1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

داعش په مسکو کې د کنسرت پر سالون د برید مسئولیت منلی

۱۴۰۳ فروردین ۴, شنبه

داعش ډلې د مسکو په کروکوس سالون کې د کنسرت پر سالون د برید مسئولیت منلی او کارپوهانو د داعش د ادعا رښتينولي تائيد کړې ده. چارواکي وايي د جمعې ورځې په دغه پیښه کې ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/4e3F1
Russland Moskau 2024 | Schusswaffenangriff Konzertsaal Crocus City Hall
انځور: Dmitry Golubovich/Russian Look/picture alliance

د «سلامی دولت» په نوم ډلې یا داعش د جمعې ورځې په ماښام (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۲مه) په یوې اعلاميه کې چې پر خپل تلګرام کانالونو ېې خپره کړې، د مسکو ښار لویديځ کې واقع د کروکوس د کنسرت پر سالون د حملې مسئولیت منلی دی.

داعش ويلي دي چې د دوی جنګیالو د مسکو ښار په څنډه کې په یوه برید کې «په سلونو کسان وژلي او ټپیان کړي او خپلو پټنځایونو ته په خوندي توګه د بېرته راګرځېدو څخه د مخه ېې د پېښې ځای ته لوی زیان اړولی دی.» رويټرز خبري آژانس «د اسلامي دولت د خراسان ډلې» له اعلاميې څخه رپوټ ورکړی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې دا په ۲۰۰۴م کال کې پر يو ښوونځي له خونړۍ حملې راوروسته په روسيه کې تر ټولو خونړۍ حمله ده. هغه مهال اسلامپاله اورپکو په بیسلان ښوونځي کې د سلونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یرغمل نيولي ول.

روسي رسنيو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د کروکوس د کنسرت په سالون کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي
روسي رسنيو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د کروکوس د کنسرت په سالون کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي ديانځور: picture alliance/AP

د تروريزم کارپوهانو د داعش له خوا د دغې حملې د مسئولیت منلو رېښتينولي یا واقعیت تائيد کړی دی. په لندن کې د «کالج کینګ» د تروريزم کارپوه، پيتر نویمان، تائید کړې چې د داعش له خوا د دغې حملې مسئولیت د منلو ادعا، واقعي ده. دغه کارپوه هم په خپله لیکنه کې د داعش خراسان ډلې ته اشاره کړې ده.

نویمان پر اکس شبکه (پخواني ټويټر) ليکلي چې هغه او همکاران ېې د داعش د ادعا پيغام سل په سلو کې تائيدوي. هغه ليکلي چې د داعش د پيغام په واقعي والي کې هېڅ شک نه لري. 

نویمان د آلمان د یو تلویزیون د «تاګس شو» خپرونې سره په مرکه کې هم تروريستي ډلو ته اشاره وکړه چې لسیزې په منځنۍ آسیا، افغانستان او چيچن کې جنګېدلي دي. هغه زیاتوي چې د کروکوس حمله څو میاشتې مخکې پلان شوې او د روسيې له انتخاباتو او د اوکراین له جګړې سره تړاو نه لري.

روسي چارواکو لا تر اوسه د داعش له خوا د حملې ادعا په رسمي توګه تائيد کړې نه ده.

تائيد شوې ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې خلک په مسکو کې په سالون کې پر خپلو څوکیو کيني چې بیا ډزۍ پيليږي او خلک له سالونه د وتلو هڅه کوې
تائيد شوې ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې خلک په مسکو کې په سالون کې پر خپلو څوکیو کيني چې بیا ډزۍ پيليږي او خلک له سالونه د وتلو هڅه کوېانځور: AFP/Getty Images

د مسکو په کروکوس سالون کې څه تېرېدل؟

لږ تر لږه پنځه وسلوال چې نيمه پوځي جامې ېې اغوستې وې د مسکو لويدېځې څنډې ته د کروکوس د کنسرت پر تالار حمله وکړه او په سالون کې ناستو نندارچیانو باندې ېې ډزې وکړې. رويټرز په خپل يو بل رپوټ کې د حملو کونکو شمېر ۱۰ ښودلی دی. 

تائيد شوې ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې خلک په مسکو کې په سالون کې پر خپلو څوکیو کيني چې بیا ډزۍ پيليږي او خلک له سالونه د وتلو هڅه کوې.

دغه حمله د جمعې په ورځ ماښام د مارچ ۲۲مه شوې ده. د روسيې د داخلي امنيت سرویس، د دغې حملې په لومړيو ساعتونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰ او د ټپيانو ۱۰۰ اعلان کړی وو. د روسيې د تحقیقاتو ادارې ويلي چې د وژل شوو کسانو شمېر له ۶۰ لوړ دی.

د مړو شمېر ۶۰ ته رسېدلی

 تازه رپوټونه وايي چې د مسکو د کروکوس تالار حمله کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د روسيې د عامې  روغتیا وزارت روغتونونو ته د ۱۴۵ ټپيانو د انتقال خبره کړې چې د ۶۰ هغو روغتيايي وضعیت ېې نازک ښودلی دی
د روسيې د عامې  روغتیا وزارت روغتونونو ته د ۱۴۵ ټپيانو د انتقال خبره کړې چې د ۶۰ هغو روغتيايي وضعیت ېې نازک ښودلی دیانځور: picture alliance/AP

د روسيې د عامې  روغتیا وزارت روغتونونو ته د ۱۴۵ ټپيانو د انتقال خبره کړې چې د ۶۰ هغو روغتيايي وضعیت ېې نازک ښودلی دی. 

چارواکو ويلي چې د مړو او ټپيانو شمېر ښايې د پام وړ لوړ شي. 

په سالون کې د وسلو او مهماتو کشف

د روسيې «ریانووستي» خبري آژانس رپوټ ورکړی چې تر اوسه د حمله کونکو د هویت په هکله معلومات په لاس کې نشته دي. دغه آژانس ويلي دي چې حمله کونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د کروکوس حملې د «تحقیقاتو دولتي کميټې» ويلي دي چې تحقیقات ادامه لري او د حمله کونکو په هکله څرګندونې له وخت څخه مخکې دي.

روسي رسنيو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د کروکوس د کنسرت په سالون کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل