1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوونځیو په تړلو سره نجونې له رواني فشارونو سره مخامخ دي

۱۴۰۱ تیر ۲۳, پنجشنبه

پر طالبانو د بین المللي فشارونو سربیره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي. تر اوسه پورې د دغو ښوونځیو د پرانیستل کیدو هیله شتون نه لري او ښځینه زده کوونکي له رواني فشارونو څخه رنځ وړي.

https://p.dw.com/p/4E8bF
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

مخکې له دې چې طالبان کابل ته ننوځي شریفه (مستعار نوم) نهم ټولګي کې وه. هغې له دریم نه تر نهم ټولګي پورې ډیرې ښې نومرې ترلاسه کړي او د خپل صنف اول نومره وه. دې په وار وار له خپل ښوونځي څخه ستاېنلیکونه ترلاسه کړي دي. په تیرو ۳۰۰ ورځو کې چې په افغانستان کې ښوونځي تړلي دي یوازینی کار چې شریفه یي کوي هغه رسامي ده.

نوموړې د هغو ورځو په یاد چې ښوونځي ته تلله خپل ښوونکي، درسي صنف او همصنفیانې رسموي: «کله چې خپل کتابونه، قلم او د ښوونځي نوټونه او یا خپلې همصنفیانې وینم، په یاد مې راځي چې څه ښه وختونه مو لرل او څه انګیزه مو لرله، اوسني وضعیت سره نا هیلې کیږم او ما زوروي. زما راتلونکې واقعاً نامعلومه ده.»

د شریفې هیله وه چې ښوونځي ته لاړه شي، لوړې زده کړې وکړي او خبریاله شي او د ټولنې واقعیتونه د نړیوالو تر غوږو پورې ورسوي. خو د ښوونځیو له تړل کیدو سره نور نو هغه دا هیله نه لري.

که څه هم د ښوونځیو دروازې تړلي دي او شریفه نه شي کولی ښوونځي ته لاړه شي، خو تر اوسه یي لا د ښوونځي خاطرې په ذهن کې ژوندي دي: «نیږدې هره شپه خپلې همصنفیانې په خوب کې وینم، دا چې ښوونځي بیرته پرانستل شوي دي او مونږ د آزموېنې پارچه حلوو. خو کله چې ویښه شم ګورم چې ښوونځی شتون نه لري. دا ما ډیر ناهیلې کوي.»

که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو له پاره مشخص وخت نه دی اعلان کړی، خو شریفه اوس هم هیله منه ده چې یوه ورځ به د ښوونځي دروازې بیرته پرانیستل شي او دا به ښوونځي ته لاړه شي. هغه وایي: «وروسته له هر غروب څخه لمر بیرته را پورته کیږي. یعنې دا چې مونږ نه باید خپله هیله له لاسه ورکړو.»

هغه تاریخ چې یو ځل بیا تکرار شو

دا دویم ځل دی چې دغه کورنۍ د طالبانو تسلط او د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل تجربه کوي. په لمړي ځل کله چې په ۲۰۰۰م کال کې طالبان پر هغې ولسوالۍ چې دغې کورنۍ په کې ژوند کولو مسلط شول د نجونو ښوونځي ېې وتړل. فرزانه چې د شریفې مور ده په هغه وخت کې په شپږم ټولګي کې وه هغه ورځې یې تجربه کړې چې اوس یې لور تجربه کوي. هغې دویچه ویله ته وویل: «ماته یي دقیق خپلې خاطرې را تازه کړې. په شپږم ټولګي کې وم چې طالبانو ښوونځي وتړل او دغه حالت دقیق پر ما هم تجربه شو.»

فرزانه وایي په هغه ورځ چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو اعلان وشو د خپلې لور پر څیرې یې خفګان او ناهیلي ولیدله: «د لومړي ځل له پاره مې چې د خپلې لور شریفې غمجن او پریشانې څیرې ته وکتل واقعاً خفه او مایوسه شوم. عجیبه غوسه او خفګان مې د شریفې په څیره کې ولید چې اصلاً یې په الفاظو کې نشم بیانولی.»

شریفه په یوه لوستې کورنۍ کې زیږیدلې ده. پلار یي انجینر او مور یې ښوونکې ده. خو اوس یي مور او پلار په دې فکر کې دي چې څنګه کولی شي خپله لور له بی سوادۍ او تیاره ژوند څخه وساتي. د شریفې پلار احمد (مستعار نوم) دویچه ویله ته وویل: «یو ډیر بد او د ناهیلۍ احساس لرم.» احمد د افغانستان له خلکو څخه غواړي چې آرامه دې نه کښينې او خپلې غوښتنې دې په واضح ډول مطرح کړي: «خلک باید طالبان دې ته مجبوره کړي چې له ښوونځي څخه د نجونو محرومول د منلو وړ نه دي. په بل صورت کې راتلونکی ډیر تیاره دی او ټول به بدبخته شي.»

دویچه ویله له درو نورو نجونو سره هم مرکې کړي دي او ټولو هغوی د رواني ناکرارۍ څخه شکایت کړی دی. کریمه (مستعار نوم) چې د کابل په یوه ښوونځي کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وایي: «زمونږ پر روان یي ډیر زیاته تاثیر کړی دی. هیڅ معلوم نه دی چې زمونږ راتلونکی به څنګه وي. نه پوهیږم زموږ راتلونکی ښه کیږي او که خرابیږي. هیڅ تمه مې نه درلوده چې ۳۰۰ ورځې به ښوونځي ته له تګ څخه محرومیږم.»

په کور کې دننه تاوتریخوالی او لفظي شخړې هغه نورې پایلې دي چې له ښوونځي څخه دغه محرومې نجونې ورسره لاس او ګریوان دي. کریمه وایي چې تل له مور، پلار او کورنۍ له نورو غړو سره په جنجال کې وي: «دا چې ډیره پریشانه یم په کور کې له مشرانو سره جنجال کوم. وروسته بیا ورځم او له هغوي څخه بخښنه غواړم او ورته وایم چې دا د هغو فشارونو له امله دی چې ښوونځي ته د نه تلو له کبله پر ما راغلي دي.»

یوه بله زده کوونکې ربابه وایي چې تل ښوونځي ته تګ په خوب کې ویني خو په عمل کې ښوونځی شتون نه لري. هغې د تلیفون پر کرښه دویچه ویله ته وویل: «هیله مې په بشپړ ډول ختمه شوې ده او راتلونکی په بشپړ ډول له منځه تللی دی.»

داسې تصور کیده چې طالبان به په کابل کې د علماو په وروستۍ غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو امر صادر کړي، خو داسې ونه شول او په دې ناسته کې د نجونو د ښوونځي هیڅ یادونه ونه شوه. دغه ډله وایي چې د شریعت مطابق د ښځو حقونه تامينوي او په عمل کې تر اوسه پورې هیڅ کار یي نه دی ترسره کړی.

حسین سیرت: ش.ن/ا.خ.ح