رابرت کُخ : المان کې نږدې هر دویم کس په سرطان اخته کیږي
۱۴۰۴ بهمن ۱۱, شنبه
د رابرت کُخ انستیتیوت د رپوټ پر بنسټ په المان کې ۴۹ سلنه نارينه او ۴۳ سلنه ښځې د ژوند په یوه پړاو کې د سرطان پر ناروغۍ اخته کیږي او پر سرطان د اخته کیدو ډیری موارد له «۶۵ کلنۍ وروسته» پيښیږي. د فبروري څلورمه د سرطان نړیوال ورځ ده.
دغې مؤسسې همدارنګه راپور ورکړی دی چې په ۲۰۲۳میلادي کال کې په المان کې شاوخوا نیم میلیونه انسانان پر سرطان اخته شوي ول.
اړونده موضوعات: د سگریټو په پرېښودلو کي کوم میتودونه مرسته کوي؟
څیړنه: په ځوانانو کې د کولمې سرطان مخ پر ډېرېدو دی؟
المان پر سرطان د اخته کیدو او له کبله یې د مړینې کچې له نظره، د اروپايي اتحادیي د هیوادونو په کتار کې په اوسط یا منځنۍ کچه کې قرار لري.
په المان کې پر سرطان ناروغۍ د ښځو د اخته کیدو کچه، د اروپایي اتحادیي له اوسط څخه یو څه لوړه دی.
رابرت کخ آلماني انستیتوت (Robert Koch-Institut) یا (RKI) د المان د روغتیا وزارت پورې اړوند یوه دولتي څیړنیزه مؤسسه ده چې د ناروغیو د کنترول او وقایې مسئولیت لري.