1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت سره بې کاري اوج ته رسیدلې»

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو په حواله شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ورسره هم مهاله د فقر او بې کارۍ کچه د تېر په پرتله د ریکارډ تر کچې زیاته شوې ده. شنونکي د وضعت د مدیریت په برخه کې طالبان ناتوانه ګڼي.

https://p.dw.com/p/4S39j
Afghanistan, Kandahar | Ausgabe von World Food Programme Hilfsgütern
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل ولکې را وروسته په دغه هېواد کې د کاري موکو نشتوالی، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیزونه، د سوداګرۍ ناوړه حالت، اقتصادي بندیزونه، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو تړل او له افغانستانه په ګڼ شمېر کې د خلکو تېښته هغه مهم ټکي یادېږي، چې له امله یې پر دغه هېواد « لا نور» سخت حالات راتللی شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (UNDP) په خپله یوه تازه ارزونه کې چې د اپریل مياشتي ۱۸مه، خپره شوې، وړاندوینه کړې که چېرته پر افغانستان باندې نړېوالې مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، د افغانستان اقتصاد به ورسره منقبض او انفلاسیون به لوړ او نغدې پېسې به کمې شي.د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

نړیوال چارواکي وايي افغانستان د نړۍ په سطحه د بشري مرستو د تر ټولو ستر پروګرام تر چتر لاندې هیواد دی، خو سږکال به دغه مرستې څرنګه چې مالي تمویلونکي د نړیوالو بحرانونو ارزونه کوي او په دې دلیل چې طالبانو پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو کاري محدودیتونو لګولي، ډېرې راکمې شي. د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا بیا وايي چې دا مهال له ۲۸ میلیونه زیات افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکي وايي، روان حالت به افغانان نور هم وځپي او د دې حالت د کابو کولو له پاره د طالبانو حکومت هیڅ تګلاره نه لري. د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د دې ستونزې حل لاره یوازې له نړیوالو سره د طالبانو تعامل دی څو روان فقر او بې کارۍ ته یوه حل لاره وموندل شي.

اقتصادي شنونکي سیدکمال ساپی په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «بې کاري او فقر په زیاتېدو دی او کار نه شته. ښځینه مامورینې ټولې په کور دي. د خلکو اقتصادي وضعیت اوفقر په زیاتېدو دی. د حل لاره یې له نړیوال سره تعامل دی او که له نړیوالو سره تعامل ونه شي حالت به نور هم خراب شي. د بې کارۍ اوفقر کچه به لوړه شي.»

د نړیوالو د مرستو باوجود افغانان له بې روزګارۍ سر ټکوي

افغانان د حل لارو غوښتنه کوي

په همدې حال کې کابل ښاریان وايي، فقر او بې کاري یې په ژوند سیوری غوړلی او روان حالت یې له زغمه وتلی دی. د کابل ښار یوه اوسېدونکي ګل محمد چې له یوې مودې راهیسې بې روزګاره دی، وايي: »خلک کار نه لري له ستونزو سره مخ دي. حکومت دې د حل لاره پیدا کړي. خلک له لوږې سره مخ دي کاروبار نه شته دی او خلک د بې کارۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.»خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

د دې ښار یو بل اوسېدونکی تمیم هم له بې رزوګارۍ شکایت کوي او زیاتوي: »فقر په زیاتېدو دی. د اسلامي امارت څخه غواړو چې د کار زمینه برابره کړي څو ځوانان پردیو ملکونو ته ولاړ نه شي.»

د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له بیلابیلو نړیوالو بندیزونو سره هم مخامخ دی چې له کبله یې اقتصادي وضعیت هم اغیزمن شوی دی.
د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له بیلابیلو نړیوالو بندیزونو سره هم مخامخ دی چې له کبله یې اقتصادي وضعیت هم اغیزمن شوی دی. انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

په افغانستان کي د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی یا اوچا په افغانستان کې روان حالت د اندېښنې وړ یادوي او زیاتوي چې د بې کارۍ ترڅنګ له شل میلیونه ډیر افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې افغانستان کې دمګړی ۲۸ اعشاریه درې میلیونه خلک ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې شپږ میلیونه هغه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د دې سربېره چي په افغانستان کي خلک د فقر او بې کارۍ سره مخ دي طالبانو یو ځل بیا د ملګروملتونو په ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی او د طالبانو دې نړیوال او ملګري ملتونه اندېښمن کړي دي.«د بې روزګارۍ په اوج کې پر ځان بسیا مېرمنې»

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا یو. ان. ډي. پي. د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانان د ژوند ژغورلو له پاره او د خوراکي توکو د کمښت له کبله کورونه، ځمکې پلوري، پر ماشومانو کارونه کوي او خپلې وړې لوڼې په ودونو ورکوي.

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟

دغې ادارې په خپل تازه رپوټ کې زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د دوی پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له کبله پر مرستو د متکي افغانانو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

که څه هم نړیوالو له طالبانو د دغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت په دې تړاو هېڅ راز نرمښت نه دی ښودلی. په ورته وخت ملګرو ملتونو د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې یوه دوه ورځنۍ غونډه هم رابللې وه او اټکل کیدو چې دغه سازمان به د افغانستان په تړاو مهمې پریکړې وکړي. خو لا هم په دې تړاو د طالبانو له لوري کوم نرمښت نه دی ښوول شوی.

که څه هم طالبانو له امريکا متحده ایالاتو سره د سولې مذاکراتو پر وخت ژمنه کړې وه چې دوی په خپل سیاست کې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله نرمښت راوستلی، خو په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته ېې پر خپلو دغو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie