1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم دروازه په محدود ډول پرانستل شوه

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې چارواکیو ویلي دي چې د تورخم دروازه د افغان او پاکستاني مسافرینو پر مخ په «محدود ډول» پرانستل شوې؛ خو د عادي کولو له پاره یې هڅې او خبرې روانې دي.

https://p.dw.com/p/4NwO5
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د دغه ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون دویچه ویله ته وویل، دغه دروازه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له مذاکراتو او خبرو وروسته یوازې له هغې غاړې د افغانانو او له افغان لوري د پاکستان د اوسېدونکیو پر مخ خلاصه شوې ده.

هغه وویل: «د افغان او پاکستاني مسئولينو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه، چې له پښتونخوا څخه به هېواد ته يواځې افغان مسافرين او افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني مسافرين پرېښودل کيږي.»

قریشي بدلون وايي، چارواکي په دې هڅه کې دي چې تورخم بندر د ترانزیت او سوداګرۍ پر مخ هم خلاص کړي؛ خو دوی له خلکو غوښتي چې د دروازې تر بشپړ خلاصېدو دې تورخم ته نه ورځي.

طالبان: تورخم لاره مو پرانیستله، پاکستان بیا وتړله

له تورخم بندره د نظیرالله افغان په نوم یوه کس دویچه ویله ته وویل، پر تورخم «له دې غاړې یوازې پاکستانیان او له هغې اړخه افغانان راپرېښودل کېږي.»

نوموړي وویل، دواړو لوریو ته افغانان چې ناروغان هم ورسره دي، د تګ راتګ په تمه ولاړ دي، خو هغه پاکستانیان او د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي چې له افغانستان د وتلو په نیت تورخم ته ورغلي ول، شمېر یې کم دی.

پر تورخم لاره تلو ته منتظر خلک
پر تورخم لاره تلو ته منتظر خلکانځور: Gibran Peshimam/REUTERS

تنظیرالله افغان دغه راز وویل، تر اوسه له افغان غاړې ناروغانو ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې او دواړو لوریو له توکو ډکې زرګونه لارۍ ولاړې دي، خو تر دې دمه پر تورخم د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په تورخم کې په زرونه لارۍ بندې پاتې دي

تورخم بندر روانه اونۍ په لومړي ځل د طالبانو ادارې له خوا بند شوی و. کابل ته د پاکستان د چارواکیو له تګ یوه ورځ وروسته طالبانو پرانست، خو بېرته ژر د پاکستان له لوري وتړل شو.

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته تورخم او دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د نښتو رپوټونه هم ورکړل شول، خو طالبانو دغه خبرونه رد کړل.