1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او بیلاروس د ګډو پوځي تمریناتو پلان لري

۱۴۰۰ دی ۲۷, دوشنبه

د سپينې روسيې یا بیلاروس ولسمشر ويلي دي چې په فبرورۍ میاشت کې روسيې سره ګډ پوځي تمرینات په لاره اچوي. د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ هسپانيا ته ځي چې خپل هسپانوي سیال سره به د نورو موضوعاتو تر څنګ د اوکراين پر کشالې وغږیږي.

https://p.dw.com/p/45d9I
Russland Ukraine | Das russische Militär führt auf der Krim massive Übungen durch
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د سپينې روسيې یا بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د دوشنبې په ورځ حکومتي آژانس بيلتا ته وويل له روسيې سره د ګډو پوځي تمریناتو اعلان په داسې یو وخت کې کوي چې د اوکراين پر سر د روسيې او لويديځ تر منځ وضعیت ډير ترينګلی شوی دی.

د رويټرز په حواله، لوکاشينکو خپل دفاع وزیر ته وويل: «موږ پلان لرو چې په فبرورۍ کې پوځي تمرینات پيل کړو.» هغه زياته کړه ده چې د تمريناتو له پاره د ډير شمیر عسکرو راوستل په دې معنی نه دی چې «موږ يوې جګړې له پاره تیاری نیسو.»

روسيې د اوکراین پولې ته نژدې د ځواکونو پر ځای پر ځای کولو لويديځ او کيف اندیښمن کړي چې ګواکې روسیه په دې کار سره پر اوکراين د یرغل پلان لري. خو روسيې بيا د دا ډول یو پلان لرل رد کړي. د اوکراین پر سر د لويديځ او روسيې په اختلافاتو کې سپينه روسيه د روسيې یو نژدې متحد دی.

Weißrussland | Militärübung mit Russland | Alexander Lukaschenko
د سپينې روسيې ولسشمر، السکاندر لوکاشینکو، له پوځيانو سرهانځور: BelTA/AP Photo/picture alliance

په ورته وخت کې رپوټونه وايي چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ هسپانيا ته ځي او له خپل هسپانوي سيال، پيدرو سانچیس سره به وګوري. د آلمان خبري آژانس وايي چې د دواړه لورو د خبرو په اجندا کې يوه موضوع د اوکراین او روسیې تر منځ روان وضعیت دی. دغه آژانس زیاتوي تمه ده چې دوی به د کرونا وبا د مدیریت، د بريښنا د بيو او د مهاجرت پر موضوعاګانو خبرې وکړي. ويل شوي چې د دوی په اجندا کې به د بحث نور موضوعات هم شامل وي. 

دا په روان میلادي کال کې د اولاف شولڅ لومړنی بهرنی سفر دی. هغه چې په دسمبر کې د آلمان د صدراعظمۍ پر څوکۍ کيناست ډير ژر يې فرانسې، پولند، ايټالیا او همدارنګه اروپايي اتحاديې او ناټو ته سفرونه وکړل.

هسپانيا د نفوس له لحاظه د اروپايي اتحاديې څلورم ستر هیواد دی خو د سترو صنعتي هیوادونو جي ۷، په ډله کې نه دی، اما د جي شل سرمشريزې دايمي میلمه هیواد دی.

Deutschland Berlin | Bundestag | Regierungsbefragung Olaf Scholz
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅانځور: Hannibal Hanschke/REUTERS

د کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې هسپانيا تر آلمان ډير واکسیناسیون کړی دی. دا وخت د هسپانيا لږ تر لږه ۸۵ سلنه نفوس یو دوز واکسين کړی په داسې حال کې چې په آلمان کې دا ارقام ۷۵ سلنه دي.

اسوشتيد پریس په خپل یو بل رپوټ کې وايي چې د اوکراین پخوانی ولسمشر، پيترو پروشینکو د دوشنبې په ورځ له وارسا څخه اکراين ته ولاړ، هغه څوک چې د محکمې له لوري د خیانت له تور سره مخ دی او هغه په خپله په دې باور دی چې دغه تور سیاسي انګیزه لري.

د اوکراین پخوانی ولسمشر، پيترو پروشینکو د کیف په هوايي ډګر کې د خپلو زرونو پلويانو له هرکلي سره مخ شو. د هغه ځینو پلويانو له ځان سره بننرونه ليږدول چې «موږ دیموکراسي غواړو» او «سرکوبول ودروئ» شعارونه پرې ليکل شوي وو. پروشينکو له هوايي ډګر څخه مستقیم محکمې پر لور لاړ څو د محکمې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

يو څارنوال ادعا وکړه چې پروشینکو د اوکراین یو تر ټولو شتمن سوداګر، په ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونو کې د ډبرو سکرو د کان د یوې لویې برخې په خرڅولو کې ښکيل دی چې له لارې يې د اوکراين په ختيځ کې د روسيې پلوه بيلتون غوښتونکو ته مالي مرسته رسولې ده.