1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د ښځو څانگه د طالبانو د فرمان له امله «اندیښمنه» ده

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۷, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو فرمان د افغانستان ښځې له تاوتریخوالي، سختو ټولنیزو محدودیتونو او سلیقه یي مجازاتو سره مخامخ کوي او پراخې نړیوالې اندیښنې یې راپاورلې دي.

https://p.dw.com/p/59TZ2
په کابل کې د روژې په میاشت کې بوغره والې ښځې د ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره انتظار باسي
م.م. خبرداری ورکړی چې د طالبانو فرمان افغان ښځې له تشدد، او سلیقه یي مجازاتو سره مخامخ کوي.انځور: Wakil Kohsar/AFP

د ملگرو ملتو د ښځو څانگې (UN Women) خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو د تازه فرمان له امله د لا زیات تاوتریخوالي له گواښ سره مخامخې دي.

په افغانستان کې د نوموړي سازمان استازې، سوزان فرگوسن اعلام وکړ: «د ملگرو ملتو د ښځو سازمان د نوموړي فرمان د اغیزو له امله سخت اندیښمن دی.»

په دغه فرمان کې، طالبانو په هیواد کې د سرغړونو له پاره له سزاگانو څخه نوی تعریف وړاندی کړی دی. د نوموړي فرمان متن چې د جنورۍ په میاشت کې معرفي سوی دی، د ښځو او نارینه وو له پاره سزاگانې په بیلابیل ډول تعینوي او د افغانستان ټولنه پر څلورو طبقو ویشي.

اړونده موضوع: د افغان ښځو د حقونو پر نقضولو د عمومي اسامبلۍ د مشرې نيوکې

دغه فرمان د طالبانو د رهبر، ملا هیبت الله اخوند زاده له خوا تر لاسلیک کیدو وروسته د عملي کولو له پاره قضايي بنسټونو ته استول سوی دی.

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان، د جنورۍ د میاشتې په پای کې نوموړي قانون ته د خلکو پام راوګرځوه او خپله اندیښنه یې څرگنده کړه.

کارپوهان په دې باور دي چې دغه فرمان د جزايي قانون یو ډول دی، دغه فرمان په واضح او دقیق ډول نه دي مشخص کړي چې کوم چلند سزا لري او کوم یې نه لري او همدغه مبهم پاته کیدل ددې سبب کیږي ترڅو مسؤلین یا قاضیان وکولای سي په سلیقه یې توگه او په خپله خوښه پریکړې وکړي.

اړونده موضوع: میډیکا مونډیاله: د طالبانو نوي قوانین د ښځو وضعیت خرابوي

ددغو مقرراتو له مخې، ښځې باید له هغوی څخه ناوړې استفادې او په وړاندې یې تاوتریخوالی په خپله او په بشپړ حجاب کې ثابت کړي او دا کار باید د یوه محرم نارینه په ملتیا کې ترسره سي چې امکان لري هغه په خپله دغه جرم کړی وي. همدارنگه د ملگرو ملتو سازمان پر دې هم انتقاد کړی دی چې ښځې او د هغوی کورنۍ کولای سي د خپلو خاوندانو له اجازې پرته، د خپلو خپلوانو له حده زیات ملاقات په صورت کې په زندان محکومې سي.

په افغانستان کې، د ښځو له پاره ډیری وخت د هغوی فامیل د کورني تاوتریخوالي په وړاندې د وروستۍ پناه گاه په توگه انگیرل کیږي.

اړونده موضوع: د مرستندویانو په وینا افغان ښځې لاهم څنډې ته کيږي

په افغانستان کې د طالبانو تازه فرمان، چې د ۲۰۲۶ م کال په پیل کې ددغې ډلې د رهبر هیبت الله اخوندزاده له خوا صادر سو، د جزايي قوانینو د اصلاح یو ډول بلل کیږي. نوموړي فرمان د ښځو او نارینه وو له پاره سزاگانې په متفاوت ډول تعریفې کړې دي او په ټولنه کې د ښځو پر حضور، تگ راتگ او د هغوی پر شخصي حقونو لا زیات محدودیتونه تحمیلوي. 

په ټولیزه توگه دغه فرمان د ټولنیز کنټرول او د ښځو د حقونو د محدودلو له پاره د طالبانو یو تازه اقدام بلل کیږي او پراخې نړیوالې اندیښنې یې راپارولې دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.