1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آلمان د تنباکو پر ضد مبارزه کې پاته راغلی

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

په آلمان کې هر کال په زرونو داسي کسان چې په سګریټو اخته وي د سرطان په ګډون په سختو ناروغیو اخته کیږي. د آلماني څیړونکو په حواله په ۲۰۱۸م کال کې ۱۲۷ زره کسان د تنباکو کارولو په سبب مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3m7cK
Rauchen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د آلمان د سرطاني ناروغیو څېړنیز مرکز د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد له تنباکو څخه د استفادې د روغتیایي خطرونو پر وړاندي مبارزې په برخه کې د اروپایي هیوادونو په کتار کې وروستی ځای لري.

د سرطان د مخنیوي د چارو کارپوه اوته مون، په برلین کې د تنباکو د استعمال په اړه د څیړنې معرفي کولو پر مهال وویل: «د تنباکو د کنترول په برخه کې سیاست په پراخه توګه ناکامه وو. د نورو اروپایي هیوادونو په پرتله، د دغې معضلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دقیقه تګلاره نشته، څو خلکو ته د سګریټو د پريښودلو انګیزه رامنځته کړي.»

د دغه کارپوه په حواله د سګریټو د پریښودلو د کورسونو دایرول، د سګریټو اړوند د هر ډول تبلیغاتو بندول او پر تنباکو د مالیاتو لوړول، کیدای شې له سګریټو څخه د استفادې پر وړاندې مبارزې په برخه کې اغیزمن تدابیر وي.

د نوموړي په وینا د آلمان په هایډلبرګ ښار کې د سرطان د مخنیوي په برخه کې د ترسره شویو څېړنو پر اساس د سګریټو د بيو په لوړولو سره کیدای شي په دې زیان رسونکي توکي باندي د ځوانانو د اخته کیدو مخه ونیول شي.

په تنکیو ځوانانو کې له سګریټو څخه د استفادې کچه ۶ سلنه او په نجونو کې ۵،۲ سلنې ته رسیږي. له ۲۵ څخه تر ۶۹ کلنۍ پوري کسانو ترمنځ په هرو څلورو کې یوه ښځه سګریټ څکي. په دې څېړنه کې له سګریټو څخه د استفادې او تحصیلي درجې مستقيم ارتباط هم ښودل شوی دی.

د دغې څېړنې پر اساس نږدې۶۰ سلنه نارينه او شاوخوا ۵۰ سلنه ښځې چې سګریټ څکي، د زده کړو او تحصیل کچه یي ټيټه ده. په دې څیړنه کې له سګریټو څخه د استفادې پر وړاندې د مبارزې یوه لار د بیمي د شرکتونو او اعتیاد پر وړاندې د مبارزې له مرکزونو سره د ډاکترانو د نږدې اړیکو رامنځته کول ښودل شوې ده.

په آلمان کې د سرطان د تحقیقاتو مرکز مشر میشایل باومن، ټینګار کوي چې د سګریټو پریښودل د سرطاني ناروغیو له پاره ډیر اهمیت لري، ځکه په دې صورت کې په نویو ناروغیو د هغوی د اخته کیدو احتمال کمیږي.

د نوموړي مرکز د رپوټ پر بنسټ له سګریټو څخه د استفادې په نتیجه کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۸۵ زرو ته رسیدلی وو. همدارنګه په همدې کال کې ۱۲۷۰۰۰ کسان له سګریټو او دخانیاتو څخه په استفادې پوري اړوندو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا شمیر په کلنۍ کچه د مړینو ۱۳ سلنه برخه ده.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

زموږ له آرشیف څخه: