1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کولو غوښتنه

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي د طالبانو په لاس د دوو ښځېنه فعالانو په نېول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې. طالبانو دوې ورځې وړاندې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د هغې له کوره نېولې ده.

https://p.dw.com/p/4WyKF
آرشیف انځور: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پروړاندې د ښځینه فعالانو اعتراض
آرشیف انځور: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پروړاندې د ښځینه فعالانو اعتراضانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

طالبانو دوې ورځې وړاندې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د هغې له کوره نېولې ده.

سرچینو دویچه ویله ته منلې چې نوموړې د چهارشنبې په ورځ نېول شوې او ترهغې وړاندې یې زوی نېول شوی و.

دغه راز، ويل کيږي چې د افغانستان معترض ښځو د خودجوش خوځښت په نوم د دغه جنبش یوه بلې غړې ندا پرواني هم نېول شوې.

په افغانستان کې پر بشري وضعیت د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بینیټ د دغو ښځېنه فعالانو په خپلسرې نېولو اندېښنه ښودلې.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «زه د بشري حقونو ښځېنه فعالانو ژولیا پارسي، ندا پرواني او د هغوی د کورنیو د غړو په خپلسري نېولو باندي جدي اندېښمن یم.»

ښاغلي بېنیټ پر طالبانو غږ کړی دی چې د ښځینه حقونو دغه فعالانو دې سملاسي او له کوم قید و شرط پرته خوشې کړي. دغه راز باید د هغوی د خوندېتوب تضمین ورکړل شي.