د ازبکستان وارداتي برېښنا قطع سوې؛ ۱۳ ولايتونه بې برېښنا سوي
۱۴۰۴ بهمن ۱۷, جمعه
د افغانستان د برېښنا شرکت (AEC) وویل چي د تاشقرغان تنګي په سيمه کي د تخنيکي ستونزي له امله د ازبکستان ۲۲۰ کيلواټه وارادتي برېښنا د نایب آباد او پلخمري ترمنځ زيانمنه سوې ده.
دغه شرکت زیاتوي، چې د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو، غزني، ننګرهار او لغمان د ځینو سیمو برېښنا قطع سوې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت (AEC) وویل چي تخنیکي ټیمونه یې د پېښې ځای ته لیږلي دي، خو د خرابې هوا له امله د ستونزې په حل کې د ځنډ احتمال سته.
پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه
د شرکت د معلوماتو له مخي، له ازبکستان څخه هیواد ته د بریښنا د واردولو قرارداد تیر کال د ۲۰۲۶ کال له پاره وغځول سو. شرکت دا ونه ویل چي سږ کال افغانستان ته د څومره کیلوواټه بریښنا د صادرولو پلان لري یا يې لګښت څومره دی.
له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا د افغانستان د لویو ښارونو په ګډون د پلازمېني کابل د اړتیا وړ برېښنا لویه برخه تامينوي.
افغانستان او تاجيکستان د وارداتي برېښنا تړون لاسليک کړ
د راپورونو له مخي، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هيوادونو، لکه ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه برابرېږي، او د هيواد یوازې ۲۰ سلنه برېښنا د بندونو او کورنیو سرچینو څخه په لاس راځي.
افغانستان تل د ژمي په موسم کي د برېښنا له کمښت سره مخ کيږي. نږدې دوې اونۍ وړاندي، د برېښنا شرکت اعلان وکړ چي د واوري او طوفانونو له امله، له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا د پلخمري او کابل په سیمو کي د تخنیکي ستونزي له امله له پرچاوی سره مخ ده.