1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له پاکستان سره د تورخم دروازه تړلې

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

تېره شپه له پاکستان سره د تورخم ترانزیټي لاره د طالبانو له لورې وتړله شوه. د راپورونو له مخي نن سهار په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې.

https://p.dw.com/p/4NjC0
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Gibran Peshimam/REUTERS

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې د والي مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې له پاکستان سره یې د تورخم لاره د خلکو د تګ راتګ او ترانزیټ پرمخ وتړله.

 د ننګرهار ولایت مقام پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو د تورخم کمیسار له قوله  لیکلي، چې دغه دروازه یې د پاکستان له لورې د ژمنو د نه عملي کولو له امله تړلې ده: «پاکستاني اړخ په خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې».

اړوند مطلب: سرحدي شخړې او د سیمې په هیوادونو کې یې پر افغان کډوالو اغیز

دوی زیاته کړي چې دا اقدام د طالبانو د رهبري په «امر» شوی او په وینا یې تر بل «امره» به د تورخم دروازه تړلې وي.

له بل لوري راپورونه ورکړل شوي چې نن سهار په تورخم کې د افغان طالبانو او د پاکستان د سرحدي عسکرو ترمنځ نښته شوي. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې په تورخم کې د ډزونو غږونه اوریدل کیږي.

عیني شاهدانو ويلي دي چې په تورخم کې جګړه د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. عیني شاهدان وایي چې اوس جګړه درېدلې ده، خو لا هم دواړو لوریو ته د بیا ځل جګړې پيښدو وېره شته.

تر اوسه طالبانو د تورخم جګړې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

اړوند مطلب: پاکستان د تورخم دروازه وتړله

له دې څو ځلې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ، په تورخم، سپین بولدک، پکتیا او خوست کې نښتې شوې دي. پاکستان څو وارې د تورخم او سپین بولدک دروازې د نښتو او دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا له امله تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او پاکستان تور لګوي چې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر شته.

په تورخم دروازه کې طالب وسله وال
په تورخم دروازه کې طالب وسله والانځور: Hussain Ali/imago images/Pacific Press Agency

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو په جرمني کې د مونشن امنیتي کنفرانس په څنډه کې ویلي چې له افغان خاورې د ترهګریزو ډلو ګواښونه اوس هم پرخپل ځای دي: «په افغانستان کې بهرنیو ترهګریزو ډلو، پاکستان، چین او لوېدیځ اندېښمن کړی دی.»

هغه زیاته کړه: «د افغانستان اوسني چارواکي له دغو ډلو سره د مبارزې په موخه کافي وړتیا نه لري او په دې برخه کې ځانګړی کار هم نه کوي.»

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلې دي چې افغان طالبانو په افغانستان کې ډاډمن امنیت ټینګ کړی، له خاورې یې هیچا ته خطر نشته. طالبانو زیاته کړي ده، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هيوادونو پر خلاف وکاروي.

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه