1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پلاستيکي بوتلونه بيا ځلي مه کاروئ، خو ولې؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبه

په داسې حال کې چې ډير خلک فکر کوي، د پلاستيکي بوتلونو بیا له اوبو ډکول له چاپيريال ساتني سره مرسته کوي، خو کارپوهان وايي چې د دغه کار تر گټي تاوان ډير وي. د دوی په باور دغه کار حتی د سرطان سبب کيدای شي.

https://p.dw.com/p/3N8UC
junge frau beim trinken
انځور: Fotolia/photo 5000

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې د پلاستیکي بوتلو بیا کارول کيدای شي د سرطان او یا په بدن کې د هورمونونو د ناانډولتوب سبب وګرځي.

د افغانستان په ګډون کابو په ټوله نړۍ کې د څښاک اوبه په پلاستیکي بوتلونو کې پیردونکو ته وړاندې کیږي، چې له یوه پلوه د بوتلونو کارول پر چاپیریال منفي اغیز پریږدي خو له بل پلوه د دغو بوتلونو بیا کارول ښايي ګڼ شمیر خطرناکې ناروغۍ هم وزیږي. 

بيسفنول آکه چې په BPA سره پيژندل کيږي، يوه کیماوي ماده ده چې د پلاستيک د تولید له پاره ترې کار اخيستل کيږي. دغه مضره کيمیاوي ماده کولي شي د روغتيا له پاره سختې ستونزي وزیږوي. د روغتیا د برخې پوهان وايي چې پله پلاستیک کې کاریدونکي دغه مواد په انسانانو کې د سرطان د اخته کيدو او هورمونونو د ناانډول توب سبب ګرځي.

خو له پلاستيکي بوتلونو څخه بيا کار اخيستنه پر همدې ځای پای ته نه رسیږې. په هغه څيړنه کې چې د نیويارک ايالتي پوهنتون په فردونیا کې ترسره شوې پر ۲۶۰ پلاستيکي بوتلونو باندې څيړنه شوي. د څیړنو له پایلو دا جوته شوي چې ۹۳ سلنه د معدني اوبو پلاستيکي بوتلونه د پلي اتیلنترفتالاک څخه جوړ شوي او کله چې توديږي، دوې د آنتيموال او بیسفنول آرا په نامه یو ډول کیمیاوي مواد تولیدوي چې په انسانانو کې د سرطان په څیر د ناروغیو سبب ګرځي.

په پلاستيکي بوتلونو کي مهم ټکې دا دې چې هغوی هم لکه د څښاک د نورو لوښو په څير له لاس او خولې سره سر او کار لري.
په پلاستيکي بوتلونو کي مهم ټکې دا دې چې هغوی هم لکه د څښاک د نورو لوښو په څير له لاس او خولې سره سر او کار لري.انځور: Fotolia/alessandrozocc

په پلاستيکي بوتلونو کي مهم ټکې دا دې چې هغوی هم لکه د څښاک د نورو لوښو په څير له لاس او خولې سره سر او کار لري. د دغو بوتلونو خولې ډيري کوچنۍ دي او پاکول يې سخت کار دی. د دغو بوتلونو د خولې مرطوبوالی د باکترياو د ودې له پاره ښه ځای وي.

له يوځل مصرف پلاستيکي بوتلونو څخه ځانونه ليري وساتئ. که هوډ لرئ چې له چاپيريال ساتنې سره مرسته وکړئ او خپله روغتيا وژغورئ، په ښيښه يې بوتلونو کې اوبه وڅکئ.