1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له سعودي عربستان څخه درې میليارده ډالر ترلاسه کوي

شبنم الکوزۍ رویترز، د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ فروردین ۲۶, چهارشنبه

سعودي له پاکستان سره د دريو میلياردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې. پاکستان به د خپلو بهرنيو زيرمو د پياوړتيا له پاره اړينه دغه مرسته په راتلونکې اونۍ کې ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد یو ستر پور هم بايد پرې کړي.

https://p.dw.com/p/5CCAb
سعودي له پاکستان سره د دريو میلياردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې.
سعودي له پاکستان سره د دريو میلياردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې. انځور: Alexander Kazakov/Sputnik/REUTERS

سعودي له پاکستان سره د دريو میلياردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې. پاکستان به د خپلو بهرنيو زيرمو د پياوړتيا له پاره اړينه دغه مرسته په راتلونکې اونۍ کې ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد یو ستر پور هم بايد پرې کړي.

چارواکو ويلي دي چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره له سعودي عربستان څخه د درې میلیارده ډالرو مالې مرستې ژمنه ترلاسه کړې ده.

د سعودي د مالیې وزارت یوه ویاند د رویټرز په حواله ویلي: «موږ تاییدوو چې سعودي عربستان له پاکستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې هوکړه کړې ده، څو د هغوی د تادیاتو توازن ملاتړ وکړي.»

د مرستې مهالويش ولې مهم دی؟

دا مرسته په داسې حساس وخت کې ورکول کېږي چې اسلام‌اباد باید روانه میاشت متحده عربي اماراتو ته شاوخوا درې نیم میلیارده ډالر پور بېرته ورکړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب ویلي، دا مرسته به د هېواد د مالي توازن په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

همدارنګه، د سعودي له خوا مخکېنۍ پنځه میلیارده ډالري زيرمه هم د نامعلومې مودې لپاره غځول شوې ده.

دا اعلان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې ته د سفر څخه د مخه شوی دی. راپورونه وایي چې د سعودي د مالیې وزیر هم وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی و.

د سعودي او پاکستان اړیکې

سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړې دي.

 په ۲۰۱۸ کال کې سعودي عربستان د پاکستان لپاره د ۶ میلیارده ډالرو د مرستې بسته اعلان کړه، او تېر کال دواړو هېوادونو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر هر یو هېواد برید د دواړو پر ضد برید ګڼل کېږي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د منځني ختیځ په ډیپلوماسۍ کې هم مهم رول لوبولی، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې یې کړې دي او همدارنګه یې د سعودي عربستان د دفاع ملاتړ کړی دی.

تېره اوونۍ اسلام‌اباد د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو د بریدونو وروسته سعودي عربستان ته جنګي الوتکې او د ملاتړ الوتکې هم واستولې.

د ایران او امریکا جګړه او منځګړی پاکستان

 

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai