1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حقیقت موندنه: آیا طالبانو خپلې ژمنې پوره کړي؟

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د اګست په ۱۵مه طالبانو په کابل کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ. طالبانو پخپله لومړنۍ خبري ناسته کې د نرم سیاست اعلان وکړ او نړۍ یې حیرانه کړه. دویچه ویله، د طالبانو ژمنو ته کتنه کړې چې آیا دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي؟

https://p.dw.com/p/4FZxO
Doku Nahaufnahme Der Fall von Kabul
انځور: WDR

د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه

ادعا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل: «ښځې به د اسلامی شریعت په چوکاټ کې په ټولنه کې ډیرې فعاله وي او د کار او تحصیل حق به ولري.»

د دویچه ویله د حقیقت موندنه: دغه ادعا ناسمه ده

کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، ډیری خلک اندیښمن وو چې دغه ډله به په افغانستان کې پر ښځو باندې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په څیر سخت قوانین وضع کړي. همداسې وشول، د یوه کال په تیریدو سره طالبانو پر ښځو باندې ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي.

د طالبانو د لارښونې په اساس په افغانستان کې ښځې باید په عامه ځایونو کې د سر نه تر پښو پوښلي وي. که چیرې ښځه د کور څخه د باندې حجاب مراعت نه کړي، نو د هغې پلار یا نږدې نارینه خپلوان ممکن د دولتی دندو څخه وشړل سي او یا هم بندي کړای سي.

تبصره: د طالبانو واک ته رسېدل او له پامه غورځولو او هېرولو يو کال

سربیره پر دې ښځې نسی کولای چې د نارینه سرپرست پرته سفر وکړی، یا هم د کور څخه  د باندې ووځې او یا هم د سفر پرمهال له دوی سره د خپلې کورنۍ نیږدي یو څوک وي. د طالبانو  مذهبی مشر ملا هیبت الله اخندزاده د یوه فرمان له مخې ښځو ته په کلکه سپارښتنه سوې چې یوازې د اړتیا په وخت کې له کور څخه وتلاي سې.

طالبانو بیا د دې ډول فرمانونو د صادرولو تر شا دلیل امنیتی اندېښنې ښولی دی، خو دینې عالمان وایي چې دا ډول محدودیتونه په اسلامي لارښونو کې شامل نه دي.

سید عبدالهادي هدایت چې یو دینې عالم دی، د طالبانو له هغې کړنلارې چې پر افغان ښځو باندې یې شدید محدودیتونه وضع کړي، همنظره نه دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «د حجاب په اړه د اسلامي هیوادونو او دیني عالمانو یو ګډ دریځ موجود دی خو د ښځو د حجاب د ډول په هکله بیا مخالفتونه موجود دي. د اسلامي شریعت له مخې د ښځو مخ، لاسونه او پښې د ښځینه وو عورت نه دي او د دې پټیدو لپاره هیڅ اړتیا نسته.»

په عین وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان پدې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړی او د طالبانو په واکمنۍ کې یې د ښځو د ژوند وضعیت " تدریجی مرګ" بللی دی. د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي چې طالبانو د ښځو لپاره په یو شمیر برخو کې کار کولو ته لاسرسی محدود کړی دی. د عامه خدمتونو په دفترونو کې اکثرو ښځینه کارکوونکو ته ویل سوي چې په کور کې پاتې سي؛ د هغو کسانو په استثنا چې په ځانګړو سکتورونو لکه روغتیا او تعلیم کې کار کوي.

 په راپور کې زیاته شوې چې په افغانستان کې ډیری ښځې ان په خصوصي برخو کې هم له لوړو مقامونو لیرې کړل سوي دي. 

د طالبانو دغه سیاست د اسلام اساسي ټکو سره په ټکر کې دی. فرید یونس، د امریکا متحده یالاتو په کلیفورنیا پوهنتون کې استاد او د منځني ختیځ د برخې کار پوه وايي: «اسلام له ښځې او نارینه سره یو ډول رفتار کړي دی، د زدکړې په برخه کې یې یو ډول حق ورته ورکړی دی.» یونس زیاتوي چې ښځو په تاریخ کې ډیر مهم رول لوبولی او دا چې د حضرت محمد ص لور او میرمن یې ښې بیلګې دي.

هدایت او یونس دواړه په دې نظر دي چې د اسلامی تعلیماتو په اساس تعلیم په ښځو او نارینه وو فرض دی. هدایت وايي: "شریعت د ښځو د تعلیم او کار خلاف نه دی، ځکه چې د ښځو له شتون پرته، موږ به یوه اغیزمنه او پر مختللې ټولنه ونه لرو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې هغو ښځو چې د طالبانو پر محدودیتونو او پالیسیو یې اعتراض کړی، دوی په افغانستان کې د طالبانو له خوا ځورول شوي، ګواښل شوي، نیول شوي او حتی شکنجه شوي دي.

نجونې کولی شي متوسطه ښوونځیو او لیسو ته ولاړې شي

په داسې حال کې چې د طالبانو له واک څخه څو میاشتې وروسته نجونو ته اجازه ورکړل سوه چې په جلا جلا ټولګیو کې زده کړې له سره پیل کړي خو د متوسطه او لیسو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړل سوې چې ښوونځیو ته داخلې سي.

ادعا: د تېر کال د سپتمبر په ۲۱مه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې "د پوهنې وزارت په دې هڅه کې دی چې نجونو ته ژر تر ژره د منځنیو او لیسو ته د تګ او د دوی د زده کړو له پاره لاره خلاصه کړي. خو نوموړي د وخت په اړه هیڅ یادونه نده کړې.

دویچه ویله د حقیقت موندنه: دغه ادعا ناسمه ده

څيړونکي: طالبان په خپلو کې د ښځو پر موضوع هم نظره نه دي

د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو په ګډون به د ټولو زده کوونکو لپاره ټولګي پرانیستل سي. د طالبانو د واکمنۍ څخه یوه ورځ وروسته د لومړي ځل لپاره نجونې ښوونځیو ته ولاړې خو طالبانو خپل دغه امر لغوه کړ او له ښځینه زده کوونکو څخه یې د منځنیو او لیسو  ښوونځیو د پریښودلو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونکو او د یونیفورم نشتوالی د دې کار لامل وباله او ویې ویل چې دوی به د "اسلامی شریعت او افغاني کلتور سره سم د یوې طرحې له جوړولو وروسته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل سي خو له هغه وروسته هیڅ څه ندي بدل سوي.

Pakistan Afghanistan Waffenstillstandsverhandlungen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د مخالفینو لپاره عمومې عفوه

ادعا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷ مه وویل: «زه غواړم ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکړم، که د بهرنیو ځواکونو ترجمانان وي او یا هم هغه کسان چې په تیر حکومت کې یې پوځي او ملکي فعالیت درلود، ټول بخښل سوي او له انتقام سره به مخ نسي، په زرګونو هغه سرتیري چې له موږ سره یې د ٢٠ کلونو لپاره جګړه وکړه، وروسته له دې چې اشغال پای ته ورسېد، ټول وبخښل سول.»

د دویچه ویله حقیقت موندنه: د طالبانو دغه ادعا ناسمه ده

لکه څنګه چې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د انتقامي وژنو یوه څپه رامنځته شوه او وروسته د طالبانو له خوا د "همکاری" په تور د مخالفو کسانو د نیولو لپاره د کور په کور په کور تعقیب  تر سره سوی دی. دغه سازمان ټینګار کوي چې داسې ښکاری چې اسلام پالو د خپلو پخوانیو دښمنانو په وړاندې د انتقام یو ویرونکی کمپاین ترسره کړی وي.

«د طالبانو له واکمنۍ سره زرګونه مسلکي کدرونه له هيواده وتلي»

په عین وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ مې او د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵ مې پورې لږ تر لږه  د ۱۶۰ ناقانونه وژنې، ۱۷۸ خپلسری نیونې، ۲۳  له تور پرته توقیفونه  او ۵۶ قضیې د پخواني حکومت او امنیتی چارواکو د شکنجه کولو په اړه ثبت کړی دي. د یوناما رپوټ دې نتیجې ته رسیدلی چې طالبانو د تیر یوه کال په موده کې د عفوې فرمان په تکراري ډول تر پښو لاندې کړی دی.

د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې په پنجشیر کې د طالبانو په لاس د غیرنظامیانو د شکنجې او وژلې رپوټ خپور شو. د رپوټ په اساس، طالبانو د مقاومت جبهې په تور یو شمیر کسان توقیف، شکنجه او وژلي دي.

د خبریالانو پر وړاندې هیڅ ګواښ موجود نه دی

Afghanistan Taliban Medien Banafsha Binesh
انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

ادعا: د طالبانو ویاندویانو د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان سره ژمنه کړې چې د بیان ازادۍ، د رسنیو ازادۍ او د مطبوعاتو بې طرفۍ ته پایبند وي، تر هغو چې د اسلامي او کلتوري اصولو سره په تضاد کې نه وي.

د دویچه ویله له لوري د حقیقت موندنه: دغه ادعا ناسمه ده

واک ته رسیدو یوازې څو ورځې وروسته، طالبانو په افغانستان کې د دویچه ویله د یو خبریال د کورنۍ غړی وواژه. د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې د خبریالانو نړیوال فدراسیون رپوټ ورکړ چې فهیم دشتي، چې د خبریالانو د ملي اتحادیې رئیس وو، په افغانستان کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ په نښتو کې ووژل شو.

د بشری حقونو سازمانونه وایي چې دوی داسې کوم مشخص ثبوت نه لري چې طالبانو دې کوم خبریال وژلی وي. خو په دې کې شک نه شته چې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د رسنیو ازادي بدتره شوې.

د بې پولې خبریالانو د راپور سره سم چې د تېر کال په وروستیو کې خپور شو، په افغانستان کې د رسنیو د ۱۰ کسانو څخه چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان په خبری خونو کې کار يې کار کوو یوازې ۴۳۶۰ تنو یې لا هم د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې کار درلود. د دې تر څنګ دغه سازمان ویلی چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو د حکومت په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان د ۵۴۳ فعالو خبری رسنیو  څخه ۲۳۱ رسنۍ وتړل سوې.

آیا پخوانیو چارواکو ته به طالبان په خپل حکومت کې ځای ورکړي؟

د افغانستان د ژورنالستانو د ملی اتحادیې او د ژورنالستانو د نړیوال فدراسیون له خوا ترسره سوې سروې ښيي چې د طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته ۳۱۸ رسنۍ تړل سوې دی.

د ۲۰۲۲م کال د جنوري په میاشت د طالبانو ویاندویانو دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو حکومت هیڅ یوه رسنۍ نده تړلې. هغه په خپلو خبرو زیاته کړه چې ډیری رسنیو د بودیجې د نه شتون له کبله خپل کارونه بند کړي دي خو هغه په خپله دغه مرکه کې اعتراف وکړ چې رسنۍ په افغانستان کې باید د داسې قوانینو پیروي وکړي چې ښايي په ځینو لویدیځو هیوادونو کې ډیر محدود وګڼل سی.

د مارچ په میاشتې کې طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي، امریکا ږغ او دویچه ویله آلمان غږ په ګډون د څو نړیوالو رسنیو تلویزیوني خپرونې بندې کړې. یوه میاشت وروسته، لږ تر لږه  لسګونه خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له خوا ونیول سول او د ملګرو ملتونو سازمان بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې د خبریالانو خپلسری توقیفونه بند کړي.

د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې یو رپوټ په افغانستان کې معلوماتو ته نه لاسرسی، خود سانسوري، د طالبانو له خوا د انتقامي اقداماتو وېره او همدا راز اقتصادي بحران د افغاني رسنیو د بې ساري سقوط اصلی عوامل بللي دي. په داسې حال کې چې د دې راپور د چمتو کولو په موخه په ترسره سوې سروې کې درېمه برخه ځواب ورکوونکی وایی چې دوی په سیمه ییزو او ملي رسنیو بې باوره سوي، خو له هرو ۱۰ څخه یې  ۹ کسانو ویلي چې دوی پر نړیوالو رسنیو باور لري.

د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق سره مبارزه

Afghanistan Kandahar | Opium
انځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

ادعا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته له دې چې دغه ډلې پر قدرت باندې ولکه وکړه، نړۍ ته یې یادونه وکړه چې طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې په ۲۰۰۰کال کې د تریاکو او نشه یی توکو تولید صفر ته ورسوی او دا ځل یې له نړیوالې ټولنې څخه د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د دویچه له لوري د حقیقت موندنه: د طالبانو دغه ادعا لا نه ده ثابته شوې

افغانستان له څو لسیزو راهیسې په نړۍ کې د هیروئینو او تریاکو لوی تولیدونکی او صادرونکی دی. افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د نشه یی توکو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې د څیړنو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۵ فیصده نشه یی توکی عرضه کړي دي.

د روان کال په اپریل کې طالبانو د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید منع کړ او کروندګرو ته یې ګواښ وکړ چې د دوی کروندې له منځه یوسي او د دغه کار د نه عملي کیدو په صورت کې ښايي بندیان هم شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق آخوند اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي وو چې طالبان له نورو دولتونو او نادولتي موسسو سره کار کوي چې بزګرانو ته د عاید د برابرولو لپاره بدیل کښتونه برابر کړي.

تر اوسه پورې داسې ښکاري چې طالبانو خپله دغه ژمنه هم ماته کړي وي ځکه د دوی د ویاند د خبرو له مخې دوی د کار په ډګر کې د تجربې کمښت لري. په ۲۰۰۴ کال د نړیوال بانک د څیړنې پر بنسټ په افغانستان کې د تریاکو تولید وروسته له هغه تقریبا صفر ته رسیدلی و چې طالبانو په ۲۰۰۰ م کال کې د کوکنارو کښت منع کړ. د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د امریکا له خوا د طالبانو د پخوانی رژیم لمنځه وړلو وروسته، په افغانستان کې د نشه یی توکو د تولید او قاچاق کرکیله بیا زیاته سوه.

پدې حال کې څیړونکي دا پوښتنه راپورته کوي چې دا ځل د مخدره توکو د لمنځه وړولو د ریښې ایستلو لپاره څه ګټور دي؟

په دې هڅه کې د طالبانو بریالیتوب کیدای سي چې د طالبانو د ادارې په بهرنیو اړیکو مثبت اغیز ولري. د دې تر څنګ د نشه یي توکو قاچاق د افغانستان د اقتصاد یوه مهمه برخه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې یې عایدات د ۱،۸ نه تر ۲،۷ میلیارده ډالرو پورې رسیږي. د نشه یی توکو عاید د افغانستان د ملي ناخالصو عوایدو له ۹ څخه تر ۱۴ فیصده جوړوي.

د جنوبي اسیا یو څیړونکی شهریار فضلي وایي چې د ټولو نړیوالو ستونزو سربیره او همدا راز د بشري حقونو د ستونزو سره سره طالبان غواړي چې د مخدره موادو له کبله د رامنځته کیدونکي اقتصادي وضعیت په بدل کې له نړیوالې ټولنې مالي مرستې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: "د نشه یي توکو د تولید او تجارت محدودول ممکن د طالبانو سیالانو ته یو ورته فرصت برابر کړي ترڅو د بزګرانو د نارضایتۍ څخه ګټه پورته کړي او د هغوی رژیم له منځه یوسي، دقیقاً همهغه هڅې چې طالبانو په افغانستان کې د جمهوري نظام د له منځه وړلو لپاره کړې دي.»

صفت الله ذاهدي