1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او تاجیکستان د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړ

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ دی ۷, پنجشنبه

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین وایي چې د تاجیکستان سره یې د ۲۰۲۴م کال له پاره د برېښنا تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې به تاجیکستان افغانستان ته ۴۰۰ میګاواټه برښنا ورکوي.

https://p.dw.com/p/4afSF
Afghanistan-Tadschikistan 2023 | Stromabkommen für 2024 unterzeichnet
انځور: Hikmatullah Maiwandi

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړ دی چې د دغه شرکت او د تاجیکستان د برېښنا ادارې مسؤلینو د ۲۰۲۴م کال له پاره له تاجیکستان څخه افغانستان ته د برېښنا واردولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي دویچه ویله ته وویل، چې دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت د اجرایوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه او په ترکیه کې د تاجیکستان برېښنا سهامي شرکت د رئیس محمد عمر عسازداده، ترمنځ لاسلیک شوی دی.

نوموړی وایي، چې د دې تړون له مخې به تاجیکستان افغانستان ته ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي چې په دوو مسیرونو کندز- تخار او كابل له لارې انتقالیږي.

د «تاپ ۵۰۰» برېښنا پروژې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت په دې تړاو یوه اعلامیه هم نشر کړي او ویلې یې دي چې د دغه تړون د لاسلیک پرمهال دواړو لوریو له تاجیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا نوي انتقالي مزي د غځولو په اړه هم خبرې کړي او زیاته شوې ده، چې تاجیکستان د دغه مزې په غځولو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښوولې ده.

اعلامیه دغه راز وایي چې د افغانستان او تاجیکستان د برېښنا مسؤلینو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بیا پیلولو او په دې برخه کې پر ګډو همکاریو هم غږېدلي دي. 

افغانستان ډېره کمه خپله برېښنا لري او تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه دی. افغانستان اوس له تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د وارداتي برېښناتړونونه لري.