1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حجاب په اړه د حکمتيار څرګندونې

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

د حزب اسلامي ګوند مشر په خپلو وروستيو خبرو کې ويلي دي چې د ښځو د مخ، لاسونو او پښو پټول اسلامي حجاب نه دی. د طالبانو د امر باالمعروف و نهي عن المنکر ادارې ېې پر وړاندې شديد غبرګون ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4CIhU
 Gulbuddin Hekmatyar
انځور: Reuters/Parwiz

د حزب اسلامي ګوند مشر، ګلبدين حکمتيار، د جمعې لمانځه د خطبې اورولو پر مهال خپلو وروستیو خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوو محدودیتونو باندې نيوکه وکړه.

هغه له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو دې خاص حجاب نه تحمیلوي. حکمتيار ويلي دي: «د اسلامي امارت مسئولینو ته سپارښتنه کوم چې پر افغانانو په خصوص پر ښځو او نجونو باندې دې داسې یو ځانګړی حجاب نه تحمیلوي چې په اړه ېې نه په قران او نه هم په سنتو کې څه موجود وي او نه ېې هم په واجب او حرام والي کې د امر او نهي شتون لري.»

حکمتيار د ښځو د حجاب د څرنګوالي په تړاو یو شمیر احادیثو باندې ټيڼګار کوي. هغه وايي د علماو په منځ کې یوه لویه اجماع موجوده ده چې د ښځو د مخ، لاسونو او پښو پټول حجاب نه دی: «په دې اړه د علماو، فقهاو، د دین او مذهبونو د عالمانو په رایو کې سفارش نه دی شوی او په دې اړه د ټولو علماو او فقهاوو تر منځ اجماع موجوده ده چې د ښځو مخ، لاسونه او پښې پټول په حجاب کې شامل نه دي.»

د ښځو د حجاب په اړه د ګلبدين حکمتيار وروستیو څرګندونو، د طالبانو د امر باالمعروف و نهي عنی المنکر وزارت شدید غبرګون راپارولی.

د دغه وزارت ویاند، محمد صادق عاکف، ويلي دي چې پر ښځو باندې د دوی له خوا وضع شوی حجاب شرعي او ديني دی. هغه پر ټويټر ګلبدين حکمتیار ته په خطاب کې لیکلي دي: «دغه بيچاره د معلوماتو له کمښت سره مخ دی. له مدرسې او دينې زدکړو څخه لرې پاتې شوی دی. په دې اړه ګڼ دلایل موجود دی او بیا هم دغه امر د شریعت خلاف بولي.» ښاغلي عاکف دغه ټويټ تر خپریدو څو ساعتونه وروسته بيرته پاک کړل شوی دی.

يو شمیر ديني عالمان هم ديني موازینو ته په اشارې ټینګار کوي چې د ښځو مخ، لاسونه او پښو پټول، په شرعي حجاب کې نه راځي. دوی همدارنګه وايي چې د ښځو کار او تعلیم هم د دين خلاف عمل نه دی. يوه ديني عالم، عبدالهادي هدايت دویچه ويله سره په خبرو کې وويل چې طالبان باید خلکو ته روښانه کړي چې د کوم شرعي حکم پر اساس ېې پر ښځو باندې محدودیتونه وضع کړي دي.

طالبانو واک ته تر رسیدلو وروسته پر خلکو باندې ډير محدودیتونه وضع کړي. دوې ښځې له کار کولو محرومې کړي او له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ېې هم ښوونځي تړلي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د امر باالمعروف و نهي عن المنکر وزارت يو فرمان صادر کړ چې ښځې باید برقع يا چادری په سر او خپل مخ پټ کړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړ هغه ښځې چې حجاب نه رعایتوي، نارینه به ېې مجازات شي.

په وروستیو کې د طالبانو د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت حتی د افغانستان په رسنیو کې ویندویانې هم اړ کړې چې د خپرونو د وړاندې کولو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار زیاته کړې چې دين د دنیا په هيڅ ګوډ کې په زور نه تحمیلیږي او زیاتوي که چیرته دين پر خلکو په زرو مسلط شي، په هغه صورت کې به خلک له حکومت څخه مخ اړوي.

دویچه ويله د/م.ک.ص./ا.خ.ح.