1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور پایلې، په لسو مخکښو کسانو کې نجونې نشته

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د طالبانو د ملي آزموینو ریاست د سږني کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. په دغې آزموینه کې له هرات ولایته یو هلک تر ټولو ډیرې نمرې اخیستي.سږ کال د لسو غوره کسانو نوملړ کې کومه نجلۍ نشته.

https://p.dw.com/p/4J6oO
Afghanistan Studenten der Universität in Kabul
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Getty Images

د طالبانو د کانکور ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ ( نومبر پنځمه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

په دغې آزموینه کې سلیمان د غلام جیلاني زوی چې د هرات ولایت د سلطان غیاث الدین عالي لیسې څخه فارغ شوی دی، د سږ کال د کانکور په ازموینه کې د ۳۵۵،۴۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی.

د طالبانو له خوا د خپاره شوي نوملړ پر بنسټ، د سږني کال د کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر لسمې شمیرې چې مخکښ کسان ګڼل کیږي کومه نجلۍ نشته.

د لومړي او دریم مقام ګټونکي د هرات معالجوي طب او دویم مقام ګټونکی د کابل معالجوي طب ته بریالي شوي.

د طالبانو د آزموینو ملي ادارې ویلي چې له لومړۍ تر لسمې درجې بریالي شوي ټول د هرات او کابل معالجوي طب ته بریالي شوي. دغې ادارې دا شمیرې نه دي خپرې کړي چې نورو پوهنتونونو ته څومره کسان بریالي شوي.

د نجونو د ښوونځیو بندیدو نجونې له رواني فشارونو سره مخامخ کړي

د طالبانو د ملي ازموينو ادارې مشر عبدالقدیر خاموش د کانکور د ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل، هغه زده کوونکي چې لوړې نمرې يې ترلاسه کړي، خو د خپلې خوښې پوهنځي ته نه دي بریالي شوي نورو پوهنځيو ته به ور وپیژندل شي.

په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته د سږني کال د کانکور ازموینه په ټول افغانستان کې له شپږ میاشتو ځنډ سره د هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په څوارلسمه نیټه پیل او د همدې میاشتې په  ۲۹ نیټه پای ته ورسیده.

د ازموینو ملي کمیټه زیاتوي چې د ازموینې د پایلو اعلان یوازې یوه میاشت وخت ونیوه.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او د دې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه ولګول شول، د سږ کال په کانکور ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر د پام وړ راکم شو. سیاسي تحولات، پر ښځو او نجونو محدودیتونه او د بې وزلۍ ډیریدل د سږني کال د کانکور په ازموینه کې د کاندیدانو د شمېر د کمېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د شمېرو پر بنسټ، سږ کال شاوخوا ١٤٠ زره هلکانو او نجونو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړى و، چې له دې ډلې ٨٤ زره يې لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.

د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو ضد و نقیض دریځونه

د کانکور د ازموینو ملي اداره چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، ټینګار کوي چې سږ کال د لوړو زده کړو په برخه کې د جذب  ظرفیت ۲۰ سلنه لوړ شوی دی.

 د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، تېر کال لوړو زده کړو ته ۶۸ زره کسان جذب شوي ول.

د دې ادارې د شمېرو پر بنسټ، د سږني کال د کانکور ازموينې ډېرى برخه وال له کابل، ننګرهار، بلخ، هرات، بدخشان، غزني، خوست، تخار، باميانو، کندوز، ميدان وردګو، فارياب، بغلان او جوزجان ولايتونو څخه وو.

په دې ازموينه کې تر ٩٨ سلنې زيات بريالي شوي کسان د کندهار، هرات، نيمروز او کابل ولايتونو دي.

د سږ کال کانکور په لسو مخکښو بریالیو کې نجلۍ نه وه

په تیرو دوو کلونو کې پرلپسې په کانکور آزموینه کې نجونو لومړی ځای خپل کړی و، خو سږ کال د لسو غوره کسانو په کتار کې یوه نجلۍ هم نشته.

ظاهرا داسې ښکاري چې  نجونې په دې ازموینه کې له پامه غورځول شوې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګیو پورته یې نجونو ته ښوونځي ته د تللو اجازه ورنکړه او په پوهنتونونو کې يې پر ښځينه محصلينو ډېر محدوديتونه وضع کړل.

پر دې سربېره طالبانو د کانکور په ازموينه کې د نجونو لپاره د پوهنځیو انتخاب هم محدود کړ او له ځینو پوهنځیو یې نجونې لرې کړې.

که همداسې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې شي، راتلونکي کال به ښايي هېڅ نجلۍ د کانکور په ازموينه کې نه وي.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟