1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د سرطان ناروغۍ یو پر دریمه پیښې د مخنیوي وړ دي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ بهمن ۱۵, چهارشنبه

په ټوله کې د سرطان د ناروغۍ یو پر دریمه پیښې هغو عواملو ته ورگرځي چې د مخنیوي وړ دي. د یوې نړیوالې څېړنې له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د سگریټو څکول، د الکهولو مصرف او عفونت د سرطان ناروغۍ تر ټولو عام عوامل ول.

https://p.dw.com/p/584Px
د آلمان په وورڅبورگ کې د سرطاني پلټنو یو انستیتوت
په ټوله کې د سرطان د ناروغۍ یو پر دریمه پیښې هغو عواملو ته ورگرځي چې د مخنیوي وړ دي.انځور: Wolf-Dietrich Weißbach/dpa/picture-alliance

په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ یو پر دریمه پیښې هغو عواملو ته ورگرځي چې د مخنیوي وړ دي. دا د نړیوالې ټولنې د یوې څېړنې نتیجه ده.

دغه ارزونه د فرانسې په لیون ښار کې د سرطان په هکله د څېړنې د نړیوال آژانس د یوه ټیم له خوا ترسره سوې ده. د دغې څېړنې لیکوالانو د خطر د عواملو یوازې هغه فکټورونه په نظر کې ونیول چې له سرطان سره یې ریښتنی تړاو ثابت سوی او همدارنگه له هغوی سره د هر هیواد د نفوسو د مخامخ کیدو د کچې په هکله د باور وړ معلومات موجود دي.

پر چلندي خطرونو لکه سگریټ څکولو سربیره، چاپیریالي عوامل لکه د هوا ککړتیا او کاري خطرونه هم په دغه څېړنه کې ارزول سوي دي. د نوموړو معلوماتو له مخې، په نړیواله سطحه په ښځو کې د سرطان  شاوخوا ۳۰ سلنه پیښې او په نارینه وو کې حتی تر ۴۵ سلنې زیات موارد د مخنیوي وړ دي.

په آلمان کې وضعیت

په آلمان کې په ښځو کې د سرطاني ناروغیو ۳۰ سلنه او په نارینه کې څه د پاسه ۳۹ سلنه پیښې د مخنیوي وړ عواملو ته نسبت ورکول کیږي. په دغه هیواد کې یوازې د سگریټو څکول په ښځو کې د سرطان د نوو پیښو تر ۱۲ سلنې ډیر او په نارینه وو کې تر ۲۳ سلنې ډیر مسؤل دي. نور مهم علتونه د الکهولو مصرف، د بدن د ډله ایز شاخص لوړوالی، د الټرا وایلیټ یا ماورای بنفش (UV) وړانګې، او عفونتونه دي.

اړونده موضوع: رابرت کُخ انستیتیوت: المان کې نږدې هر دویم کس په سرطان اخته کیږي

د کاري خطرونو په برخه کې، لکه له سرطان رامنځته کوونکو موادو سره اړیکه، په آلمان کې نارینه ۵،۸ سلنه، د ښځو یعني ۱،۶ سلنې په پرتله ډیر احتمال لري چې له هغوی سره مخامخ سي. برعکس، په آلمان کې لږ جسمي فعالیت او د هوا ککړتیا نسبتاً کوچنی رول لوبوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.