1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان څه ډول یو تحصیلي نظام غواړي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر هغه څلور لاملونه په ډاګه کړي، چې له مخې یې نجونې پوهنتون ته له تللو راګرځولي، خو کارپوهان بیا د لاملونو او پریکړې ترمنځ په منطقي تړاوو غږېدلي.

https://p.dw.com/p/4LNNY
افغانستان، ښځینه محصلینې پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه لري
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي دي چې نجونو پوهنتون ته د تلو پرمهال شرعي حجاب نه رعایتوه او ترڅنګ یې په لیلیو کې له شرعي محرم پرته ژوند کاوه.

هغه ځیني نور دلایل هم وویل: «موږ په دې تمه وو چې اصلاحات به راشي، خو رانه غلل، درسي سیستم کې اختلاط په ځینو پوهنتونونو کې اوس هم د هلکانو او نجونو صنفونه یو ځای ول او په نصاب کې ستونزې هغه څه وې چې موږ مجبوره شوو تر امر ثاني یې وځنډوو.»

نوموړي دغه لاملونه تېر ماښام د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزون په یوه خپرونه کې بیانول، خو دا ترې ونه پوښتل شول چې حکومت یې ولې د دغو اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی؟

کتونکي وايي، دا د حکومت دنده ده چې اصلاحات راولي او د اصلاحاتو له پاره ټولمنلي قوانین رامنځته کړي.

اړوند مطالب:له کابل پوهنتونه د نجونو د ایستلو پرضد لاریون

تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت یوه پخواني مرستیال محمد آصف ننګ دویچه ویله ته وویل: «دولت باید زمینې او فرصتونه له منځه یونه سي، په دې نوم چې ګویا رعایت سم نه دی او دوی هرڅه ختم کړي، خو تاسو ښه موډل ورکړی، په تاسو واجب دی چې هغسې شرعي چاپیریال چې تاسو یې غواړی نجونو ته برابر کړی او دغو نجونو ته دروزاې مه بندوی.»

ښاغلي ننګ زیاته کړه هغه لاملونه چې د لوړو زده کړو سرپرست یې په مټ له خپلې پریکړې دفاع کوي صمیمانه او منطقي نه دي، ځکه په اړه یې ولس او محصيلینو ته هیڅ ډول اګاهي نه وه ورکړل شوې.    

«مدرسه محوره تحصیلي نظام»

د چارو کتونکي که له یوې خوا د نجونو پرمخ د پوهتونونو د تړل کېدو دغه لاملونه د قناعت وړ نه بولي، له بل لوري نېوکه کوي چې طالبان له بنسټه له پوهنتوني زده کړو سره جوړ نه دي.

ننګ په دې اړه وویل: «له پوهنتونونو سره د طالبانو د اختلاف لومړی بنیاد ایډیالوژیک او فکري دی، مثلا د تحصیلاتو د نوي وزیر په څرګندونو کې دا موضوع ډېره برجسته ده چې دوی ته د پوهنتون دغه سیستم خوند نه ورکوي هغه که د هلکانو وي او که د نجونو، پوهنتون بیخي خوند نه ورکوي، د دوی په کلماتو او شعارونو کې مدرسه محوري خبره ډېره ده.»

هڅه مو وکړه چې د بیان شویو دلایلو د لا ډېر سپیناوي له پاره د لوړو زده کړو وزارت د ویاند نظر واخلو، خو هغه په دې اړه زموږ د پوښتونو ځوابولو ته حاضر نه شو.

اړوند مطالب:په کابل کې د ښځو احتجاج د طالبانو له خوا سرکوبه شوی

سیاسي شنونکي وايي، هغه ستونزې چې طالبان یې مطرح کوي د نجونو پروړاندې د پوهنتونونو له تړل کېدو پرته هم د هوارېدو وړ دي وې.

د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم چې په مجموع کې دلایل عمومیت نه لري او د دې لامل نه ګرځي چې پوهنتونونه دې ورته وتړل شي، د ځینو اصلاحات په خپله د تحصیلي ادارو مسؤلیت دی چې وزارت یې څارنه وکړي، ځینې یې داسې دي چې باید حکومت یې په اړه مناسبه پالیسي غوره کړي، په داسې پریکړو سره باید ځوان نسل عکس العملي موقف ته اړ نه کړای شي.»

په ترکیه کې یوه افغان حقوقي شنونکي سید حبیب هاشمي د حل لارې په توګه وړاندیز وکړ چې باید هغه واقعي دیني عالمان چې په بنسټيزه توګه په دین پوهیږي باید غږ پورته کړي او د طالبانو نظام ته قناعت ورکړي.

ښاغلي هاشمي دویچه ویله ته وویل: «له تیر یو نیم کال راهيسي طالب چارواکو یو داسې دلیل هم نه دی وړاندې کړی چی ثابته کړي د علم زده کړي پر ښځو باندې حرامي دي.»

دغه افغان کتوونکي د اسلامي همکاریو په سازمان او نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې نور باید د دغه وضعیت مخنیوي له پاره عملي ګامونه پورته کړي.