1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین ژر د ځوابي عملیاتو د پيلولو اعلان کړی

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

کیف اعلان کړی دی چې د هوا د شرایطو په سمیدو سره به اوکرایني ځواکونه خپل عملیات له سره پیل کړي. د اودیسه په بندري ښار کي د برېښنا سیستم په جزوي ډول بیرته فعاله سوی دی.

https://p.dw.com/p/4KoQZ
Ukraine Cherson | Soldaten der ukrainischen Armee
انځور: Bulent Kilic/AFP

د اوکراین د دفاع وزیر اولکسې ریزنیکوف، په نظر چي د هیواد امنیتي ځواکونه به یې د هوا په سمیدو سره د روسي اشغالگرو پر وړاندي خپل متقابل عملیات له سره پیل کړي. نوموړي وویل:« په اوس وخت کي د سړې هوا له امله، د ټانکونو او نورو نقلیه وسایلو د په کار اچولو له پاره شرایط مناسب نه دي.» ریزنیکوف په اودیسه کي له خپل سویدني سیال پال جانسن، سره د لیدنې پر مهال ټینگار وکړ چي د جگړې په لومړیو کرښو کی د اوسني فعالیت د کموالي دلیل سړه هوا ده.

د هغه په خبره پوځ له دغي موقع څخه استفاده کوي، څو مځکه د یخیو له امله نوره هم کلکه سي او بیا به نو خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې اوکراین پلان ډیر ساده دی: «یعني په موقتي ډول د ټولو اشغال سوو سیمو آزادول، لکه په ۱۹۹۱ م کال کي چې کوم وضعیت وو او د اوکراین سرحدونه په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل سوي ول.» ریزنیکوف ویلي دي چې د سختو نښتو پر دوام سربیره بیا هم د جگړې په لومړۍ کرښه کي د څو اونیو له پاره کوم بدلون نه دی راغلی.

Ukrainischem Verteidigungsminister Oleksij  Resnikow im ukr. Parlament
د اوکراین د دفاع وزیر اولکسې ریزنیکوفانځور: Oleksandr Klymenko/REUTERS

د لوهانسک د والي په وینا، اوکرایني پوځ د کادیفکا په ښار کي یو هوټل ویشتلی چي پکښي د واگنر په نامه د روسیې د خصوصي اجیرې ډلي غړي اوسیږي. سیاستوال سیرهیج گایدای اوکراییني تلویزیون ته ویلي دي چي د نوموړي برید له امله د دغي ډلي ډیری غړي وژل سوي دي. په مسکو کي د دفاع وزارت په دې هکله خپل دریځ نه دی څرگند کړی. د واگنر ډله د روسیې یو نیمه يي ملیشه یي سازمان دی.

په اودیسه کي بریښنا تر یوحده بیرته فعاله سوې

د اوکراین د ولسمشر ولودیمر زیلنسکي په خبره د اودیسه د بندري ښار په ځینو برخوکي د بریښنا سیستم بیرته فعال سوی دی. زیلنسکي په خپله ویډیویي وینا کي وویل چي د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته بیا هم هڅه کیږي چي حد اکثر څه ممکن سي. اودیسه تر ډیره ځایه د بریښنا له کمښت سره مخامخ وه. د نوموړي ښار پر بریښنایی سیستم باندي د روسیې تر هوایی بریدونو وروسته، د اوکراین په جنوب کی پروت د دغه ښار څه د پاسه ۱،۵ میلیونه نفوس د بریښنا له پارچاوۍ سره مخامخ سو.

Ukraine, Krieg | Laden in Odessa während eines Stromausfall
په اودیسه کی پرته له بریښنا څخه د دوکان چلولانځور: Denislav Stoychev/NurPhoto/picture alliance

پر زیربنایي تاسیساتو باندي د روسانو له خوا د بریدونو دوام ته په کتو سره، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ديمترو کولېبا بیا هم په خپل هیواد کي د بریښنا د قطع کیدو امکان ویني. نوموړي آلماني تلویزیون ته وویل چي اوکراین تر ټولو دمخه جنراتورونو ته اړتیا لري چې په خبره یې آلمان پرته له دې هم دا ډول وسایل رااستوي. د هغه په خبره په اول قدم کی مهاجر له ښارونو څخه کلیو ته ځي، چیري چي خلک کولای سي د ځان د تودیدو له پاره له لرگیو استفاده وکړي. کولېبا دا هم ویلي ځیني وګړي به بهر ته ولاړ سي، خو زه فکر نه کوم چی خبره به د میلیونو کسانو وي.

کولېبا:  امریکایی وسلې یوازي د هیواد په دننه کی کاریږي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، دیمترو کولېبا په ښکار ډول وویل چي هیواد یې هیڅ کومه امریکایی وسله له خپل قلمرو څخه دباندي نه کاروي. کولېبا د روسیې پر پوځي هوایی ډگر باندي وروستیو بریدونو ته په کتو سره وویل چي «موږ به دغه ژمنه عملي کړو». په عین وخت کی نوموړي د اوکراین له خوا د ډرون د بریدونو په هکله انتقادونه رد کړل. هغه وویل: «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي اوکراین له منځه یوسي: موږ د ژوندي پاته کیدو له پاره مبارزه کوو. موږ ته باید څوک دا درس را نه کړي چی د کوم شي اجازه لرو او د کوم شي نه.»

Dmytro Kuleba
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیباانځور: Lev Radin/Pacific Press Agency/IMAGO

زیلنسکي د امریکایي مرستو له امله له بایدن څخه مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر جوبایدن سره په تیلیفوني خبرو کي په فبرورۍ میاشت کي په اوکراین کي د روسیې له مداخلې راهیسي د واشنگټن د ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه په خپل تیلیگرام کانال کی لیکلی: «زه د اوکراین له پاره د امریکا متحده ایالاتو له بې ساري ملاتړ او مالي مرستو له امله مننه کوم.»  هغه زیاته کړې: «دا کار نه یوازې د جنگ په میدان کی د بري سبب سوی بلکه د اوکراین د اقتصاد د باثباته کیدوپه برخه کی هم. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د هغو مرستو په ارزښت هم پوهیږو چي د اوکراین د بریښنا د سیستم په بیا فعاله کولو کي یې کړې ده.» 

GP/SR/DW.Online