1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

اسلام اباد کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغان سفارت پر خپل رسمي ټویټر خبر ورکړی چې د تورخم دروازه له دواړو خواو د هر ډول تګ راتګ له پاره خلاصه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Ny9O
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Gibran Peshimam/REUTERS

د ټویټر په دغه لنډ پیغام کې راغلي: «د تورخم دروزاه سر له نن شنبې د فبرورۍ ۲٥ مه، د هر ډول تګ راتګ پرمخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه.»

پنځه ورځې مخکې د طالبانو ادارې خبر ورکړ، چې د پاکستان له خوا د «ژمنو نه عملي کولو» له امله یې دغه دروازه وتړله. کابل ته د پاکستانیو چارواکیو له ورتلو یوه ورځ وروسته طالبانو د دروازې د پرانیستلو خبر ورکړ، خو ډېر ژر پاکستاني اړخ وتړله.

پرون جمعه بیا تورخم دروازه د افغان او پاکستانیو مسافرینو پر مخ په «محدود ډول» پرانیستل شوې وه.

تورخم دروازه په محدود ډول پرانستل شوه

د افغان سوداګرو په وینا، د تورخم دروازې له نیږدې یوې اونۍ تړل کېدو له امله دواړو لوریو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکیو څخه د بار زرګونو لاریو درېدو له امله ډېر مالي زیان وراوښتی.

تورخم بندر
تورخم بندرانځور: Hussain Ali/Pacific Press/picture alliance

تورخم کې د تنظیرالله په نوم یوه کس دویچه ویله ته وویل، نن شنبه سهار مهال دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې او د عامو خلکو سربېره سوداګریز موټر له دواړو خواو پر دغې لارې تېرېدلی شي.

په تورخم کې په زرونه لارۍ بندې پاتې دي

د دغې ترانزیتي او سوداګریز بندر د بندېدو له امله عام خلک هم له ستونزو سره مخ وو او هره ورځ به زرګونه خلک د کرښې دواړو خواو ته په دې هیله ورتلل، چې پښتونخوا یا افغانستان ته ولاړ شي. د عامو خلکو د مالوماتو له مخې، پاکستانۍ غاړې په دغو ورځو کې آن «ډېرو بېړنیو» ناروغانو ته هم د اوښتو اجازه نه ورکوله.

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه