د طالبانو حاکميت، محدودیتونه او پر ځوانانو یې اغیزې
۱۴۰۵ فروردین ۷, جمعه
پر افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې د پنځم پر له پسې تعلیمي کال کې هم د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو دروازې خلاصې نه شوې. د طالبانو پر دغه کار په ځانګړې توګه له ښوونځيو محرومې نجونې ناخوښه او افغان کارپوهان غوصه کړي. خو د طالبانو اداره د ټولو داخلي او نړېوالو فشارونو سربېره له خپل دغه دریځه نده په شا شوي.
د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي د ۱۴۰۵ لمریز نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ دویچه وله ته وویل: «پوره ۱۶۴۶ ورځې تېرې شوې چې د طالبانو رهبر ملاهبت الله د نجونو پر مخ د علم او پوهاوي دروازې وتړلې.» سعیدي وايي د هبت الله دغه اقدام یوازې یو تصمیم نه، بلکې د یو نسل خاموشه کول او د یو ملت د راتلونکې محکومول و.
اړونده موضوع: کاریتاس: په افغانستان کې د ښځو پر ژوند فشار لا ډېر شوی
یو شمېر افغان نجونو چې اوس له ښوونځيو بې برخې دي، دویچه وله ته په استولو پيغامونو کې له نړېوالې ټولنې غوښتي چې دغې ستونزې ته رسيدګي وکړي.
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا حاکم شوي پر نجونو ېې له شپږم ټولګي پورته تعلیم تر «امر ثاني» پورې ممنوع کړی. د طالبانو مشر ملاهبت الله آخندزاده خپل د اختر مبارکۍ پیغام کې بیا هم دغې موضوع ته اشاره نه ده کړې.
اوس پوښتنه دا ده چې د هلکانو له پاره د تعلیم، تحصلي او د کار شرایط څنګه دي؟ له افغانستانه یو شمېر ځوانانو دویچه وله ته په استولو پیغامونو کې خپلې کېسې کړي دي. بیکاري، خفګان، تعلیم، اقتصاد، سانسور او ټولنیز فشارونه د هغو مواردو له ډلې دي چې د دوی په وینا په افغانستان کې ورڅخه ځوانان زيات کړيږي. دوی وايي طالبانو په ډېرو برخو کې د خپلې خوښې مقررات اعلان کړي دي. ځینو ځوانانو حتی په خپلو سیمو کې د ځانوژنو کېسې کړي دي.
تعلیمي مرکزونو کې د پګړۍ په سر کولو مقررات
د کابل پوهنتون یو محصل وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د اعلان پر اساس، استادان او محصلین باید ږېرې ولري او پکړۍ ېې پر سر وي، له دې پرته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کيږي.
دغه محصل د نوم د نه ښودلو په شرط وويل ممکن لس سلنه محصلین په خپله خوښه او رضایت پکړۍ په سر کړي، پاتې ۹۰ سلنه نورو باندې يې جبري ده: «دا سخته ده، خو محصلين مجبور دي چې لونګۍ په سر کړي ځکه بیا ېې په دروازه کې نه پرېږدي چې پوهنتون ته داخل شي.» هغه زیاته کړه په ښوونځيو کې هم عین مقررات عملي کيږي: «کله چې تاسو مکتب ته ځۍ باید توره یا سپینه لونګۍ او یا مو خولۍ په سر وي، دا لومړی شرط دی.»
اړونده موضوع:
د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ۲۲مې ماده چې ۲۶ بنده لري په ۱۸م او ۱۹م کې ېې ږېرې او د سر وېښتو ته اشاره شوې ده. په دغو بندونو کې د ږېرې خریل یا له قبضې کمول ېې منکر بلل شوي او د سر وېښتانو د اصلاح په هکله ويل شوي چې باید د شریعت خلاف نه وي.
د پکړۍ او ږېرې پرېښودو د «اجباري مقررات او احتمالي اغیزې»
د بلخ پوهنتون یو پخوانی استاد وايي، په استادانو او محصلینو کې د هغوی د شخصي میل او عقېدې خلاف د لونکۍ په سر کول او د ږېرې پرېښودل ناوړه پایله لرلی شي. هغه وايي کوم استادان یا محصلین چې دغه امر په «اجبار رعايتوي ممکن له داخلي ستریس، خفګان او نارضايتۍ سره مخ شي او په هغوی کې تحصيلي او مسلکي انګيزه راکمه کړي.»
دغه استاد چې نه غواړي نوم ېې ذکر شي زیاتوي: «فردي تضاد او تحمیلي مقررات کېدای شي محصلين او استادان هېواد پرېښودو او حتی ځان وژنې ته اړ باسي چې موږ د دا ډول مواردو شاهدان یو.» د هغه په وینا دا ډول سخت مقررات د رواني، کلتوري، ټولنیز او مالي لحاظه هم په خلکو کې بدې اغېزې پرېښودلی شي. دغه استاد زیاتوي چې دغه اجبار په تعلیمي او تحصیلي ځایونو کې «پټې نافرمانۍ او د غیرعلني مقاومت د رامنځ ته کېدو احتمال ډېرولی شي.»
د بیکارۍ بدې پایلې
د خوست ولایت یو اوسېدونکی چې غواړي ځان په مستعار نوم غورځنګ سباوون معرفي کړي، د پښتو ادبیاتو له پوهنځي فارغ دی خو بیکاره دی. هغه دویچه وله ته وویل چې چارواکي په دولتي پُستونو کې لومړی خپل نژدې کسان ګماري.
غورځنګ تېرکال په خوست کې په ځوانانو کې د ځان وژنو پېښو ته اشاره وکړه چې پر وینا ېې یو دلیل یې بیکاري او فقر دی.
اړونده موضوع: شنونکي: د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت سره بې کاري هم لوړه شوې
د خوست ولایت یو بل اوسېدونکي وویل چې هغه په خپله د څو ځوانانو چې ځان وژنې ېې کړې وې، د جنازې مراسمو ته ورغلی و. هغه د یوې پېښې په هکله وویل: «زموږ د مکتب یو هلک چې له دولسمه خلاص و د بیکارۍ له وجې ېې ځان وژنه وکړه.»
اکثره ځوانان د طالبانو د شدید څار له کبله خبرو ته زړه نه ښه کوي او یا د نوم له ښودلو ډډه کوي.
ګل کریم چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي، دویچه ویله ته وویل چې د خوست په يوه کلي کې ېې یو خپلوان چې تنکی ځوان و، څه موده مخکې ځان وژنه وکړه. هغه وویل: «د هغه ورور کوټې ته ورغی چې د سهار چای ته ېې راوغواړي، کله چې کوټې ته ورځي ورور ېې د چت له پکي ځان زېندی کړی و.»
تېرکال یو ځل داسې ګونکسې هم وشوې چې د خوست والي ديني علماو ته سپارښتنه کړې چې د ځانوژونکو کسانو جنازې دې نه کوي. خو په خوست کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز وویل چې د والي خبرې ناسمې تعبیر شوي. ګربز هغه مهال دویچه وله ته ويلي ول چې والي په اصل کې علماو ته سپارښتنه کړې تر څو خلکو ته «د اسلامۍ شریعت په رڼا کې عامه پوهاوی وکړي.»
ویاند په خوست کې د ځانوژنې پېښو ډېرېدل رد کړل، زیاته کړه چې دغه پېښې هومره ډېرې نه دي چې ویل کيږي: «په خوست کې دغه موضوع دومره ګرمه نه ده، او نه هم دومره پېښې رامنځ ته شوي دي. » ګربز زیاته کړه: «څه موده وړاندې يو ځوان د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه وکړه، په داسې حال کې چې هغه خوست ښار کې د سرو زرو دوکانونه درلودل.» هغه دا هم وویل چې ځان وژنې په هر هېواد کې کيږي.
«ځوانان راتلونکې ته ډاډمن نه دي»
بیکاري هم یوه له هغو ستونزو ده چې ځوانان ورڅخه شکایت کوي. د نړېوال بانک په افغانستان کې د بیکارۍ کچه په ۲۰۲۴م کال کې ۱۳ اعشاریه ۳ سلنې ښودلې وه. د تازه ارقامو په هکله د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دویچه ويله ته معلومات ورنکړ.
همت (مستعار نوم) سږکال د ننګرهار له پوهنتون فارغ شوی، خو وايي چې بېکاره او په کور ناست دی. هغه دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې ډیری فارغ شوي ملګري ېې بیکاره دي او راتلونکې ته ناهيلي ښکاري: «ځوانان راتلونکې ته ډاډمن نه دي، ټول دا کوشش کوي چې له وطنه د وتلو یوه لار ځان ته وګوري.» د همت په خبره د پخوا په څېر د ځوانانو تعلیم ته ارزښت نه ورکول کيږي. ډلې ډلې خلک له پوهنتونونو فارغ کيږي، خو «د کاري فرصتونو په هکله ېې نه څوک خبرې کوي او نه نور څه نشته.»
له طالبانو راضي ځوانان
خو د هلمند ولایت اوسیدونکی، ۳۶ کلن نورالحق حقاني بیا خوښ دی. هغه وايي د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانستان ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. هغه وايي: «د مثال په توګه په ټولو ښارونو او اطرافو کې امنیت ښه دی. مخکې خو چا د خپل مال اختیار نه درولود.» حقاني زیاتوي: «د آبادۍ له پاره ډېر کارونه سوي دي. مثلا د لارو او د اوبو بندونو جوړول.»
د کابل ښار اوسېدونکی بلال هم د حقاني او همت په څېر د امنيت په هکله خوښ دی، خو هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو پر مخ دي له شپږم ټولګي پورته «ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي.»
په ځوانانو کې خارج ته مهاجرتونو شوق
دویچه وله سره غږېدلو اکثرو ځوانانو ویلي چې هېواد کې بیکاری او نورې ستونزې سبب شوي چې ځوانانو بهرنیو هېوادونو ته په تلو فکر وکړي. خو آیا هغه ځوانان چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان اروپا ته راغلي، خوښ دي؟
اړونده موضوع: له افغانستانه د مغزونو تېښته؛ چاره څه ده؟
ژورنالیست او مدني فعال عنایت الله خلیق نژدې څلور کاله مخکې له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سره آلمان ته راغلی، خو ډېر خوښ نه دی. هغه دویچه وله ته وویل چې د آلمان حکومت ورته د ژوند ښه امکانات ورکړي، خو د اولادونو د تعلیم بهیر ېې ګډوډ شوی: «ما مې د مشرو اولادونو د راتلونکې له پاره مشخص اهداف ټاکلي ول چې پنځه کاله وروسته باید هر یو ېې چېرته ورسيږي او همدارنګه د کشرانو له پاره هم، خو دا ټول پلانونه نیمګړي پاتې شول.» خلیق وايي اوس ټولو «د ژوند چارې د صفر له نقطې پیل کړي چې په دې حالت کې ټاکلو اهدافو ته رسېدل به ډېر سخت وي.»
عنایت الله خلیق د افغانستان ځوانانو په تېره چې په قاچاقي لارو د سفر عزم لري وايي: «ځوانان باید پوه شي چې اروپا ته ټول سفرونه بریالي نه وي. اکثره مهاجرتونه له ماتې سره مخ کيږي. ځینې مهاجر حتی نشي کولی له کوربه هېواده د اقامې سند ترلاسه کړي.»
بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له پاره سترې ننګونې
په بروکسل کې د مهاجرت د سیاست جوړنې له ډلې څخه داکټر مجیب الرحمن اتل په اروپا کې افغانانو له پاره د مسلکي پرمختګ سخت کار بولي چې ډېر وخت ته اړتیا لري. هغه دویچه وله ته وویل: «د تحصيلي لحاظه زموږ نظام له بده مرغه وروسته پاته دی او دوی باید په مکتب او تحصیل کې ډېره هڅه وکړي تر څو د مېشتې ټولنې له معیارونو سره ځان برابر کړي.»
اتل په بهرنیو هېوادونو کې کار کول، د نوي ژوند په جوړولو کې تر ټولو مهمه مرحله بولي، خو وايي دغه هدف ته رسېدل «ژبې او تخصص ته اړتیا لري چې دواړه ډېر وخت غواړي.» اتل زیاتوي د کورونو موندنه هم سخته ده، «ځکه چې په ټولنه کې تبعیض شته او هم زموږ مهاجر منظم کار او عاید نه لري.» د هغه په خبره دغه عاملونه په مجموع کې د دې سبب کيږي چې کډوال تر مهاجرت وروسته ځان یوازې او ناکام احساس کړي.
افغانستان؛ د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد
نه یوازې تعلیمی محدودیت، بلکې د طالبانو اعلان شوو نور سختو قوانینو هم پر ډېرو افغانانو ژوند سخت کړی.
نیویارک ټایمز په خپل یو رپوټ کې افغانستان په ۲۰۲۶م کال کې د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد ښودلی. د خوشبختۍ نړیوال رپوټ (ورلد هپينیس رپورټ) چې هر کال د نړۍ خوښ او غمجن هېوادونه معرفي کوي، افغانستان ېې په ۲۰۲۶ کال کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد په توګه معرفي کړی دی.