څیړڼه: ډیر زیات پروسس شوي خواړه روغتیا ګواښي
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه
د روغتیايي چارو کارپوهان وایي چې ډیر پروسس شوي نوشابه باب او خواړه د عامه روغتیا له پاره جدي ګواښ ګڼل کیږي او دا مسئله بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
د ټولې نړۍ په کچه تر ۴۰ ډیرو کارپوهانو خپلې څیړنې د (The Lancet) په طبي مجله کې خپرې کړي دي چې ډیر پروسس شوي خواړه یې په نړیواله کچه د نامناسب غذایي رژیم عامل او د چاقۍ او سرطان په ګډون د ډیر شمیر ناروغیو رامنځته کیدو سبب بللی دی.
په سائو پائولو پوهنتون کې د دې څیړنې یو له اصلي تحقیق کوونکو څخه کارلوس مونتیرو، په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: «دغه څیړنه په هغو شواهدو پورې اړه لري چې نن یې.... د ډیرو پروسس شوو خوړو او د انسانانو د روغتیا په هکله لرو. هغه څه چې اوس پرې پوهیږو، نړیوال عامه اقدام توجیه کوي.»
څیړونکي د خوړو صنعت پړ ګڼي
دغو څیړونکو ویلي دي چې پروسس شوي خواړه اوسمهال په متحده ایالاتو، استرالیا او بریتانیا کې د مصرفیدونکي کالورۍ تر نیمایي ډیره برخه تشکیلوي.
دوی لوی شرکتونه د نړیوال غذایي رژیم په تغیرولو تورنوي او ویلي یې دي چې دغو شرکتونو په وروستیو لسیزو کې د هغو محصولاتو د پلورلو له پاره[ چې په بې کیفیته لومړنیو توکو او په مصنوعي لارو چارو جوړیږي] په بې ساري ډول بازار موندنه کړې ده.
د دغې څیړنې له مخې په ۲۰۲۱م کال کې د دې صنعت له ۱،۵ تریلیونه شتمنۍ څخه ۴۲ سلنه یې د پروسس شوو خوړو د ۸ لویو شرکتونو پورې تعلق درلود. دغه شرکتونه عبارت دي له نستله، پپسي کو، یونیلیور، کوکاکولا، دانون، فومنتو، اکونومیکو مکسیکانو، موندلیز او کرفت هاینز څخه.
تحقیق کوونکو لیکلي دي: «په نړیواله کچه د ډیر پروسس کیدونکو خوړو د ډیریدو اصلي عامل، د دغو خوړو د صنعت مخ پر ودې اقتصادي او سیاسي قدرت او په داسې شکل سره د خوراکي سیستمونو بیارغونه ده چې په هغې کې تر هر څه ډیره ګټه وي.»
په دې څیړنه کې راغلي دي چې په دې صنعت کې نه یوازې د ډیرو پروسس شوو خوړو تولیدونکي شامل دي، بلکې د اړونده لوبغاړو یوه شبکه لري چې په ټولینزه توګه تولید، بازارموندنه او د ډیرو پروسس شوو خوړو لګښت رهبري کوي.
د دې څیړنې لیکوونکو له هیوادونو غوښتي دي چې د دغو خوړو پر پاکټونو، بوتلونو یا کارتونونو دې خبرداری ولیکي، بازارموندنه دې محدوده کړي او پر یو شمیر ډیرو پروسس شوو خوړاکي توکو کې لوړه مالیه ولګوي.
ډیر یا تر اندازې زیات پروسس شوي خواړه څه ته وایي؟
د دغو خوړو له پاره یو ځانګړی تعریف شتون نه لري، خو دا ډول خواړه په صنعتي میتودونو تولید او ډیر زیات پروسس کیږي او په داسې شکل سره بازار ته وړاندې کیږي چې تر ډیر وخته پورې د ساتل کیدو او خوندورو موادو درلودونکي او سمدستي د استفادې وړ وي.
څیړونکو د لانست مجلې په یو شمیر مقالو کې پر ځینو نیوکو اعتراف کړی دی او وایي چې د دغو خوړو د روغتیایي اغیزو اړوند لا زیاتو شواهدو ته اړتیا ده، خو سګنالونه په کافي اندازه غښتلي دي چې حکومتونه باید اقدام وکړي.
دغو څیړونکو ویلي چې د دوی پر علمي کار انتقادونه له هغو نیوکو سره ورته والی لري چې د تنباکو یا سګریټو د صنعت په اړه پر علمي څیړنو د شک پیدا کولو له پاره کارول کیده.