1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د تاجیکستان ولسمشر پوتین ته: ترهګر هیڅ ملیت نه لري

۱۴۰۳ فروردین ۶, دوشنبه

د تاجیکستان ولسمشر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د مسکو د کنسرت په تالار کې وروستی برید وغانده. ويل شوي دي چې په دغه برید کې ښکیل کسان د تاجیکستان اتباع ول.

https://p.dw.com/p/4e5Sc
Kasachstan Astana | Wladimir Putin und Emomali Rahmon
انځور: Vyacheslav Prokofyev/ITAR-TASS/IMAGO

روسي رسنیو او همدا راز د تيلیګرام هغه چینلونه چې له امنیتي خدماتي ادارو سره اړیکې لري، او د پارلمان یوه وکیل ادعا کړې چې د مسکو په برید کې ښکیل څلور شکمن برید کونکي تاجیکان دي.

تر برید وروسته روسي چارواکو یوازې دومره ویلي چې د جمعې د ورځې له برید وروسته نیول شوي څلور تورن کسان بهرني اتباع دي. تاجیکستان بیا په دغه پیښه کې د خپلو اتباعو د ښکیلتیا لومړنۍ ادعاوې رد کړې دي.

د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان، دفتر د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تاجیکستان او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د تلیفوني اړیکې یوه برخه نقل قول کړې چې پکې د تاجیکستان د ولسمشر له خولې ویل شوي چې «ترهګر نه ملیت، نه وطن او نه هم دین لري».

د تاجیکستان د ولسمشر دغه کلمات د ترهګرۍ په تړاو د نوموړي له پخوانیو څرګندونو سره ورته والی لري او خپل پخوانی دریځ یې یو ځل بیا څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې د مسکو په برید کې د ښکیلو کسانو د تابعیت په هکله په مستقیم ډول څه نه دي ویل شوي. د اسلامي دولت ډله یا داعش چې د مسکو برید مسوولیت یې منلی دی ، په تاجیکستان کې فعالیت لري.

کرملین بیا د یکشنبې په ورځ وویل چې د داوړو هیوادونو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له پاره د ګډو هڅو د پراختیا په برخه کې توافق کړی دی.

دا هم په داسې حال کې ده چې تر برید یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه چې د دوی اتباع د مسکو په برید کې شکېل دي «جعلي» یاد کړي دي.

تر برید وروسته روسي چارواکو د مسکو د برید په تړاو ۱۱ کسان نیولي دي چې په هغو کې څلور مشکوک وسله وال هم شامل دي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبره اوکراین ته د تېښتې هڅه یې کوله.

آې. اف. پي / خ.ح / ن.ز