینات پيلوي

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د روسېې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونه په پام کې لري د اوکراين په ګاونډي هیواد، سپینه روسيه کې پوځي تمرینات پیل کړي. روسېه همدارنګه روانه اوونۍ د چين سمندري ځواکونو سره هم ګډ پوځي تمرینات پيلوي.

https://p.dw.com/p/4L9YW
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسېې او سپېنې روسې ګډ پوځي تمرینات
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسېې او سپېنې روسې ګډ پوځي تمریناتانځور: Russian Defence Ministry/TASS/dpa/picture alliance

په بېلاروس یا سپېنه روسیه کې د ګډو پوځي تمریناتو خبر، د دوشنبې په ورځ انترفاکس خبري آژانس د روسېې د دفاع وزارت له قوله ورکړ. یاد آژانس د روسېې د دفاع وزارت له قوله وويل چې «...د جنګي تکتيکونو تر ترسره کېدوه وروسته به د واحدونو د جنګي وړتياو او جنګي چمتووالي وروستۍ ارزونه ورکړل شي.»

د چين او روسيې ګډ پوځي تمرينات؛ ايران او پاکستان هم په کې ګډون کوي

بېلاروس په اکتوبر میاشت کې له مسکو سره د سيمه ایزو ګډو ځواکونو د پوځي تمریناتو د یو تشکیل اعلان وکړ چې په دې موخه يې په زرونو عسکر د پخواني شوروي اتحاد دغه هېواد ته رسيږي.

په مینسک کې د پوتين او لوکاشينکو کتنه

په عین وخت کې د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين د بېلاروس پلازمينې ته سفر کړی دی څو هلته له ولسشمر الکساندر کوکاشینکو سره خبرې اترې وکړي. د روسېې دفاع وزارت نه دي ويلي چې دغه پوځي تمرینات به کله او په کومه سيمه کې په لاره اچول کيږي، خو دغه اعلان ېې د پوتين او لوکاشینکو تر کتنې څو ساعته مخکې کړی دی.

د آرشیف انځور چې په کې پوتين او لوکاشینکو (منځ) ليدل کيږي. لوکاشینکو چې له ۱۹۹۴ راهیسې په واک کې دی، له اوږدې مودې راهیسې د کريملين یو متحد دی
د آرشیف انځور چې په کې پوتين او لوکاشینکو (منځ) ليدل کيږي. لوکاشینکو چې له ۱۹۹۴ راهیسې په واک کې دی، له اوږدې مودې راهیسې د کريملين یو متحد دیانځور: Mikhail Klimentyev/Russian President Press Office/dpa/picture alliance

لوکاشینکو چې له ۱۹۹۴ راهیسې په واک کې دی، له اوږدې مودې راهیسې د کريملين یو متحد دی. دواړه ولسمشران په داسې حال کې دغه کتنه کوي چې پر اوکراین د روسېې له پوځي يرغله لس میاشتې تيريږي. روسېې په فبرورۍ کې پر اوکراین د بېلاروس حریم په ګډون، له مختلفو استقامتونو حمله وکړه.

چین او روسیه پراخو پوځي تمریناتو ته چمتوالی نیسي

په اکتوبر میاشت کې په سپينه روسيه کې د روسي ځواکونه په مستقر کېدو سره، د دې ويرې زياته شوه چې ښايي بېلاروسي ځواکونه هم له روسيي عسکرو سره د اوکراین په جګړه کې برخه واخلي. خو الکساندر لوکاشينکو په کراتو ويلي دي چې هغه اوکراین ته د خپلو ځواکونو د استولو پلان نه لري.

د زيلنسکي ډاډګیرنه

د اوکراين ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د يکشنبې په ماښام وويل چې «له روسېې او بېلاروس سره د سرحد ساتنه هم یو ثابت لومړيتوب دی.»

اوکراین ژر د ځوابي عملیاتو د پيلولو اعلان کړی

زيلنسکي چې د پوځ له قوماندانو سره تر يوې کتنې وروسته يې ولس ته وینا کوله، زیاته کړه:«موږ ټولو ممکنه دفاعي سناريو ګانو ته د چمتووالي په حال کې يو.»

چین سره د سمندري قواوو ګډ پوځي تمرینات

د روسېې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ همدارنګه وویل چې د روسېې او چين سمندري ځواکونو به د دسمبر له ۲۱مې تر ۲۷ ګډ پوځي تمرینات ولري.

د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې دغه ګډ تمرینات چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې هر کال ترسره کيږي، په کې به د چين شرقي سمندر پر لور توغندي او توپخانه ېې ګولۍ هم توغول کیږي: «د دغو تمریناتو اصلي موخه د روسېې او چين تر منځ د سمندري همکاريو تقویه کول او د اسیا پسفيک سيمه کې د سولې او ثبات تامین دی.»

سپينه روسيه ګډ پوځي تمرینات کوي؛ د اوکراین پخوانی ولسمشر محکمې ته ولاړ

د روسېې یوه جنګي بېړۍ - د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې د روسېې او چين سمندري ځواکونو به د دسمبر له ۲۱مې تر ۲۷ ګډ پوځي تمرینات ولري
د روسېې یوه جنګي بېړۍ - د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې د روسېې او چين سمندري ځواکونو به د دسمبر له ۲۱مې تر ۲۷ ګډ پوځي تمرینات ولريانځور: Vasily Batanov/AFP/Getty Images

پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته، مسکو له بيجنګ سره خپلې سیاسي، امنيتي او اقتصادي اړېکې پراخې کړي دي او د چين رهبر شي جین پنګ ته د خپل غربي اتحاد ضد یو مهم متحد په سترګه ګوري.

په سمندري تمریناتو کې ګډون کونکي ځواکونه

روسيې ويلي دي چې په دغو پوځي تمريناتو کې به ېې د (Varyag missile cruiser) بېړۍ په ګډون، څلور جنګي بېړې برخه واخلي، د چین به پکې شپږ بېړۍ وي. له جنګي بېرېو علاوه به په دغو ګډو پوځي تمریناتو کې د دواړو هیوادونو جنګي جیت الوتکې او چورلکې هم برخه اخلي.

چین د ګډو نظامي تمریناتو پخاطر روسیې ته عسکر لیږلي دي

دغه یوه اوونیز پوځي تمرینات د چهارشنبې په ورځ پيليږي. روسي بيړۍ په هغو کې د ګډون په موخه د دوشنبې په ورځ له ولادي وستوک بندر څخه روانې شوي دي.

چین او روسېې، پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل څو ورځې مخکې، یوه «نامحدوده» ستراتيژيکه همکاري لاسلیک کړې چې له هغه وخت راهیسې چین د اوکراین په تړاو پر روسیه د غرب پر لګولو شوو تحریمونو اندېښنه ښکاره کړې ده. 

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل