1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ښځو احتجاج د طالبانو له خوا سرکوبه شوی

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د درواز تړلو پریکړې پر ضد «د افغانستان د خودجوشه ښځو غورځنګ» غړو نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې مظاهرې وکړې، خو دغه مظاهرې د طالبانو له خوا سرکوبه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LJyg
Afghanistan Uni Herat Studentinnen demonstrieren für Bildung
انځور: MOHSEN KARIMI/AFP

اعتراض کوونکي ښځې ادعا کوي چې طالبانو دغه مظاهرې له تاوتریخوالي سره سرکوبه کړي او پنځه تنه اعتراض کوونکي ښځې یې نیولي دي. ځينو سرچینو ویلي دي چې طالبانو څو خبریالان هم نیولي چې له دغو مظاهرو خبر جوړولو ته ورغلي ول.

اعتراض کوونکو د خلکو د ملاتړ را جلبولو په خاطر شعارونه ورکول چې «شریفو خلکو. ملاتړ، ملاتړ. یا ټول یا هیڅ یو کس.» مظاهره کوونکو همدارنګه د «تحصیل، کار او آزادي» شعارونه ورکول؛ هغه حقونه چې دغه اعتراض کوونکي ښځې یې په خپله هره مظاهره کې غوښتنه کوي.

په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

د یو شمیر اعتراض کوونکو ښځو په وینا، طالب جنګیالیو پر مظاهره کوونکو برید وکړ، یو شمیر معتریضې ښځې یې ووهلې او پنځه یي له ځان سره بوتلې.

یوه له دغو اعتراض کوونکو دویچه ویله ته وویل: «پولیسي یي راوستلې وې او نجونې یې په دورو وهلې. اوس موږ تيښته وکړه، خو یو شمیر د طالبانو په بند کې دي او نه پوهیږم پایله به یې څه شي.»

د دغو مظاهرو یوې بلې ګډون کوونکي ژولیا پارسي، وویل چې د ۴۰ په شاوخوا کې نجونو او ښځو په دې مظاهره کې ګډون کړی و چې اکثره یي وهل او ډبول شوي دي او پنځه یي طالبانو له ځان سره بیولي دي: «طالبانو اعتراض کوونکي نجونې د خلکو له نظر څخه لیري کوڅو ته وړل او هلته یي په وهلو ډبولو سره په رینجر موټرو کې اچول.»

اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال او ولس یرغمل کړی دی

د طالبانو له خوا له لوړو زده کړو څخه د نجونو د منع کولو پریکړه، په هیواد کې دننه او په نړیواله کچه له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

لویدیځو هیوادونو، یو شمیر اسلامي هیوادونو او همدارنګه د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دغه پریکړه غندلې ده او په عاجل ډول یي د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونو د دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ز