1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو منلې چې په بلخ ولایت کې څلور ښځې وژل شوي دي

۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبه

په مزارشریف ښار کې د څو تنو ښځینه فعالانو د وژل کیدو تر راپورونو وروسته، طالبانو رسنیو ته تائید کړې چې د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د ښځو څلور جسدونه موندل شوي دي. طالبان وايي چې په دې هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/42f99
Bildergalerie Afghanistan Vorbereitungen Nowruz Feier
انځور: DW/N. Asir

طالبانو رسنیو ته د یوه ویډیويي پیغام له لارې په مزار شریف ښار کې د څلور تنو ښځو د جسدونو د موندلو خبر تائید کړی دی او وايي چې په دې تړاو یې دوه تنه شکمن کسان هم نیولي دي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستي په دغه ویډیويي پيغام کې زیاته کړې چې مشکوک کسان د مزار شریف ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې له یوه کوره نیول شوي دي.

خوستي ویلي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې یادې ښځې د دوی له لوري دغه کور ته وربلل شوې وې. هغه زیاته کړې چې په دې هکله نور تحقیقات هم ادامه لري او دا چې دغه دوسیه یې محکمې ته د لا ډیرو څیړنو له پاره سپارلې ده.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د یادو ښځو د هویت په هکله څه نه دي ویلي خو په مزار شریف کې سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شویو میرمنو کې یوه د ښځو د حقونو فعاله هم شامله ده. د یاد خبري اژانس په حواله، د هغې کورنۍ له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.

د معلوماتو له مخې یادې څلور ښځې په خپلو کې ملګرې او همکارانې وې چې غوښتل یې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه بهر ته پرواز وکړي. د حقونو د دفاع له ډلې څخه یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته د نه نوم ښوولو په شرط ویلي چې دوی له افغانستان څخه د اخراج په هکله یوه تلیفوني اړیکه ترلاسه کړې وه او بیا د یوه موټر په واسطه انتقال شوې وې چې تر دې څو ورځې وروسته یې جسدونه د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې موندل شوې وو.